هلمند

تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /یکشنبه/ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالي کې پر خپلو پلوي ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۰ تنه ووژل.

د هلمند د والي ویندوی عمرځواک وویل، په دې برید کې، چې د سنګوریان په نوم د خاصو ملېشه ځواکونو پر پوستې وشو، ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

عمرځواک وویل چې دا ځواکونه یونیفورم نه لري او د دې لپاره یونیفورم نه اغوندي چې طالبان یې ونه پېژني.

تر دې وړاندې بهرنیو ځواکونو سهواَ په ځلونو پر افغان پولیسو او نورو ځواکونو دې ته ورته بریدونه کړي دي.

هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تقریباً هره ورځ پکې مرګ ژوبلو کېږي.

د دغه ولایت زیاتې برخې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

د افغانستان هوايي ځواک ته په وروستیو کې پام زیات شوی او ولسمشر غني په پام کې لري چې په ۴ کلونو کې به دا ځواک دې حد ته رسوي چې نور په دې برخه کې بهرنیو پوځیانو ته اړتیا نه وي.

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند کې د خپلو هوايي ځواکونو له لوري د نژدې ۴۰ تنو ځواکونو د وژل کېدو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *