د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
د سه شنبه پر ورځ، د ملګرو ملتونو د نړېوال پرمختیایي پروګرام په چوکاټ کې، د سیمه ییزې حکومتوالۍ برنامې د تېرو دوو، کلونو د فعالیت او لاسته راوړنو د ارزونې په یوه غونډه کې، د نړېوالې ټولنې استازو، له سیمه ییزې حکومتوالۍ څخه، د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ.
غونډه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین، فرید ماموندزي په وینا پیل شوه. نوموړي وویل، چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ برنامې په تېرو دریو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. د ده په خبره د دې برنامې په چوکاټ کې، د سیمه ییزو ادارو پالیسۍ د پلي کیدو په برخه کې کافي پرمختګ شوی دی او د سیمه ییزې حکومتوالۍ د مختلفو سکتورونو لپاره کړنلارې او طرز العملونه رامنځته شوي دي. ماموندزي د دې برنامې د پایلو او لاسته راوړونو د موثریت لپاره، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندیزونه، له نړېوالو مرسته کوونکو سره شریک کړل.
وروسته، د سیمه ییزې حکومتوالۍ برنامې ته، د بسپنه ورکوونکو هېوادونو استازو، د سیمه ییزې حکومتوالۍ څخه د ملاتړ د دوام د ډاډ په څرګندولو، د دې برنامې د پایلو اغېزمنتیا په اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له وړاندیزونو سره موافقه وښوده. د دوی په خبره، په تېرو کلونو کې یې، د کار ډېر تمرکز پر ظرفیت لوړونې، د پالیسیو او طرزالعملونو پر رامنځته کولو و، خو له دې ورسته به، د ادارو پر انکشاف او ساختارو پر پیاوړي کولو کار وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ له برنامې سره، د فرانسې، جاپان، فېنلنډ، کوریا، اسټرالیا او اروپایي ټولنې په شمول دیارلس هېوادونه او مرستندویه بنسټونه مرسته کوي. دا پروګرام په سیمه ییزه کچه د غوره حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوی او د ۲۰۱۵ کال تر جون میاشتې به کار کوي.