تاند- په متحدو ایالتونو کې د یوې تازه نظرپوښتنې پر اساس په سلو کې ۴۹ تنو پوښتل شویو ویلي چې له ۱۷ کلونه جګړې سره سره امریکا په افغانستان کې تر ډېره ناکامه ده.
د واشنګټن مېشتي پیو تحقیقاتي مرکز (Pew Research Center) له لوري په دې نظرپوښتنه کې ښودل شوې چې په سلو کې ۳۵ پوښتل شویو کسانو ویلي چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده.
پیو تحقیقاتي مرکز وايي، د همدې موضوع په اړه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په نظرپوښتنو کې د پوښتل شویو کسانو اکثریت په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه منفي نظر څرګند کړی و.
دې مرکز په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ م کلونو کې هم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت په اړه نظرپوښتنې کړې وې. د دغو کلونو په نظرپوښتنو کې له خلکو پوښتل شوي وو چې ایا امریکا خپلو هدفونو ته په رسېدو کې بریالۍ که ناکامه ده؟ پیو مرکز وايي چې اکثریت ورته ویلي وو چې امریکا به بریالۍ شي.
له بلې خوا لږ امریکایان فکر کوي چې په افغانستان کې له پوځي قوې څخه کار اخیستل سم کار دی.
نظرپوښتنه ښيي چې ۴۵ سلنه امریکایانو ویلي چې له پوځي قوې څخه کار اخیستل سم کار دی.
په ۲۰۰۶ م کال په سلو کې ۶۹ امریکایانو د پوځي قوې د کارولو ننګه کړې وه.
نظرپوښتنه همداراز ښيي چې تر دیموکراتانو جمهوریپال په افغانستان کې له پوځي ځواکه د کار اخیستل ډېر ملاتړ کوي. خو په مجموع کې دواړو ګوندونو په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د ماموریت ملاتړ کړی دی.