زموږ د وينو روان انقلاب به لا ترکومه دوام کوي، تر کومه به افغان ميندي ژړيږي، تر کومه به په افغان مېنه وير پلتۍ وهلې وي. 

تر کومه به مو ځوانان د پرديو موخو قرباني ګرځي، ترکومه به له ژوند سره تربورګلوي کوو، هغوی چې پرون يې موږ پر يو او بل نوم جنګولو، نن په خپلو کې سره خېښي لري، پرون چې يې د يو او بل په مرګ جنت غوښت، نن د يو بل غاړي ته ګلونه ور وړي. 

دا ستره لوبه به زموږ په لوبغالي کې تر کومه دوام پيدا کوي، بېل لوبغاړي میدان ته ښکته کېږي او د بېلو موخو لپاره افغان وژني. 


نړۍ له اسمان سره خبرې کوي او تر مريخ پورې ورسېدل، نړۍ له ورځې بلې ته نوې انکشافات کوي، خو زه د خپل ورور او تر بور له وېرې په ځای شل پاتې یم. 


زه د هرې جګړې قرباني یم، زه هم بوره او هم بدنامه یم، د ترهګر په نوم هم وژل کېږم او د پردۍ جاسوسۍ پر تور مې غاړې په تېغ پرې کوي. 


زما مظلوميت وينئ، زما بېوسي او زما ناپوهي د ژوند هرې نادودې ته ورغاړې ايستم، خو همدې نادودو مې هيلې شنډې او لا تر ننه په نيمه لار کې نيمخوا پاتې يم. 


د کار سټې مو په بې رحمۍ وژل کېږي، د هرې خوښۍ راسره ورانه ده، خو د جونګړې غولی مې وير او ساندو نيولی دی. 


تر کومه چې د افغانانو تر منځ د لر او بر کلیمه کاريږي، تر کومه چې یو افغان په دوو رنګونو رنګ وي، تر کومه چې د افغان متحد ولس د یووالي هڅې چټکې نه شي، تر هغو پورې به د کار او دستار سړي د پنجاب تر تېغ تېريږي.


ورو، ورو پر افغان ولس د ژوند دایره تنګېږي، د پنجاب پر لاس روزل شوي ترهګر یواځې د افغانانو د وژنې لپاره ګومارل شوي، ترهګر به تر هغو خپلو شومو موخو ته رسیږي، تر کومه چې موږ متحد شوي نه یوو، زموږ بریا او پرمختګ د افغانیت تر چتر لاندې راټولېدل او د متحد هدف پر لوري ځواکمن ګام اخیستل دي، ستمي او سامراجي فکرونو زموږ د پرمختګ مخه ډب کړې او زموږ د پرمختګ په لاره کې یې موانع ایښې دي.


راځئ چې له نیابتي جګړې د خلاصون پر لارو چارو غور وکړو، د بېلتون کرښه له منځه یوسو او د مینې پر منبر له نیابتي جګړې د خلاصون اعلان وکړو، له نيابتي جګړې د خلاصون يواځينۍ لار د لوی افغانستان رامنځ ته کېدل دي، نه يواځې چې خپل جلا شوي وروڼه راخپلولی شو، بلکې موږ له روان اقتصادي بحران څخه هم نجات موندلی شو،تر ګوادر بندر پورې به د متحد لوی افغانستان پر سر درو د مينې او ژوند سندره زمزمه کېږي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *