بېړۍ ضد توغندی

تاند نیوز ډیسک: په سویډن کې د سولې نړیوال انسټیټیوټ (سپری) په تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې د نویو اټومي وسلو د جوړولو سیالي ګړندۍ شوې ده.

راپور وايي، په ۲۰۱۸ کال له اټومي هیوادونو سره د اټومي کوپړیو شمېر ۱۳۸۶۵ وو، چې د ۲۰۱۷ کال په نسبت یې ۶۰۰ کوپړۍ کمې وې، خو هغو هیوادونو چې اټومي وسلې یې لرلې، بیا هم د خپلو وسلو د نوي کولو لپاره بودیجه زیاته کړې ده.

په راپور کې له امریکا، روسیې، بریټانیا، فرانسې، چین، هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا سره د اټومي وسلو تصدیق شوی دی، خو ویل شوي چې د نړۍ ۹۰ سلنه اټومي وسلې له امریکا او روسیې سره دي.

راپور وايي، دا مهال له ۹ اټومي هیوادونو سره ۲۰۰۰ داسې اټومي کوپړۍ دي چې کله یې هم د کارولو امکان شته.

راپور زیاتوي، سږ کال د جنورۍ تر میاشتې پورې له امریکا سره ۶۱۸۵ او له روسیې سره ۶۵۰۰ اټومي وسلې وې.

د سپری په راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان او هند د اټومي ځواک د ډیرولو هڅه جاري ساتلې او دا دواړه هیوادونه به په خپلمنځي سیالۍ کې تر بل کاله پورې لس یا ۱۵ اټومي نور بمونه جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *