سره ستما یې وه، پر مړي یې مړې خاورې ژر ژر اړولې. دواړو مول وهلی وو. د هر بیل  خاورې له اړولو سره یې شاوخوا څارله. په دښته کې دلته هلته بوړبوکیو سرونه راایستلي وو.

له لرې د خلکو غږ شو. یوه یې کلاشینکوف له اوږې راښکته کړ:

-شمال دی؟!

-خلک دي

ده خپل ملګری له لاسه کش کړ:

– خوړ ته

ملګري یې پر هوار ګور بیلچه خطا کړه، ورپسې شو، یو لس ګامه لا نه وو تللی چې بیرته ستون شو. هغه بل چشت چشت ورته وکړ. ده مخ ورته راواړاوه خو بیرته پورته وخوت، د ګور سر ته یې یوه ډبره کیښوده، لږ زور یې پرې وکړ. بیا یې لاندې خوړ ته مخه کړه. انډیوال یې غاښونه ورته وچیچل، ساه نیولي یې ورته وویل:

-اجل دې راغلی څه دې کول؟!

– دا ګور بیا رانه ورک نه شي

شاوخوا نارې شوې. دوی منډه کړه خو د خوړ له بر سره وسله والو د ټوپک ججوري پرې تش کړل.

ډزې غلې شوې، د بوټونو څرپا ورکه شوه. په دښته کې د شمال د شپیلۍ غږ جګ شو،  باد د نوي ګور پر مړو خاورو راواوښت او لاندې یې په خوړ کې د دوو تنو پر وینو خاورې وشیندلې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *