تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: پاکستان د صحرايي ملخانو د ډیریدو له کبله په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ څو له ملخانو سره اغیزمنه مبارزه وشي.

د چارواکو په خبره دغه ملخان کرنیز حاصلات خوري چې له کبله یې ښايي د خوراکي توکو په حاصلاتو کې سږ کال لا زیات کمښت راشي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فردوس عاشق اعوان نن یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان په وروستیو دوو لسیزو کې د صحرايي ملخانو له خورا سترو لښکرو سره مخامخ دی او اوس حکومت له دغو ملخانو سره د مبارزې له پاره ملي بیړنی حالت اعلان کړی دی.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لومړي وزیر عمران خان له ملخانو سره د مبارزې له پاره ملي پلان تائید کړی دی او په دې هکله لومړنۍ غونډه پرون د جمعې په ورځ رابلل شوې وه.

د پاکستاني چارواکو په خبره ملخان د تیر کال په جون میاشت کې له ایران څخه پاکستان ته داخل شوي دي او د پاکستان په جنوب غربي سیمو کې یې یو شمیر کرنیز حاصلات لکه غنم، پنبه او د جوارو فصلونه زیانمن کړي دي.

اوسمهال دغه صحرايي ملخان د پاکستان د سند ایالت څخه د پاکستان شمال لوري ته د خیبر پښتونخوا ایالت ته رسیدلي دي.

د پاکستان د حکومت د نه اقدام او د ښې هوا له کبله د دغو ملخانو په شمیر کې د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتوالی راځي.

د یادونې ده چې د کرنې او خوړو نړیوال سازمان د ارقامو له مخې د ملخانو یوه کوچنۍ ډله کولی شي د شاوخوا ۳۵ زره انسانانو خوراک په یوه ورځ کې له منځه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *