پلار یې ورځپانه لوسته ماشوم زوی یې ورته مزاحم وو. د پلار حوصله ختمه شوه د ورځپاڼې یوه پاڼه یې چې د نړۍ نقشه پرې انځور شوې وه ټوټې ټوټې څيرې کړه او ماشوم ته یې ورکړه. او ورته وویل: دا د نړۍ نقشه ده ته یې د میز په سر ټولې ټوټې سره یو ځای سمې سریښ، کړه تر څو بیرته د نړۍ نقشه جوړه شي.
په خپله لاړ او د ورځپاڼې په لوستلو بوخت شو. پوهیدا چې زوی یې که تر ماښامه هم زیار وباسي نو دا کار نه شي کولی. لږ وخت لا نه وو تیر شوی چې ماشوم راغۍ او پلار ته یې وویل: پلاره نقشه مې سمه کړه.
پلار یې چې ولیدل نقشه رښتیا هم پرته له کومې غلطۍ جوړه شوې نو په حیرانتیا یې وویل: تا دا جغرافیه له کومه زده کړه؟
ماشوم څواب ورکړ: جغرافیه څه ده؟ د دې پانې پر شا د انسان تصویر وو، ما هغه سړي جوړ کړ، نړۍ په خپله جوړه شوه!
په روښتیا هم په ښکلي انداز مطلب بیان شوی(دا ادبي ټوټه مې ډېره خوښه شوه)
څومره د پند او ښه درس نه ډکه ادبي ټوټه وه