په شعر کي د حمید مومند د کمال او جمال هینداره
( دریمه برخه)
د نیرنگ عشق پښتو ژباړه
حمید مومند دنیرنگ عشق داستان د فارسي اصل په شان په مثنوي فورم کي ژباړلی دئ. ژباړه ئې ازاده ده او حمید پکښې د خپلي شاعرۍ کمال و جمال دواړه ځلولي دي. دا چي حمید بابا ولي د نیرنگ عشق د ژباړلو اراده کړې ده، دلیل ئې ده د ژباړي په اول سر کي بیان کړی دئ او وایي :
دا قصه د اور حصه زمــــــــــا صاحبه
د کنجاه محمد اکرم کړه فارسي ژبه
چي ئې ولگـــــــــــېده تاب زما په زړه
لولپه ئې کـــــــــــړ کباب زمــــــا د زړه
چي مي ولید دا کتاب سیم و ذهب
مشتمل پـــــر مسئلو د خپل مذهب
………….
خواه ناخواه راغی هوس چي ئې پښتو کړم
باندي گـــــــــرمه هنگامـــــــــــه د پښتنو کړم
………….
که هر څــــــــــــــــــــــــو مجازي مینه ناروا ده
هیڅ د شرعي شــــــــــــــــــرم نه لري رسوا ده
بیا چي پُل د حقیقت مـــــــــــــجاز وایه شي
می باید چي دې شکست ته ساز وایه شي
تر دې وروسته د خپلي دغي ادعا د اثبات له پاره د لویو مشایخو او د خدای د نازولو” مولوی جام” او ” خواجه احرار” په حوالو روایتونه راوړي او د خپلي ” ورکي” په تلاښ کي ” د کوم گوهر” د موندلو هیله له ځانه سره ساتي.
د حمید بوالــــــــــــــــهوسي ناکسي نه ده
په هر کار کښي مناسب غور رسي نه ده
لـــــــــــــــټوي په خپله ورکه پسي هر مخ
کوم صدف به ورښکاره کۀ د گوهر مخ
دا چي دده ورکه به څه وه؟ موږ ئې اټکل کولای سو. دده په نظر، سره له دې چي مجازي مینه د شریعت له مخي ناروا ده خو دا چي حقیقت ته د رسېدو له پاره د پله کار ورکوي، نو باید چي ” ساز” یعني روا وبلله سي. دده دوهمه ورکه پښتو او پښتانه دي. دی د پښتنو له بې علمۍ او جهالت څخه رنځ وړي او غواړي ددې اثر د ژباړي له لاري د پښتنو هنگامه توده کاندي او الحق چي توده کړې ئې هم ده. د نیرنگ په انتخاب کي دی مولانا غنیمت د ځان سیال بولي. د دوی عقیدوي او طریقتي لاري سره یو دي. دواړه د شرع عالمان او د سلوک دلاري لارویان دي. د دواړو ممدوح یو دئ. مولانا غنیمت د اورنگ زېب په مدح کي وایي :
شه اورنگ زیب کامرانی
چراغ دوده ی صاحبقرانی
سرافراز جناب بی نیازی
پناه شرع عالمگیر غازی
………….
به تخت سلطنت هم شوکت جم
بـــــــود در خلوت ابراهیم ادهم
( صـ ۶ چاپ لاهور)
حمیدبابا هم د اورنگ زېب د زمانې د عدالت خبره کوي او پر مرگ ئې افسوس کوي :
دا څه دور د گـــــردون راغی وقت نور شۀ
چي شېوه د عــــــــــــــادلانو ظلم و زور شۀ
…..
څه به شــــــور نه وي د هند په میخانه کي
چي اورنگ څخه د حکم جام نسکور شۀ
چي دده د عـــــــــــدل نـــــــــــمر دئ پرېوتل
توره شپه د ظلـــــــــــم وخته ملک تور شۀ
هر ســـــړی درباندي پښه په پورته خېژي
اورنگشاه پرېیښی تخت لاړ دَوَر نورشۀ
…………
هــــــــــــمدغه د امن لـــــــــوری دئ حمیده
که دي مخ له دنیاگیه په بل لـــــــــــــور شۀ
( د عبدالحمید مومند دېوان ـ ۲۸۸، ۲۸۹، ۲۹۰ مخونه)
حمید د نیرنگ عشق په ژباړه کي خپل لاس خلاص پرې ایښی دئ. کله چي ئې د یوه مطلب په بیان کي د خیال باز د الوتو هڅه کړې ده. ده ئې له سترگو څخه پوښ او له پښې څخه بند ایسته کړی دئ او خدای سته چي هیڅ وخت ورته بې ښکاره هم نه دئ راغلی.
د حمید په ترجمه کي د فارسي اصل د سر اووه عنوانونه نه دي ژباړل سوي . د پښتو ژباړي دوهم عنوان د پنجاب په وصف کي دئ چي دا عنوان د فارسي د لاهور چاپ لسم عنوان او دلکهنو چاپ اتم عنوان دئ. ما چي د غنیمت او حمید د نیرنگ عشق بیتونه یو گښت وشمېرل د حمید دا نژدې دوه سوه بیته پر زیات سول. خو دا شمېرنه ډېره دقیقه نه ده.
پښتو نیرنگ عشق واردواره د پېښور په مصطفایي مطبعه کي چاپ سوی دئ ( ۱۲۸۴ هـ ق =۱۸۶۷ع ). دوهم چاپ ئې له دهلي څخه د پیاري لعل په اهتمام خپور سو (۱۲۹۹هـ ق = ۱۸۸۱ ع ). یوه کوچنوټې برخه ئې ښاغلي همېش خلیل په ورکه خزانه کي چاپ کړه ( ۱۹۶۰ع). د کابل پښتو ټولني هم په ( ۱۳۴۹ش = ۱۹۷۰ع ) خپور کړ. ددغه چاپ نقل د عبدالحمید مومند په کلیات کي د ښاغلي محمد آصف صمیم په همت د دانش خپرندویي ټولني له خوا خپور سو ( ۱۳۸۳ش = ۲۰۰۴ع). انتقادي متن ئې د پښتو ټولني تر چاپ یو کال دمخه د کابل پوهنتون د ادب پوهنځي د هغه وخت استاد ښاغلي بسم الله ځیرمن د علامه رشاد تر لارښووني لاندي تهیه کړی وو( ۱۳۴۸ ش = ۱۹۶۹ع ) خو نه پوهېږم چي د پښتو ټولني په چاپ کي ولي له دغه متن څخه استفاده نه ده سوې؟ وایي چي دغه انتقادي متن د کابل پوهنتون د افغانستان پېژندني په څانگه کي خوندي وو ( د عبدالحمید مومند دېوان ـ سریزه ـ ۱۰۶ مخ). خو داسي ښکاري چي د کابل په چور او تالان کي دي له منځه تللی وي . دوهم وار انتقادي متن ته ئې ما (هوتک) ملا تړلې ده او کار ئې پر بشپړېدو دئ.
د پښتو او فارسي نیرنگ عشق د کلام موازنه
د نیرنگ عشق داستان د ثبت اوله خښته لکه وړاندي چي مو ولوستل،په فارسي ایښوول سوې ده او پښتو ژباړي ته ئې حمید مومند غوندي قادرالکلام او نازکخیال شاعر را میدان ته سوی دئ.
د نیرنگ عشق د پښتو ژباړي اعجاز او د افادې د قوت بیانولوته به زما په خیال د ښاغلي جهاني دا قول کافي وي چي لیکلي ئې دي :
” حمید به چا لږ او چا ډېر لوستی وي. خو چا چي د هغه نیرنگ عشق نه وي لوستی گواکي حمید ئې نه دئ لوستی، یا لږ تر لږه نیمگړی ئې لوستی دئ. د حمید د کلام زور، د خیال پرواز، د فکر ژوروالی او د طبعي نازکي د هغه د نیرنگ عشق په ترجمه کي معلومېږي.” .(وگ : اافغان ـ جرمن ویبپاڼه ـ د لیکوالو په آرشیف کي د ښاغلي عبدالباري جهاني تر نامه لاندي برخه.)
د حمید ترجمه چي څوک لولي، داسي ورته ښکاري چي بیا هم هغه د ښاغلي جهاني خبره، حمید له مولانا غنیمت سره د غېږ ایستلو اراده کړې ده. حمید خپل ځان له دې میدان څخه بریالی راوتلی بولي خو حریف ئې هم د شعر کوم عادي پهلوان نه دئ او تاسي به ئې څو کرښي وروسته د دوی دوو د کلام په موازنه کي ولولئ چي د مقابلې په دغه ډگر کي ئې ځای ځای د حمید غښتلې قریحه ستومانه کړې ده.
ددې موازنې له پاره زه پخپل کمزوري بضاعت او مات قلم کي دونده (دومره) بیچ نه وینم چي تر عُهدې دي ئې ووتلای سم . ددغه مجبوریت له اسیته د مطلب د لا ښه پرتلې او بیان له پاره به د خپل مهربان استاد ارواښاد علامه رشاد (رح) ناچاپو یاداښتو ته د مرستي غوښتلو لاس وغځوم. له دې کار څخه مي مراد په اول قدم کي د خپل استاد د یاداښتونو فیض عامول دي او په دوهم گام کي مي د دغو دوو پیاوړو شاعرانو د کلام ادبي موازنه ده. علامه مرحوم د مولانا غنیمت څو فارسي بیته رااخیستي او هغه ئې له پښتو ژباړي سره داسي پرتله کړي دي.
۱ ـ مولانا غنیمت ویلي دي :
به امید وصال آراست محفل
طلبگار عـــــــــلاج سوزش دِل
حمید ئې ژباړه په دې ډول کړې ده :
په امید د یار د وصل ئې مجلس جوړ کړ
آب و تاب ئې د اِرم پکښې نچوړ کــــــــــړ
مولانا غنیمت په دوهم نیم بیتي کي وایي چي عزیز د زړۀ د سوځلو (رنځ) علاج غوښت ځکه ئې نو دغه مجلس جوړ کړ.
د حمید دوهم نیم بیتی د مجلس په تعریف کي دئ. دی وایي چي : د اِرم آب و تاب ئې په دغه محفل کي را نښتېځلی وو. یعني په اِرم کي ئې هیڅ آب و تاب پرې نه ښود، ټول ئې دغه مجلس ته رانقل کړ.د حمید نیم بیتی پخپل ځای کي بکر مضمون دئ او د محفل ستاینه به تر دې ښه ښایي ممکنه نه سي. د حمید نیم بیتی د مضمون آفرینۍ له مخي ډېر اوچت دئ خو د غنیمت له نیم بیتي سره هیڅ مشابهت او مماثلت نه لري.
۲ ـ غنیمت وایي :
شب آنجا بود تنها در تب و تاب
به زخم دل نمک افشاند مهتاب
حمید وایي :
یکتنها د هغه مړي په گور شپه شوه
باندي ســـــــــــازه د بلا جفا څپه شوه
غنیمت وایي : د تنهایۍ د شپې په تاب و تب کي سپوږمۍ لا د زړه پر زخمونو مالگه پاشله ځکه چي د یار د مخ ځلا او روڼا ئې درلوده. مگر حمید شاهد له مړي سره تشبیه کوي او د هغه کلی له گور سره ـ ددې دواړو تشبیه گانو وجه شُبه مجبوریت (ناکام) دئ. پښتانه وایي ” گور ته تلۀ له ناکامه دي”.
د غنیمت په بیان کي دغه نکته نسته اما د سپوږمۍ له لیدلو څخه ئې پر زخم مالگه دوړېدل خاص لطف لري. دغه مطلب حمید د بلا او جفا د څپو په سازېدلو (رااوښتلو) افاده کړی دئ چي هغومره لطف نه لري.
۳ ـ غنیمت وایي :
به رنگ دستۀ گل بسته بردند
چو بلبل با درون خسته بردند
حمید داسي ژباړلی دئ :
هغه هم لکه دسته د تازه گلو
بُت تړلی هغه قـــــوم په وهلو
د” بلبل درون خسته” مفهوم د حمید په بیت کي نسته . دا د حمید نیمگړتیا ده . خو د تازه کلمې په زیاتولو ئې د لومړي نیم بیتي لطف زیات کړی دئ.
۴ ـ غنیمت ویلي دي :
چو بخت دشمنان تاریک و تیره
تعفن تا به ســـــــــــــقف او ذخیره
د حمید ترجمه :
لکه بخت د بدبختانو تاریک تور وو
له همه بلاوو ډک، د عاصي گور وو
د غنیمت د دوهم نیم بیتي مطلب د حمید په ترجمه کي نسته او د هغه مطلب پر ځای ئې زندان د گنهگار له گور سره تشبیه کړی دئ چي له لړمانو، مارانو، ورستو سوو غوښو له بد بویۍ، اور او لمبو، بېر او وحشت او عذاب څخه ډک وي. د حمید په دوهم نیم بیتي د عذاب د ډېرښت بیان د تاثر اندازه زیاتوي. د حمید په لومړي نیم بیتي کي د مولاناغنیمت د (دشمنان) پر ځای ( بدبختان) کلمه راغلې ده چي واقعیت ته ئې افاده نزدې کړې ده. دښمنان کله بدبخته وي کله نېکبخته. لازمه او حتمي نه ده چي بدبختي دي همېشه د دښمنانو ملگرې وي. د غنیمت تر (دشمنان) د حمید (بدبختان) غوره ایسي.
۵ ـ غنیمت وایي :
عجوز، آن کهنه لوح مشق صد نیش
گرفت این کار [را] بر عهدۀ خویش
حمید داسي ترجمه کړی دئ :
هغې زالي، بلا غـــــــواړي ناترساني
دا دشواري په سر واخیستې آساني
غنیمت د عجوز ( زړې بوډۍ) د فاحشه گرۍ صفت په خورا ښه اسلوب بیان کړی دئ. دی وایي : ددغي زړې، زړه لوحه ( د تېراندازۍ هدف) چي مراد ورځني د ښځي عضو مخصوص دئ، د سلگونو مستو ځوانانو د زنا د مشق تخته وه. حمید دغه مطلب په (بلاغواړي او ناترساني) کلمو کي افاده کړی دئ چي هغومره قوت نه لري.
۶ ـ غنیمت وایي :
چومن این گوهر سیراب سفتم
شنیدن را مبارکــــــــــــباد گفتم
حمید ئې داسي ژباړي :
ما چي وپېیل دا دُر په باریکۍ
غوږو ورکړې یو تر بل مبارکۍ
د حمید دوهم نیم بیتی د غنیمت تر دوهم نیم بیتي ډېر ادبي ارزښت لري. غنیمت وایي : ما د اورېدلو حس (سامعې) ته مبارکي ورکړله. حمید وایي : غوږو چي ددغي سیرابي ( آبداري) مرغلري د نظم خبر واورېد، یو بل ته ئې مبارکۍ وویلې. د حمید محاکات ډېر ادبي لطف لري او مضمون ته ئې ځکه نزاکت وربخښلی دئ چي بل څوک (غوږونه) یو وبل ته مبارکۍ وایي او د غنیمت په نیم بیتي کي دی پخپله سامعې ته مبارکي ورکوي. د بل د خولې تعریف د خپلي خولې تر تعریف خوندور، مؤثر او مناسب وي. د حمید افاده له تصلفه تشه ده او د غنیمت په وینا کي تصلف سته.
۷ ـ غنیمت ویلي دي :
عطا فـــــــــرمودۀ چرخ مقرنس
قدش را خلعت عریانی و بس
د حمید ژباړه :
اغوستن ئې آئینه غــــــــوندي نمد وو
په خوارۍ کښي ئې د حُسن برآمد وو
د حمید دوهم نیم بیتی دده خپل ایجاد دئ. لومړي نیم بیتی د غنیمت د درست بیت مطلب په ډېر ایجاز خو په بل مضمون افاده کوي. د غنیمت په بیت کي د عریانۍ فلک داد خلعت ( فطري لباس) غُلو ده چي د مبالغې نهایي او له عقل و عادته لیري مرتبه ده. هلک که هر څومره غریب سي، لڅ لغړ نه گرزي. یوه زړه گنداړه به ئې هرو مرو په غاړه کي وي. دغه گنداړه به څیري وي، پینه به وي، خیرنه خچنه به وي، خو وي به چي هلک له یخ و گرمۍ خوندي کړي. د حمید په لومړي نیم بیتي کي دا غُلو نسته. شاهد کمیس لري خو د ورېښمو نه دئ، زربفته نه دئ. د نمد (کراستي) کمیس دئ. له آئینې سره د شاهد تشبیه د حمید د بیان خوند ډېر کړی دئ. صفا او ځلا او سپینوالی ئې وجه شبه ده. عادتاً پخوانیو چي له ښیښې څخه هینداره جوړوله. مړه پاره ( زیبق) به ئې د ښیښې په یوه مخ پوري وموښله او په نمڅۍ (نمد) کي به ئې ونغښتله. دا مطلب د حمیدپه دې بیت کي هم راغلی دئ :
اطلس پوښ دي ویار زما د شړۍ نه که
شاړ نمد کــــــړ آئینې غوندي بستر زما
۷ ـ غنیمت وایي :
شبی با زلف لیلی دوش بر دوش
شبی با طالع مجنون هم آغوش
د حمید ترجمه :
د لیلا د تورو زلفو خوا په خوا وه
د مجنون له بې خوابیه بې پروا وه
غنیمت په دوهم نیم بیتي کي وایي : شپه داسي تکه توره وه لکه د مجنون طالع. د وینا سیاق د شپې د توري تیارې ښوول دي. په وړاندي وروستو بیتو او حتی د بیت په لومړي نیم بیتي کي غنیمت دغه سیاق ساتلی دئ. مگر حمید وایي : توره شپه د مجنون له بې خوابیو بې پروا وه. د حمید مضمون د بیان له سیاقه وتلی دئ او د شپې د تیارې په توصیف هیڅ اړه نه لري. یوه مبتذله معترضه جمله ده او بس.
دغه اووه ځایه د علامه رشاد له خوا تشریح سوي ول چي د غنیمت او حمید د کلام ادبي موازنه ئې کړې ده.
د نیرنگ عشق په فارسي او پښتو متن کي زه (هوتک) پر یوې تحقیقي کمزورۍ باندي پېښ سوی یم چي د کمزورۍ پړه ئې د غنیمت پر غاړه لوېږي، نه د حمیدپر غاړه. ځکه حمید د یوه امانتکار ژباړونکي په توگه د متن ثبت را اخیستی دئ.
مرا آمـــــد زِ روی حُسن ارشاد
دو مصرع از کلام مولوی یاد
” متاب از عشق رو گر چه مجازیست
که آن بــــــــــــهر حقیقت کارسازیست”
حمید داسي ژباړلې ده :
ماته یاد دئ هـــــــــغه بیت د مولوي
دا مضمون پکښې تــــــړلی معنوي
عشق همدم لره اگرچي مجازي وي
میدان وگټه اگـــــرچي په بازي وي
که دي زړه د حقیقت په کارسازي وي
مینه مه پرېږده اگــــــرچي مجازي وي
دغه بیت چي د غنیمت په کلام کي ما په کوچنیو قوسو کي نیولی دئ، د مولوي بلل سوی دئ. د ( مولوي) کلمه د زیاترو لوستونکو ذهن ته د مثنوي شریف د څښتن مولانا جلال الدین بلخي نوم تداعي کوي. خو دا بیت د مولوي بلخي نه دئ بلکي د نورالدین عبدالرحمن جامي د (هفت اورنگ) د (یوسف و زلیخا) په برخه کي تر ” نخل بیان فضیلت عشق بستن و شاخچۀ آغاز سبب نظم کتاب به آن پیوستن” عنوان لاندي څورلسم بیت دئ. ددغه سرلیک اول بیت داسي دئ :
دلِ فـــارغ زِ درد عشق دِل نیست
تن بی درد دِل جز آب و گِل نیست
د یوسف و زلیخا په ځینو الکترونیکي نسخو کي دغه بیت له قلمه لوېدلی دئ.
د جامي له نامه سره د ( مولوي) لقب د پښتونیرنگ عشق په سر کي د مجازي میني د بحث په ترڅ راغلی دئ .
چي اول به نېک انجام مولوي جام
څښه شراب د مجازي میني په جام
خو زموږ تر بحث لاندي بیت په پښتو ژباړه کي د (معنوي) کلمې زیاتوَنه د لوستونکي ذهن ته د ( مثنوی معنوی) د تداعۍ چانس زیات کړی دئ.
(د دریمي برخي پای)