په اندونیزیا کې د حقانیه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق پر طالبانو او افغان حکومت اواز وکړ چې جګړه پای ته ورسوي. ده دا جګړه د پښتنو د وژلو لوبه وبلله.
د مولانا خبره دقیقه ده. طالبان وایي چې له امریکا سره یې جګړه ده او رښتیا وایي چې له امریکا سره په مقابله بوخت دي مګر په دې مقابله کې که چیرته یو نیم امریکايي ومري نور نو په زرګونو افغانان او پښتانه قتل کیږي. دا امریکایي میندې نه دي چې زامن یې په هدیرو کې خښیږي بلکې دا د افغانستان ځوانان دي چې یتمیان، بورې، وراې او کونډې ورڅخه پاتیږي.
طالب باید خپل جنګ ته د خپل نیت له نظره نه بلکې د جنګ د نتیجې له نظره وګوري. وړمه ورځ اعلان وشو چې د غزني په ناوه کې وروسته له پنځلس کلونو څو ښوونځي پرانیستل شول او لس زره زده کوونکي ښوونځيو ته لاړل. ناوه هغه ولسوالي ده چې له شپاړلس کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده. دغه ماشومان نه یهود وو او نه نصارا خو له نصاراوو سره د جګړې په پلمه له تعلیم او ښه ژونده محروم ساتل شوي وو.
تیره اونۍ مې د طالبانو په یوه ویپاڼه کې په یوه لیکنه کې ولوستل چې هغه خلک اوس د سولې چیغې وهي چې د طالبانو له بري ویریږي. د لیکوال مطلب دا و چې د سولې غوښتونکو که په جنګ کې بری لیدای نو سوله به یې نه غوښته.
دغسې کسانو ته باید ووایو چې د افغانستان خلکو نه نن جګړه غوښتې ده او نه یې پرون غوښته. ځناور او په څلورو روان حیوانات دې ته حاضر نه دي چې ځانونه او خپل بچي د مرګ له خطر سره مخامخ کړي نو افغانان به ولې په خپل کور کې اور غواړي. د افغانستان عام ولس نه د طالبانو دوستان دي او نه د طالبانو د مخالفانو. دوی د افغانستان د خیر پلویان او دوستان دي. د افغانستان او عامو افغانانو خیر طبعا په دې کې نه دی چې دلته هره ورځ په یوه پلمه یا بله پلمه د جنګ اور بل وي.
دا یوازې مولانا انوارالحق نه دی چې د افغانستان جګړه د مسلمانانو او افغانانو خلاف ګڼي. د دنیا کابو هر دیني عالم چې په اسلام او مسلمان باندې یې زړه خوږیږي، همدا خبره کوي. اندونیزیا د نفوسو له نظره د اسلامي دنیا تر ټولو لوی هیواد دی او پاکستان بیا دویم مقام لري. په اندونیزیا کې د افغانستان پر جیدو علماوو سربیره د اسلامي دنیا د دوو تر ټولو لویو هیوادونو دیني علماوو د افغانستان د جنګ بس کیدل وغوښتل. په راتلونکو میاشتو کې په سعودي عربستان کې هم د افغانستان د سولې په اړه د علماوو غونډه جوړېږي او هلته به هم طبعا همدا اواز واورېدل شي.
طالبانو ته پکار ده چې د افغانستان روانه جګړه د خپلو فکرونو او نیتونو له نظره نه بلکې د دې جګړې د نتایجو له اړخه وګوري او په دې غور وکړي چې د دوی روانه جګړه څوک وژني او د کوم دین پیروان له منځه وړي؟