د میدان وردګو ولایت امنیتي ځواکونو تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په باغک سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۷ بورۍ چاودیدونکې توکې او ګڼ شمېر مهمات نیولي .

دغه عملیات،چې د یادې سیمې په یوه باغ کې ترسره شول،په ترڅ کې ۳۴۳ کیلوګرامه چاویدونکې توکې،۱۷صندوقه د دهشکې مرمۍ،۷ فېره د RPG مرمۍ،۱۲بوتله مایع مواد او نور توکې د امنیتي ځواکونو ترلاسه کړل،خو په تور یې څوک ندی نیول شوی .

په ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *