پیلیزه:

په انساني ټولنه کې تر نیابتي جګړې بل بد، ناوړه او له کرکو ډک ستر ناورین نه شته ځکه چې افغانانو د دوښمن نیابتي جګړې په خپله خاوره کې تجربه کړې دي؛ خو په دې آخرو وختونو کې  د نیابتي جګړې اصطلاح په خورا ارتوالي سره په سیاسي ادبیاتو، ورځپاڼو او رسنیو کې د شنونکو له خوا کارول کېږي د تعریف، تاریخي مخینې او د تاریخي بیلګو په هکله یې لیکنې زموږ په ملي ژبه پښتو کې په نشت شمار دي له همدې امله مې هڅه وکړه د یوې څېړنیزې لیکنې په لړ کې د نیابتي جګړو په تاریخي مخینه او بیلګو د پوهنیزو سرچینو په کارونې سره رڼا واچوم ترڅو دا تشه ډکه شي او اړونده پوښتنو ته څه نا څه ځواب ووایي.

د نیابتي جګړې (Proxy Warfare) تعریف او تاریخي مخینه:

د نړیوالو پوځي او سیاسي شنونکو په ګروهه نیابتي جګړې د مخامخ جګړو په پرتله خورا پراخه د ګواښونو څخه ډکې او د مرګ ژوبلې کچه یې خورا لوړه وي؛ نیابتي جګړې ناورين زېږونکې دي د هېواد ټول ارزښتونه او تاریخي ویاړونه په کې له منځه تللی شي. 

هغې وسله والې شخړې ته د نیابتې جګړې اصطلاح کارول کېږي چې د ځواکمنو هېوادونو د مالي، تسلیحاتي او تبلیغاتي ملاتړ له امله رامنځته شوې وي او په جګړه کې ښکیل ځواکونه هڅه کوي د خپلې نیغې ښکیلتیا پرځای دولتي یا نادولتي لوبغاړي د وسیلې په توګه وکاروي ترڅو سیال لوری دفشار له امله کمزوری شي اویا د درېم ګړي ځواک د هراړخېزې مبارزې او پرېکوڼي ګزار په پایله کې په ګونډو شي.

موږ هغه وخت وسله والو نښتو یا شخړو ته د نیابتي جګړې نوم ورکولای شو چې تلپاتې نیغې اړیکې د بهرنیو لوبغاړو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ شتون ولري.

د بهرنیو لوبغاړو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ اړیکې توپیري بڼه لرلای شي، کېدای شي د جګړې مالي او اقتصادي لګښتونه یې پر غاړه اخیستي وي یا یې د جنګیالیو د پوځي ښوونې او روزنې مسوولیت منلی وي، یا هم کېدای شي د جګړې د دوام لپاره یې د جګړه ییزو تجهیزاتو د برابرولو پلوی او لوجستیکي ملاتړ کړی وي.

د نیابتي جګړې اصطلاح د سړې جګړې اختراع ده چې د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په سیاسي ادبیاتو او په سولې او جګړې پورې اړوندو څېړنو کې په خورا پراخوالي سره کارول شوې ده.

نیابتي جګړه پخوانۍ تاریخي مخینه لري؛ خو له شلمې پېړۍ څخه وروسته د نیابتي جګړې په تکتیک کې د پام وړ بدلون راغلی دی، په وسله والو شخړو کې ځواکمنې غاړې هڅه کوي چې له ترهګرو بېلتونپالو ډلو، په کورنیو شخړو کې ښکیلې غاړې، ملي خپلواک غوښتونکي خوځښتونه، توندلارې ترهګرې ډلې یا ملي پاڅونونه چې د نیواکګرو هېوادونو د سیاسي او پوځې برلاسۍ د پای غوښتونکي وي تر خپل هراړخیز ملاتړ لاندې راولي.

چې غوره بیلګه یې په تاریخ کې د عربو پاڅون دی چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانیا په سیاسي او پوځی ملاتړ سره ترسره شو او موخه یې د عثماني سترواکۍ کمزوري کول وو.

په سړه جګړه کې نیابتي جګړې ښې او غوره پایلې لرلای شي؛ ځکه چې په سړه جګړه کې ښکیلې غاړې هڅه کوي چې له مخامخ ښکیلتیا ډډه وکړي خو کولای شي په لوړ لګښت او خورا پراختیا سره د دوښمن د ماتې په موخه خپله مبارزه ګړندۍ وساتي. 

د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته یوازې د څو لسیزو په اوږدو کې د زرګونو کلونو په څېر په جګړه ییزه تکنالوجۍ کې په خورا کړندیتوب سره بې ساری پرمختګ وشو، چې دا پرمختګ د کوریا جګړه چې په (۱۹۵۰-۱۹۵۳) زېږدیزو کلونه کې رامنځته شوې وه په بر کې نیسي، د ویتنام جګړه چې د (۱۹۵۴-۱۹۷۵) زېږدیزو کلونو په منځ کې یې دوام درلود دغه وسله والو سیالیو ته یې ګړندیتوب او پراخوالۍ ورپه برخه کړ.

د پوځی تاریخ لیکوال جیمز دانیګان: په دې ګروهه دی چې شلمې پېړۍ د نړۍ په تاریخ کې ګران بیه وسله والې سيالۍ ته د پای ټکی کېښود، د ۱۹۴۰ز لسیزې څخه نیولې د ۱۹۸۰ لسیزې تر پایه پورې زرګونه میلیارده ډالر د نویو او پرمختللیو وسلو په جوړولو کې مصرف شول، دا هغه لوړ جګړه ییز لګښتونه ښیي چې بیلګه یې د نړۍ  د پوځي تاریخ له اړخه په هېڅ بله جګړه کې نه لیدل کېږي.

د نړیوالو اړیکو په تحول او پراختیا کې د وروستیو لسیزو نیابتي جګړو خورا اغیزمن او د څېړلو وړ رول درلود، اوسمهال یې هم لري. 

په مډرنو جګړو کې نیابتي جګړه د ارزښت وړ جګړه ده چې تاریخي مخینې ته یې په کتو سره ویلای شو چې نیابتي جګړو په ټولو تاریخي دورو کې شتون درلود؛ خو له ۱۹۴۵ز کال څخه وروسته نیابتي جګړې خورا لوړ ارزښت پیدا کړ؛ ځکه چې په نړیوال نظام کې نوي ځواکمن هېوادونه واک ته ورسېدل او په خپلو منځو کې یې سیالۍ پیل کړې، د نويو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو ډېره پانګونه د جګړه ییزې تکنالوجۍ په برخه کې وه، چې د وخت په تېرېدو د جګړه ییزو تکنالوجیو په ډګر کې سیالیو نویو پرمختګونو ته لار پرانیسته.

سیال لوري په اټمي ځواک سمبال شول چې وروسته له هغې یې لازمه وګڼله چې له مخامخ جګړو نور باید ډډه وکړي او د سیمه ییزو ځواکونو په لوبغاړیتوب خپلې ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د ناټو او د پخواني شوروي په مشرۍ د وارسا تړون ترمنځ د اټومی تعادل په ټینګېدو سره، ددغو دوو سازمانونو ترمنځ د هر ډول مخامخ ټکر په پایله کې د رامنځ ته کېدونکې دروند سیاسي، اقتصادي او انساني لګښت له امله؛ ددغو دوو سازمانونو ترمنځ سیالۍ د هغه وخت د درېیمې نړۍ په سیمو کې متمرکزې شوې. 

له هغو ډلو څخه په ملاتړ چې لورو یې ورسره ایډیولوژیک تړاو درلود، د جګړو پراخېدو ته لمن وهله، په همدې حال کې له دواړو خواوو څخه جبهې تودې ساتل کېدې.

په بله وینا، کپیتالیزم او د شوروی کمونیزم ایډیولوژۍ د درېیم لوری د ورانولو په لګښت د خپلې ايډیولوژيکي برلاسۍ په لټه کې ول.

دغه لاسوهنې یا خو د تسلیحاتو، مالي او لوجستکي مرستو لېږلو له لارې او یا دا چې په مخامخ لاسوهنې سره ترسره کېدې. 

د زبرځواک هېوادونو له نیغې لاسوهنې پرته خو د دوی په هراړخیز مالي، اقتصادي او تسلیحاتي ملاتړ نیابتي جګړو پراخوالی وموند چې غوره بېلګې یې په لاندې ډول دي: 

د انګولا په پوځي تاریخ کې تر ټولو ستره او د مرګژوبلو څخه ډکه اوږدمهاله تاریخي جګړه چې د سویلي افریقا او کیوبا په ملاتړ رامنځته شوه او تر ۲۰۰۲ز کاله پورې یې دوام وکړ، کیوبا یو له مهمو ناافریقایي هېوادونو څخه یو هېواد ؤ چې په ښکاره یې نیابتي جګړې ته لمن وهله.

په افغانستان او ویتنام کې د امریکا د متحده ایالاتو او د پخواني شوروي اتحاد تر منځ پوځي ستونزې د ډېرېدو په حال کې وي له همدې امله یې د مرکزي نظام د مخالفو وسله والو ډلو څخه ملاتړ کاوه.

د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ جګړه (د شمالي کوریا د خلکو دموکراتیک جمهوریت او د سویلي کوریا جمهوري نظام ترمنځ اختلافات) د نیابتي جګړو د پراخوالي لامل شول، نړیوالو ځواکمنو هېوادونو د ایدئولوژیکي پلوه غوښتل په جګړه کې له ښکیلو لوریو اغیزمنه سیاسي او پوځي ګټه پورته کړي.

د اعرابو او اسرائیلو جګړه چې له ۱۹۴۸ز کال څخه پیل شوه او تر  ۱۹۸۴ز کاله پورې یې دوام وکړ.

د افغانستان کورنۍ جکړې چې له ۱۹۷۹ز کال څخه پیل شوه او تر ۱۹۹۰ز کاله پورې یې دوام وکړ چې د نیابتي جګړو تر ټولو غوره بیلګه بلل کېږي.

تکنولوجي د جګړې په تحول او پراختیا کې خورا اغیزمن او ټاکوونکي رول لري؛ “کارل فون کلازویتس”معتبر او پېژندل شوی ستراتېژست «جګړه د نورو کړنلارو په کارولو سره د سیاست دوام بولي او په دې ګروهه دی چې سیاست د جګړه تابع نه شي کېدای دا کار ستره تېروتنه ګڼل کېږي؛ ځکه چې سیاسي لامل یې جګړې ته لمن وهلې؛ سیاسي لامل یې د پوهې وړتیا هم لري په ټولیز ډول ویلای شو چې جګړه د سیاست د دوام په موخه تر ټولو غوره او مهمه وسیله ده او د دولت د سیاستونو په لمن کې وده کوي؛ آرونه یې د دولت په سیاستونو کې نغښتي دي».

له همدې امله دفاعي وړتیا په پراخ مفهوم کې د ملي امنیت د ستراتېژۍ مهم عنصر جوړوي او باید په پام کې ونیول شي، په پخوانیو پېړیو کې سترواکیو او دولتونو په سیاسي او اقتصادي چوګاټ کې جګړه پرمخ وړله؛ خو نن ورځ د پوځي او جګړه ییزو وړتیاوو لوړول، د جګړه ییزې ستراتېژۍ جوړول او دفاعي تکنولوجۍ ته وده ورکول په نیغ ډول د تکنولوجۍ سره تړاو لري نو باید ارزښت یې په جګړه کې له پامه ونه غورځول شي. 

د دفاعي تکنولوجۍ سره د اطلاعاتي سیسټمونو د چټک پرمختګ او تحول یوځای کېدلو د جګړو ماهیت ته بدلون ورکړ، جګړه ییزې تکنولوجۍ یا دفاعي تکنولوجۍ د تاریخ په اوږدو کې د جګړو سره سم پرمختګ کړی او د راتلونکې زمانې پرمختګونو ته یې لاره هواره کړې ده.

د اړیکو د تکنولوجۍ چټکو پرمختګونو، ژیوپولټیکو تحولاتو او د دولتي ځواکونو ترڅنګ د نادولتي لوبغاړو را څرګندېدلو د جګړې د دوام لپاره نوې جګړه ییزې تګلارې، تکتیکونه او سیسټمونه رامنځته کړي؛ چې دې تګلارې ته (د نوي پښت جګړې) اصطلاح کارول کېږي. 

اندازه یې خورا ټیټه، خو د تحرک لوړه وړتیا یې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې همغږۍ په رامنځته کولو کې مرسته کوي او ټولیزې چارې په بریا سره مخکې بیایي.

د بېلګې په توګه کولای شو د نوي پښت د جګړو لپاره د لیبیا د عملیاتو او د افغانستان او سوریې هېوادونو له کورنیو جګړو څخه یادونه وکړو.

په پورتنیو بېلګو کې لیدل کېږي چې دولتي ځواکونو د نادولتي لوبغاړو په کارولو سره هڅه کړې چې خپلو سیاسي او پوځي موخو ته ځان ورسوي، دا ټولې جګړې رسمي او اعلان شوې بڼې نه لري، د جګړې ډګر ځانګړی شوي نه دی چې سیال لوري خپله وسله واله مبارزه په کې متمرکزه کړي؛ بلکې دا ټولې جګړې د (نیابتي جګړو) په چوکاټ کې مخکې وړل شوي دي. 

چریکي جګړې د نامنظمو جګړو د جګړه ییزو ستراتېژیو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي ؛ د تکتیکي او غوره ستراتېژیکي پایلې لپاره یې (رواني، الکټرونیکي او سایبري جګړې) کارول کېږي ترڅو اغیزمنه بریا خپله کړي.

د جګړه ییزو تکنولوجیو او ستراتېژیو په تعریف کې د ګواښ چاپېریال او د عملیاتو د طرحه کولو او ترسره کولو په موخه په احتمالي شراېطو او د دوښمن په ځواکونو پوهېدنه له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي؛ د هغه چاپېریال د شرایطو تحلیل او شننه د پوځیانو لپاره اړینه ده چې د احتمالي وسله والو شخړو د رامنځته کولو لوړه وړتیا ولري.

په نننۍ نړۍ کې داسې ډېري د پام وړ سیمې شته چې د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره د سیاسي، تاریخي او اقتصادي پلوه وړ شرایط لري چې دا ډول سیمې د منځني ختیځ په شاوخوا او دننه کې واقع شوي دي. 

په ۲۰۱۱ کال کې د عربو د پسرلي په نامه ټولنیز خوځښتونه د تونس له هېواده پیل په خورا پراختیا او چټکۍ سره یې لمن د افریقا شمال او منځني ختیځ ته وغځېده؛ د سیمې په ژیوپولټیک تعادل کې یې د پام وړ بدلونونه له ځانه سره راوړل.

دا خوځښتونو چې په لیبیا، تونس او مصر هېوادونو کې د واکمنو نظامونو د بدلېدو لامل شول او په سوریه کې یې کورنۍ جګړې پیل کړې په سیمه کې یې د توندلارو رادیکال ډلو د ترهګرو کړنو لپاره شرایط برابر کړل.

د ۲۰۱۱ کال د سوریې کورنۍ جګړه د سیمې د هېوادونو ملي امنیت ته په ستر ګواښ بدله شوه، په راتلونکې کې کېدای شي د سیمې هېوادونه تر خپل اغیز لاندې راولي او یا ژور کړکېچ پیل کړي.

په منځني ختیځ کې ایران د انرجۍ د مهم تولیدونکي هېواد په توګه د نیابتي جګړې سیاستونه پیل کړي، او د سیمې د هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له خوا د یوه ګواښ په توګه پېژندل شوي هم دی.

د سړې جګړې څخه په  وروسته دوره کې، د نیابتي جګړو په پیلېدو سره د جګړو د ملاتړ په برخه کې نړیوالو اړیکو تحول او بدلون وکړ؛ چې دا تحول نه یوازې د اړیکو په برخه کې بلکې د جګړې چاپېریال یې هم په بر کې نیولو چې غوره بیلګه یې سیمه ییزې وسله والې شخړې دي چې څو غوره بېلګو ته یې کولای شو په لاندې ډول نغوته وکړو: 

د سوډان او اوګاندا نیابتي جګړه چې د ترهګرو وسله والو ډلو ترمنځ د ځواکمنو هېوادونو په ملاتړ ترسره شوه چې په ۱۹۸۹زکال کې پیل تر ۲۰۰۴زکال پورې یې دوام وکړ.

د افغانستان د مرکزي نظام په وړاندې د پاکستان او عربستان په مالي او پوځي ملاتړ جګړه چې د ۱۹۹۲زکال کړکېچ ورته ویل کېږي.

د اسرائیلو په وړاندې د لبنان د حزب الله جګړه په ۲۰۰۶ز کال کې.

د۲۰۱۱ کال د سوریې کورنۍ کړکېچ چې سیمه ییز او نړیوال ځواکونه په کې شامل وو.

د روسیې او لودیځې نړۍ ترمنځ اختلافات او د اوکراین د مرکزي دولت سره نیابتي جګړه چې روسیه د دونتسک او لوهانسک د بېلتون پاله ډلو په ملاتړ تورنه وه، د امریکا ولسمشر اوباما روسیه د اوکراین په ختیځ کې د تاوتریخوالي مسئووله ګڼله، ده ویل چې جګړه د کورني پاڅون له امله نه بلکې د روسیې د ژورې ښکیلتیا له امله رامنځته شوې ده، د روسي ځواکونو نه اخستل شوي انځورونه دغلته د مسکو رول په ډېر ښه ډول ښیي، روسیه بیلتونپالو ډلو ته وسلې او پوځی روزنه ورکوي او اوږه په اوږه د بېلتونپاله ډلو سره د روسیې شاوخوا ۱۰۰۰سرتېري په اوکراین کې جنګیږي.

افغانستان د سیمه ییزو ځواکونو د نیابتي جګړو ډګر:

افغانستان د آسیا په زړه کې ځانګړی ژیوپولتیک او ژیوستراتېژیک موقیعت لري؛ همدا یې لامل دی چې د تاریخ په اوږدو کې د نیواکګرو، یرغلګرو او ستراتېژستانو د پام وړګرځېدلی دی.

د طبیعي سرچینو درلودنکی شتمن هېواد دی چې د مرکزي آسیا، کسپین بحیرې، بلوچستان او د منځنۍ آسیا د انرجۍ د سرچینو سره په نږدیوالي کې ځای لري؛ د ایران، پاکستان او چین ګاونډیتوب یې ستراتېژیکي ارزښت نور هم ډېر کړی دی؛ نو ځکه ځواکمن نړیوال او سیمه ییز لوبغاړي هڅه کوي چې په دې جغرافیه برلاسي پاتي شي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړه روانه وساتي.  

د افغانستان جګړه تحمیلي نیابتي جګړه ده چې د استخباراتي کړیو په وسیله پرمخ وړل کېږي؛ خورا ستونزمن تکتیکي او رواني اړخونه لري؛ لوبغاړي یې د بېلابیلو هېوادونو له خوا تمویلیږي؛ د نړۍ زبر ځواک هېوادونو، سیمه ییزو ځواکمنو لوبغاړو او د واک په سر د کورنیو اختلافاتو دوام دې جګړې ته لاپراخوالۍ ورپه برخه کړی دی.

جګړه زموږ د ټولنې تریخ حقیقت دی چې زموږ د ژوندانه په ټولو سیاسي، اقتصادي، پوځي او مذهبي پړاونو کې یې شتون درلود او اوس هم دوام لري؛ له همدې امله زموږ د ټولني ډیری وګړي له جګړه ییزه تفکره ځوریږي ځکه چې زموږ اقتصاد، ادبیات او د ټولنې مذهبي روایات جګړه ییزه بڼه لري.

افغان ولسمشر اشرف غنی”احمدزي” د سویلي آسیا د سیمه ییزې مرستې ټولنې ته په وینا کې وویل:«موږ به د دې اجازه ور نه کړو چې زموږ د هېواد خاوره په نیابتي جګړه کې د ګاونډیو هېوادونو په ضد وکارول شي.» ښاغلي ولسمشر په خپلو څرګندونو کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي؛ وویل چې د دولتونو له خوا د غیر دولتي لوبغاړو ملاتړ کولای شي ویجاړونکې پایلې ولري.

د هندوستان په نیمه وچه کې له جهادیانو څخه د نیابتي جګړې د دوام لپاره ګټه اخیستل د هند او پاکستان له خپلواکۍ نه پیل شول، د هند تر ویش وروسته دغه شبکه دومره پراخه شوې چې د پولې دواړه غاړې ترې ځوریږي.

هند او پاکستان چې په ۱۹۴۷ کال کې یې له بریتانیا څخه خپلواکي واخیسته تر خپلواکۍ وروسته یې اړیکې ترینګلې شوې اوس دواړه په اټومي ځواک بدل شوي؛ تودې جګړې یې سره کړي دي خو اوسمهال یو بل تورنوي  چې په افغانستان کې د نیابتي ځواکونو نه په کاراخیستو سره غواړي خپل نفوذ ټینګ کړي ترڅو نیابتي جګړه په بریا سره مخکې یونسي.  

تر دې د مخه پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په څرگند ډول پر پاکستان باندي تور لگولی ؤ چې پاکستان غواړي وسله والو طالبانو ته په پټنځایونو ورکولو سره د افغانستان د ناټیکاوه کولو هڅه وکړي ځکه چې پاکستان یو له هغو دریو هیوادونو څخه وو چې د طالبانو رژيم یې په رسیمیت پېژندلی ؤ.

د ولسمشر غني د څرگندونو ترمخه د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي ول، چې که چیرې هند هڅه وکړي چې په افغانستان کې خپل هغه هدف ته چې یو «پاکستان ضد افغانستان» جوړ کړي ورسيږي، نو پاکستان هم کولای شي چې په دې لټه کې شي، څو د «پښتون» ټبر په کارولو سره په مقابل عمل لاس پوري کړي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې ګروهه دي چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې سیالۍ د توپیر لرونکو کړنلارو په وسیله ترسره کېږي چې تر ټولو مهمې یې په لاندې ډول دي: 

  1. په افغانستان کې د نیابتي جګړو په لار اچولو سره دوښمن غواړي د نفوذي سیاستونو په پلي کولو سره په امنیتي او اقتصادي بنسټونو کې د خپلې غوښتنې سره سم بدلون راوړي.

2.هوډ لري او په دې تکل کې دي چې په هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر اغېزمن کړي.

  1. خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې کلتوري، ښوونیز او روزنیز تحصیلي مراکز پرانیزي.

“فردی ګشتایګر” د رسنیو د ډیپلوماسۍ کارپوه په مقاله کې لیکي:

په جګړه کې د ځواکمنو هېوادونو د نیغې ښکیلتیا په پرځای د نیابتي جګړې په لار اچول اغیزمن او ګټور اقتصادي اړخونه لري چې باید په پام کې ونیول شي؛ ځکه چې په نیابتي جګړو کې د اسلامي رادیکالیزم پلویان، کردان، حوثیان او د حوثیانو سره ضد کړۍ او د خصوصي پوځي شرکتونو مزدوران ونډه اخلي چې په مرګژوبلې سره یې د ځواکمنو هېوادونه ترمنځ کوم د خواشینۍ وړ اختلاف نه رامنځته کېږي سره له دې د دوی د کړنو او اقداماتو اخلاقي مسوولیت هم پرغاړه نه لري. 

ایران د ۱۹۷۹ز کال له اسلامي اوښتون څخه را پدېخوا په سیمه کې سیاسي او پوځي لوړتیا(هژموني) ته د رسېدو لپاره د ایران او عربستان ترمنځ سیالۍ پیل شوي دي چې د خونړۍ نیابتي جګړې په بڼه ترسره کېږي.

ښکیل لوري د خپلو تبلیغاتي هڅو په پایله کې غواړي د اسلامي نړۍ واکمني خپله کړي او له هرې وسیلې اغیزمنه ګټه پورته کړي. 

دا سیالۍ یوازې سیاسي او پوځي اړخونه نه رانغاړي بلکې تردې هخوا هڅه کوي په مذهبي او کلتوري برخو کې خپله سیالي په دوامداره بڼه جاري وساتي.

زموږ په ګران افغانستان کې د مذهبي مدرسو د جوړولو لړۍ له۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ زېږدیزو کلونو څخه وروسته د پاکستان او عربستان په مالي او پوځي ملاتړ پیل شوې چې په دې وروستیو کې په سیستماتیک ډول مذهبي شخړو ته لاره هواره وي. 

په دې آخرو وختونو کې عربستان د اسلامي ښوونیزو مراکزو او جوماتونو د جوړولو پروژه لاسلیک کړه چې په ۱۸۰۰۰ جریبه ځمکه کې به جوړیږي؛ د  ۵۰۰۰ زده کړیلانو د زده کړې او د ۱۵۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځایدو وړتیا به لري. 

له بلې خوا ایران د لودیځې نړۍ د سیاستونو سره په مخالفت کې غواړي خپله سیاسي مبارزه تر پخوا لا ګړندۍ وساتي له همدې امله د کال ۱۰۰ میلیونه ډالر کلتوري مراکزو، جوماتونو، ښوونځیو ته ځانګړي کوي چې له هغې جملې څخه کولای شو د خاتم النبین له مدرسې څخه نوم واخلو چې د ۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده؛ څو ورځپانې او ټلویزیوني شبکې هم په کې شاملې دي.

پایله:

نیابتي جګړې نه یوازې د یوه ځانګړي هېواد لپاره بلکې د سیمې لپاره ویجاړونکي او د ګواښونو څخه ډکې پایلې لري چې کولای شو په شمالي ویتنام کې د آمریکا د متحده ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ نیابتي جګړې ته نغوته وکړو؛ چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی ؤ؛ د مرګ ژوبلې پایلې یې خورا لوړې او د اندېښنې وړ وې.

د جګړې په اوږدو کې ټولې بیخ بناوې له منځه لاړې او لس ګونه زره وګړي وروسته له جګړې د ناچاودیدونکو بمونو د چاودنې په پایله کې نه یوازې په ویتنام بلکې په کمبودیا او لاووس کې له مرګ ژوبلې سره مخ کړل. 

د افغان شوروي جګړه یې بله بېلګه ده چې په زرګونو افغانانو خپل ژوند په کې له لاس ورکړ او په میلیونونو ډالر لګښت په کې وشو چې پایله یې د پخواني شوروي اتحاد له منځه تلل ؤ.

په انساني ټولنه کې تر نیابتي جګړې بل بد، ناوړه او کرکجن لوی ناورین نشته، ځکه چې د غني کلتور څښتنو هېوادونو د نیابتي جګړو په اوږدو کې خپلې ټولې فزیکي او معنوي شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.

په نیابتي جګړه کې ځواکمن لوري پرته له دې چې د جګړې اخلاق په پام کې ونیسي هڅه کوي د کمزورو ملتونو انساني ځواک په جګړه کې د وسیلې په توګه وکاروي ترڅو خپل سیال په ګونډو کړي او خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي نو باید د نه رامنځته کېدو لپاره یې تکل وشي. 

اخځلیکونه:

۱. افغانستان میدان دیگری برای جنگ نیابتی مقاله، https//www.etilaatroz.com/23631

۲. آزکان، مایکل وی. جنګ کره، ترجمه، سهیل سمي، تهران، شمشاد، چاپ چهارم۱۳۸۷.

۳. جنګهای نسل جدید مقاله، https://www.trt.net.tr/persian/brnmh-h/2018/06/05/jnghy-nsl-jdyd-986360

۴. جنګ نیابتي استراتېژي مدرن قدرت های بزرګ مقاله، http//irdiplomacy.ir/fa/news/1987079

۵. سپنتا، دکتررنګین دادفر. جنګ نیابتي مقاله، https://8am.af/pashto/proxy-war-afghansitan-sepanta

۶.ګاوین، فلیپ، جنګ ویتنام، ترجمه، سهیل سمي، تهران، شمشاد، چاپ چهارم ۱۳۸۵.

۷. ناردو، دان. جنګ و تسلیحات، مترجم، فاطمه ایجی، تهران، شمشاد، چاپ سوم ۱۳۸۸. 

۸.a-18089068 /هیچا-ته-به-د-نیابتي-جګړې-اجازه-ور-نه-ور-نه-کړو https://www.dw.com/ps

لیکوال:

 د تاریخ او نظامي ستراتېژۍ د څانګې استاد

پوهیالی تورن عبدالخالق”حکیمي”

One thought on “نیابتي جګړه | عبدالخالق حکیمي”
  1. همدا یی ورځ ده چی افغان ولسمشر چی راتلوونکی امریکا ته سفر لری پآکستان خصمانه او دښمنی دریځ په اړه ټولی نړی ته شکایت وکړی ترڅو نړی پوه شی چی پاکستان په رښتیا ترهګریزی جنګی ډلی روزی او نور ګاونډی هیوادونه ورباندی تهدیدوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *