زما د ځوانۍ دوره وه، زده کړو سره مې چندان شوق نه و، پلار به مې په زوره ښوونځي لېږلم ، ښوونځي ته تلم ، خو له زده کړې مې چندان خوند نه اخیسته ، همداسې ښه و بد په ۱۳۸۷ ل کال له ښوونځي فارغ شوم ، خبره د کانکور د ازموینې راغله ، له خپلو ټولو ټولګیوالو سره یو ځای مې د بغلان دکرنې د پوهنځي په ودانۍ کې د کانکور ازموینه ورکړه ، دغه مهال ۱۳۸۸ ل کال و ، څه چاړه پڅه وه او څه ابۍ ورسته ، څه مې په ازموینه کې لوړې ټاکنې تر سره کړې وې ، څه مې د پوهې کمی و ، چې د ازموینې پایله اعلان شوه خپل یو نژدې ملګري راته ټلېفون وکړ ، چې ضیاءالحق خانه ! بې نتېجې شوی یې ، د کانکور ۳۶۰ نمبرو څخه دې ۱۸۳ نمبرې وړي دي ، ډېر زیات خواشینې شوم ، خواشیني مې هغه وخت دوه چنده شوه ، چې د خپل نژدې ملګري څخه مې په ښه خوند د ناکامۍ خبرې اورېدې، چې چا به راته ویل ، چې څنګه ناکام شوی یې ، نو ډېر به خپه شوم، شرمېدم به ، ناکامي مې خپله وه، او خبرې د خلکو ، د خلکو دې ډېرو خبرو لېونی کړی وم ، ورځې شپې همداسې تېرېدې ، چې یوه ورځ له کوره دبلاکونو په لور ووتم ،د بلاکونو په نوم د بغلان ـ بلخ په لویه لاره پروت یو بازار دی ، هلته چې کله ورسېدم ، ګورم دوه ټولګیوال مې (رحمت الله او ګلباز خان) سره ولاړ دي ، زه هم ورغلم ، دوی دواړو له ما سره یې په دوه ګوتو ستړي مشي وکړه ، نور زما په کیسه کې نه شول او خپلې مستۍ او خوږې خبرې یې سره ګډولې ، ما سره سوچ پيدا شو ، چې تر پرونه خو درې واړه سره په یوه ټولګي کې ټوګیوال وو، نن ولې دوی له ما سره دومره لېوالتیا و نه ښوده ، دا راز په دې کې و، چې دوی دواړه د کانکور په ازموینه کې بریالي شوي وو، او زه ناکام وم ، خیر چې خبره هر څه و ، خو زما زړه ته همدا خبره ولوېده ، په سوچو سوچو د د چشمه شفاء د چینې تر پله ورسېدم ، چې د همدې بلاکونو د بازار په اخره کې د پلخمري پر سیند تېر شوی دی، دغه مهال زما د لېونتوب دوره وه ، ځان به مې هسې مین مین ګڼلو ، خو همدې مینې زه له کاره ویستی وم ، د خپلې معشوقې د لاس ټولې نښې (قلم ، چشمې ، لیک) مې له پله ښته سیند ته ور ګوزار کړې ، له ځانه سره مې سوچ وکړ ، چې ولې د خپلې ملګرو بېرته پاتې یم ، زده کړه مې خپله لار وګڼله ، کال پس چې بیا د کانکور ازموینه پیل شوه ، د متفرقوو په ډله کې ما هم د کندز د پوهنتون په ودانۍ کې ازموینه ورکړه ، دا ځل چې د ۱۳۸۹ ل کال و، ښه وم ، ۲۰۳ نمرو په اخیستلو سره یې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او وګړنیو پوهنو پوهنځي ته ورکړی وم ، له خوښې په کالو کې نه ځایېدم ، د کور په غړو مې مټایان ووشل ، څه موده وروسته پوهنتون ته د داخلې لپاره ورغلم ، هلته په پوهنځي کې د څانګه ټاکنه مخې ته راغله ، که څه هم ځینو نږدو ملګرو انګریزي څانګې ته وهڅلوم ، خو زما پښتو څانګه خوښه وه ، همغه و ، چې په پښتو کې مې د استاد مجتی نایل په مرسته چې د وردګو ولایت و داخله واخسته، پوهنتون مې له کوره لس کېلو مټره لرې د پلخمري په ښار کې و ،زه به له ډنډ غوري نه په موټر سایکل ورته راتلم ، مفکورې مې نظر ښوونځي دوران ته خورا ډېر بدلون موندلی و، څلور لومړني سمسټرونه مې نسبتً ښه تېر شول ، دټولګي په ۳۵ تنو کې به له نیمایي څخه په درجه پورته یانې ۱۵ ، ۱۶ نمبر به راتلم ، چې پنځم سمسټر په پيلېدو و ، خپل پلار ته مې د ماښام د روټۍ پر مهال وویل ، پلاره که خیر و ، دې راتلونکي سمسټر ته اول نمره کېږم ، پلار مې راته وویل : زویه دا څنګه ممکنه ده ، چې ۱۵ نمبره دې لومړۍ درجې ته راشې ! ، ما ورته وویل: همدا ممکنه ده ، ما ته خو استاد په ازموینه کې د بل سمسټر پوښتنې نه راوړي ، څه چې په همدې سمسټر کې لولو د همغو پوښتنې را څخه کوي ، دا مې زما او د پلار خبرې وې ، تائیدو یې زمان ته اړتیا لرله پنځم سمسټر پیل شو ، کلکه ملا مې د بریا په لور وتړله ، له ځانه مې کمره لرونکی مبایل هم لرې کړ ، یوه ورځ به مې هم غیر حاضري نه کوله ، زده کړو سره مې خورا ډېره لېوالتیا پیدا شوې وه ، استاد نایل به را ته ادبي فنون(بدیع ، بیان) تدریسول ، زما په ټولو مضمونو کې همدا خوښېدل ، چې کله به هم ما په لاره د کومې ستونزې له امله ناوخته کړې وه ، نو استاد نایل سیب! به راته ټول ټولګی په انتظار کړی و، پېږده چې ضیاءالحق راشي ، بیا به یې ووایو ،کور یې ودان، چې ټولګي ته به ورسېدم ، نو استاد به ویل: چې ته نه یې راغلی نو ټولګي ته تدریس ورکول هم خوند نه راکوي ، هغه داسې و، چې ما به له استاده ډېرې پوښتنې کولې ، همدې ډېرو پوښتنو زه او استاد سره ټینګ کړي وو، ځينې استادان به په ډېرو پوښتنو غوسه کېدل ، یوه ورځ د پښتو څانګې ادارې ته استاد لېدو ته ورغلم ، چې همدا خبره په جلا ډول ورسره شریکه کړم ، چې استاده ! په تا خو به زما ډېرې پوښتنې بدې نه لګي؟ استاد مې را ته په خندا شو ، چې ستا همدې ډېرې نوښتګرې پوښتنې خو ما اړ باسي ، چې نور مواد د کتاب نه الاوه ور پسې وګورم ، چې دا کار زما په مالوماتو کې ډېرښت راولي ، نو رې ډېرې خبرې ېې وکړې ، زه ترې په خندا ټولګي ته راستون شوم ، خبرې ډېرې او سر یې یو، د سمسټر ازموینې پيل شوې ، ټولې ازموینې مې ښې مخ ته یووړې ، د نتېجې پر مهال زه په په پېښور کې وم ، چې د خپل نږدۍ ټولګیوال (نقیب الله ساپي) زنګ راغی ، چې ټلیفون مې وچت کړ ، زېری یې را باندې وکړ ، چې هلکه مبارک شه درېیم نمره شوی یې ، ستا ستاینلیک ستا د نه شتون له کبله ، ستا په استازیتوب ما د پوهنتون له رئیسه تر لاسه کړ، ډېر خوشاله شوم ، خو بیا مې هم د لومړۍ درجې خوب رښتیا شوی نه وه ، په شپږم او اووم سمسټرونو کې درېیم او دویم نمره شوم ، تاسو ته به مالومه وي ، چې زموږ په ټولګیوو کې چې څوک یو ځل اول نمره شو ، بیا که ځان خپله و نه غورځوي ، نو استاد یې هېڅکله هم له نورو سره نه برابروي ، چې دوه درې نمرې یې کمې هم وي ، ور پوره کوي یې ، چې دی اول نمره دی ، خو خیر دا او دې ته ورته نورې ستونزې هر چېرې شته، په اخیري سمسټر (آتم) کې له پوهنځي څخه۱۳۹۲ ل کال د ۸۵ ٪ سلنه نمرو په درلودلو سره په لومړۍ درجه فارغ شوم ، او خپل هغه خوب چې له ډېرې مودې مې لرلو په رښتیا بدل کړ ، دا هر څه په خپله بدلون و نه موند ، دا زما د ډېرو هلو ځلو پایله وه ، اوس چې مې د لیسانس په کچه زده کړې دي ، غواړم په خپله څانګه(پښتو) کې ماسټري او دوکتورا واخلم ، زه د همدې ماسټرۍ او دوکتورا د اخیستلو لپاره څلور ځلې د پېښور پوهنتون ته تللی یم ، خو لا تر مې داخله نه ده شوې ،که څه ډاکتر محمد صادق ژړک په پېښور پوهنتون کې د افغانانو خدمتګار را سره نه ستړي کېدونکې منډې ترړې ووهلې ، خو کله به مې په اسنادو کې مسله وه او کله هم نورې ستونزې، خو زه نه په شا کېږم ، بیا بیا ورځم، تر څو چې مې داخله نه وي تر لاسه کړي غلی نه کېنم ځکه چې دا زما لویه هیله ده او همداشونې ده، په دنیا کې داسې یو کار هم نشته ، چې سړی ورته په کلکه قصد وکړي او تر سره دې نه شي ، په ژوند کې هېڅکله هم ماتۍ مه منئ ، د هرې ستونزې سره په مخ وجنګېږئ ، نه کېدلو مفکوره له ذهنه وباسئ ، د تل لپاره د دنیا هېڅ یوه کار ته هم داسې مه وایه ، چې نه یې شم کولای،ځان کې وړتیا پېدا کړه، د کولو خبرې کوه ،هر څه بدلېدونکي دي، نړۍ هم بدلېږي .
پاسه! ته کولای شې ، ځان ډاډه کړه ، منډه واخله ، غلی مه کینه، ځکه چې دا غلي کېناستل ستا د ناکامۍ سبب ګرځي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه : ما دا نه غوښتل چې تاسو ته خپل ځان در وپېژنم ، بلکې ما غوښتل چې تاسې څنګه وپوهولی شم، په دې اړه د نړۍ نومیالی لیکوال ډيل کارنګي وایي ((که غواړې چې خلک ستاسې په خبرو ښه یقیني شي ، نو د خپل ورځني ژوند یوه تجربه د موضوع په اړه ورسره شریکه کړئ))
پای.