۱. د پيلېدونکې ګډې ټولنې څخه تر  طبقاتي ټولنې پورې  

په دې باندې خو پوهېږی، چې په ګډه بشري ټولنه پسې، اوچته طبقاتي ټولنه یانې د مریتوب (غلامۍ) او فئوډالي طبقې رامنځ تشوې.

ګډه ټولنه چې د مریتوب او فیوډالي ټولنو پیل او د بشري ټولنې درې لومړنۍ دورې دي. په هر نوې دوره کې د تولید له‌پاره نوي توکي او نوې چارې  رامنځ ته شوي دي، محصول یې زیاتیږي، د زیارکښانو او مالکانو تر منځ نوي مناسبات رامنځ ته کیږي.

لومړۍ طبقاتي ټولنه پنځه سوه کاله وړاندې له میلاد څخه د نیل او فرات په دروو کې رامنځ ته شوه. چې دا ټولنه د مریاتو ټولنه وه.

په لومړنۍ ګډه ټولنه کې له ښکارځایونو، څرځایونو او کروندو څخه په مساویانه ډول ګټه اخیستل کېده. د مریتوب په ټولنه کې کار او د کار فلزي توکیو پرمختګ وکړ، رمې ډيرې شوي او خېلونه په کورنیو وویشل شول. په دې کې ځینې کورنۍ د ځمکو او غلامانو څښتنانې شوې، غلامانو هیڅ ډول مالکیت نه درلود او دوی یې هم د مالکانو په واک کې وو.

د غلامۍ ټولنه په  تاریخ کې لومړنۍ ټولنه ده، چې د استثمار په بنسټ  یانې (د مریانو له کاري ځواک څخه د مالکانو ګټه اخیستل) رامنځ ته شوې وه. غلامان به یې اړباسل، چې تر څو د ځمکو د خړوبولو له‌پاره لویې د اوبو ویالې جوړې کړي، دوی به په کروندو او معادنو کې کار کاوه، سړک، معبد او ماڼۍ به یې جوړلوې. د غلامانو د ډیر کار لاسته راوړنه لوې لوې ماڼۍ او ودانۍ وې. د ګډې ټولنې په لومړیو کې ښارونو فزیکي شتون نه درلود، تر لاسه کیږي. شتمنو به د خپلو کروندو لپاره مریان د غلامانو له بازارونو څخه پیرودل. د شتمنو په کورونو کې به په لسګونو  هنرمندو غلامانو کار کاوه.

د لویو ودانیو د جوړولو لپاره، فکري مرکزونو ته اړتیا لیدل کېده. همدا وو چې د غلامۍ په ډبرینه دوره کې د ریاضي، ستورپيژندنې او طبابت مرکزونه رامنځ ته شول او دغه علوم د بشپړ توب پر لور پرمختګ وکړ. د خپلو نیږدو او ځینې ان د لرو پرتو سیمو جعرافیوي معلومات هم ثبت شوي دي. د ودانیو، معماریو او مجسمو د ښکلا لپاره نوي ښکلی هنرونه رامنځ ته شول، د ماڼیو او معبدونو په دیوالونو باندي حک شول. د تئاتر د بازې کولو لپاره ننداره نامې ولیکل شوې. په هغه دوره کې د غلامانو د درانه او لویو کارونو پر مت، د فرهنګ او مدنیت غوټۍ غوړېدلې.

دولتونو د غلامانو د استثمار سره په پوره مرسته او کمک کاوه، د دوی پاڅونونه یې ټکول او سره خواره واره یې کاول او د جګړې له لوري به یې نور نوي غلامان تر لاسه کاول. مذهب هم د غلامانو تکیه ګاه و. کاهنانو به له مریانو غوښتل چې له خپل مالک څخه اطاعت وکړي، د غلامۍ دورې پر وخت کې خپلواک خلک په ښارونو او په بانډو کې د ګډې ټولنې خلکو ژوند کاوه، چې د دوی حالت د مریانو له حالت سره لږ توپیر در لود.

د غلامۍ ټولنه تر بل هر ځای په یونان او ورم کې چتکه بشپړ شوه. د مریتوب ټولنه د هغه کسانو په واک کې وه، چې د ګډې تولنې د پیل په شرایطو کې وو. شتمنو کسانو به د غلامانو په مټ له جګړې، قتل او غلاګانو څخه ډير نور غلامان تر لاسه کاول. د مریتوب ټولنه لږ تر لږه تر دریمې او اوومې پيړۍ او په اروپا کې تر پنځمې پيړۍ پوري رواج وه.

د لاندنیو مهم دلایلو په اساس د غلامۍ ټولنې دولتونه له منځه ولاړل: په ټوله کې د مریانو ګټه د عامو وګړو له ګټې څخه ډيره وه. مریانو د ستمګرانو پر وړاندې مبارزه کول، ور ور یې پاڅونونه ځواکمن او لوی شول.

د ژرمن د قبیلو ډله

په افریقا کې سوداګرو څنګه زنګیان تر لاسه کول؛

اسلاو چې خپل جوړښت یې د آزادو ګډو جمعیتونو څخه وو، په اروپا کې یې د مریتوب په له منځه وړلو کې مرسته وکړه. فیوډالي ټولنې چې د عامو خلکو له کار کولو څخه یې ډېره ګټه تر لاسه کوله، د مریانو ټولنه یې له منځه یوړه، د فیوډالانو له ځمکو څخه به چې رعیت ګټه اخیستله نو اړوو  چې د هغوی لپاره بیګارې تیره کړي. په فیوډالي ټولنه کې د رعیت پير او پلور کېده، ولې په ډېره کې به د هغه ځمکې سره یو ځای پلورل کېدل چې په کې کار به یې کاوه، فیوډالاني خلکو به د مریانو سره سره د کښت او کار لپاره توکي او اهلي څاروي لرل.

په فیوډالي ټولنه کې تجارت پرمختګ وکړ. د مریانو د ټولنې د له منځه تلو وروسته ښارونه تر هغو ښارونو لوی شول، چې یا به وران شوي وو او یا به هم په کنډوالو باندې بدل شوي وو. د کتابونو چاپ او اور غورځونکې وسله اختراع شوه. علم او هنر نور هم پرمختګ وکړ.

د فیوډالي دولتونو د رامنخ ته کېدو سره، د مریانو  او د لومړۍ ګډې ټولنو پراخه سیمې تر کنټرول لاندې وې، خو فیوډالیزم د ټولنیزه تکامل یو بل پړاو و او دغه دوره په بشري تاریخ کې یوه نوې دوره ګاڼل کېده.

د شتمنولۍ له دورې وړاندې، د ټولنیز تکاومل درې دورې داوې؛ ګډه پيلیدونکې ټولنه، مریتوب ټولنه او فيوډالي ټولنه. خو دا په دې مانا نه ده چې ټولو ملتونو د تکامل دا درې پړاونه بشپړ کړي وي. لکه څنګه چې پوهېږو آلمان د ميلادي تاریخ په پيل کې له ګډې ټولنې څخه فیوډالي ټولنې ته تکامل وکړ. لرغوني روس هم د مریتوب په ټولنه کې ژوند نه دی کړی، د ګډې پيل کېدونې ټولنې څخه یې فیوډالي ټولنې ته مستقیم تکامل کړی دی.

دوام لري ….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *