د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۴/ثور/۲۸
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل سره، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر فرانز میشل میلبین او د ملګرو ملتونو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما سرپرست مشر په جلا، جلا لېدنو کې د سیمه ییزې حکومتولۍ سره د نړېوالې ټولنې پر اوږدمهاله مرستو او همکاریو ټینګار وکړ. دواړو استازو، د نړېوالې ټولنې او اروپایي اتحادیې له لوري، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې مشر ته ډاډ ورکړ، چې له سیمه ییزې حکومتولۍ سره به د دوی همکارۍ دوام ولري.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل، په سیمه ییزه کچه د حکومتولۍ د خدمتونو د عرضې د بهیر د ښه کېدو لپاره د نړېوالې ټولنې مرستې مهمې وبللې او د حکومتولۍ په خدمتونو کې، د خلکو اشتراک ته لاره هوارول یې د خپل کار مهم لومړیتوب یاد کړ. پوپل زیاته کړه، د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملاتړ لپاره پر یو شمېر مهمو برنامو کار کوي او یادې برنامې به د مالي تمویل او بسپنې لپاره له نړېوالې ټولنې سره شریکې کړي. د ښاغلي پوپل په وینا د محلي ادارې په کچه د ریفورم د بهیر پلي کول، د امنیت په تامینولو کې له نورو ادارو سره ګډ کار، د ولسوالیو په کچه د حکومتولۍ د نهادونو فعالول د ده کار نور لومړیتوبونه دي او په دې ټولو برخو کې د خپلو نړېوالو همکارانو پر همکارۍ او مرستو حساب کوي.
دواړو لوریو پر یو شمېر نورو د علاقې وړ مسایلو هم خبرې وکړې.