په شعر کي د حمید مومندد کمال او جمال هینداره

(دوهمه برخه)

نیرنگ عشق په فارسي نظم لیکل سوی داستان دئ چي ویونکی ئې محمد اکرم نومېدی او شعري تخلص ئې (غنیمت) او د (کنجاه) اوسېدونکی وو. د مولانا غنیمت کنجاهي په باب زما د همدې لیکني اساسي ماخذ دده د لاهور چاپ دېوان ( ۱۹۵۸م) هغه سریزه ده چي د پرفسور غلام ربانی عزیز په قلم په اردو ژبه لیکل سوې ده.

په دې داستان کي له مجازي میني څخه حقیقي عشق ته د رسېدلو پېښه بیانېږي. د داستان اتل چي (عزیز) نومېږي او د خپل وخت د یوه نامداره وزیر زوی دئ، چۍ د یوه فقیر او بېوزله چا پر زوی مین سوی  وو چي (شاهد) نومېدی او د بهگتبازانو په ډله کي گډا (رقص) ته مجبور سوی وو. د میني او عشق پر دغو اورنیو جذباتو او ولولو باندي د عُشاقو د نورو داستانو په شان د بېلتانه څپې راځي. د داستان اتل چي د بېلتانه اور ئې زړه مکوټ کړی دئ، مجبور کېږي مخ پر بوښو ونیسي. له ځان او جهان، له کور او کلي، له خپل او پردي څخه لاس ومینځي. خو ویښه ئې له شاهد سره وي، خوب ئې له شاهد سره وي، د ژوند هره شېبه ئې له شاهد سره وي. په پای کي ئې د حقیقي مینه روڼا زړه ته رسېږي او له اورنۍ مجازي میني انتها ئې حقیقي عشق ته درېږي. د داستان نتیجه دا راوزي چي حقیقي میني ته د رسېدو اول منزل مجازي مینه ده.

محمد اکرم غنیمت د نیرنگ عشق داستان په ۱۰۹۶ هـ ق کال نظم کړی دئ . د نظم کال ئې پخپله د شاعر له خوا په دې بیت کي راغلی دئ :

نمایان گشت تاریخ نو آئین

ز گلزار بهار فکـــــر رنگین

د ” گلزار بهار فکر رنگین” ابجدي ارزښت ۱۰۹۶ هـ ق کېږي.

مولانا غنیمت د نیرنگ عشق په “خاتمۀ کتاب” کي ددغه داستان د بیتو شمېر۱۵۸۰ بللی دئ. ده ویلي دي :

چو ابیاتش پس از گفتن شمردم

به اعـــــــــــــــداد غنیمت راه بردم

(صـ ۵۴ لاهور)

د” اعداد غنیمت” له قیمت څخه ۱۵۸۰ راوزي. خو په چاپي نسخو کي دا شمېر نه پوره کېږي. دغه داستان لومړی وار په لکهنو کي چاپ سوی دئ ( ۱۲۶۳ هـ ق = ۱۸۴۶ع).

د فارسي نیرنگ عشق ناظم په ( مولانا غنیمت)، ( غنیمت پنجابی)، (غنیمت کنجاهی) هم سره یاد سوی دئ. دده د زېږېدو ځای د (کنجاه) کلی دئ چي د گجرات دلویدیځ خواته په اووه میلي کي پروت دئ. دده زېږېدو کال موږ ته څرگند نه دئ، خو دونه قدر ویل سوي دي چي غنیمت په هندوستان کي د گورکاني  شهنشاه اورنگزېب عالمگیر (۱۶۵۸ ـ ۱۷۰۷ع ) د واکمنۍ په وخت کي د لاهور د نواب مکرم خان په ندیمانو او مصاحبینو کي وو. دغه نواب د دوولسمي هجري پېړۍ په لومړۍ لسیزه کي د لاهور واکمن ټاکل سوی وو. مولانا غنیمت د نیرنگ عشق داستان په همدغه وخت کي کښلی وو. دغه وخت چي دده د کلام صلابت ته څوک وگوري، اټکل کولای سي چي د عمر په لحاظ به پوخ سړی وو.

د غنیمت پلار و نیکه د مغولي شاهانو د واکمنۍ په پیل کي له شام څخه هندوستان ته مهاجر سوي ول او په دغه له نظره وتلي کلي (کنجاه) کي ئې اړولي ول. د غنیمت پلار نذرمحمد نومېدی او په کنجاه کي مفتي وو. د دنیایي رتبې او مقام پر څنگ ئې د علم برخه هم درلوده. اکا (تره) ئې شیخ ابوالبقاء نومېدی. دغه دواړه وروڼه د سیدالعارفین الحاج محمد نوشه گنج بخش مریدان او وروسته د هغه خلافت ته هم رسېدلي ول. وایي چي غنیمت په وړکینه کي په لهو و لعب مشغول هلک وو خو د یوه تصادف له مخي ئې د سید محمد صالح لاسنیوی وکړ. سید د حضرت غوث الاعظم گیلاني له اولادې څخه وو او د گجرات دختیځ په څلور میلي کي په ( ساده) نومي کلي میشت وو. د غنیمت په روحاني او ادبي روزنه کي ددغه بزرگ سید برخه زیاته ده. مولانا غنیمت سني مذهبه او په طریقت کي قادري وو.له حضرت غوث الاعظم شیخ عبدالقادرگیلاني سره ئې لېونۍ مینه درلوده. وایي دده په مخ کي چي به چا د غوث الاعظم قدس سره نوم واخیست، دی به پړمخي پر مځکه پرېووت. یو چا دا خبره د اورنگزېب عالمگیر پاچا تر غوږه ورسوله. پاچا دی وروغوښت او ځني وې پوښتل :” وایي ته د غوث الاعظم د نامه له اورېدو سره پر سجده پرېوزې. ستا دا حرکت د اسلامي توحید پر خلاف عمل دئ. آیا ته د خپل دغه عمل له پاره کوم شرعي دلیل او جواز وړاندي کولای سې؟” پاچا ئې د جواب په انتظار وو خو چي غنیمت ته ئې وکتل، هغه پړمخي پروت وو. پاچا نور څه ورته ویل مناسب ونه گڼل او خوشي ئې کړ.

وایي چي مولانا غنیمت چي د نیرنگ عشق مثنوي د لیکلو کار بشپړ کړ، نو دداسي کسانو په لټه کي سو چي دده ددې ستر ادبي کار په قدر دي وپوهېږي. خودده په شاوخوا کلیوالي خلکو کي ددغه راز عالي کلام  په رښتیني ارزښت پوه کسان نه ول. نو ئې کتاب په بغل کي ونیو، د خاورو کنډولی ئې ورسره واخیست او مخ پر ډهلي روان سو. په دغه زمانه کي مشهور ادبدوست شخصیت او د لوړي سویې شاعر میرزا سرخوش په ډهلي کي میشت وو او د ډهلي په جامع مسجد کي به ئې ادبي دربار جوړاوه. مولانا غنیمت چي ډهلي ته ورسېد د جامع مسجد په زینو کي ئې څنگ واچاوه. یو چا میرزا سرخوش ته حال ورووړ چي یو فقیر په زینو کي ناست دئ او مجلس ته د راتلو اجازه غواړي. میرزا وویل : رائې ولئ. غنیمت مجلس ته حاضر سو او په یوه کونج کي کښېنوست. د مجلس غړي په ادبي مباحثو کي ډوب ول او غنیمت غوږ ورته نیولی وو. په پای کي د مجلس یوه غړي غنیمت ته مخ ورواړاوه او ورته وې ویل :” بڑے میاں آپ گونگے تو نھیں کچھ  تو کھۓ “. یعني

” لوی میا! گونگی خو به نه یې ! یو څه خو ووایه”.

دغه وخت د غنیمت شعري قریحه پر څپو راغله او بالبدیهه ئې ورته وویل :

کــــــــرده ام از مهر لب نــــــــقد بیابان در گِرِه

بسته ام چون غنچه ی سوسن زبانها در گِرِه

د مجلس حاضرینو چي له دغسي یوه خواره بوښکي گدا څخه ددغه شان یوې عالي مطلع انتظار نه درلود، دومره په حیرت کي سول چي د چا و چا تر سترگو اوښکي راغلې. غنیمت دوهم بیت ورته واوراوه :

سرفراز منصب سرگشتگی گردیده ام

اختر ما داشت گویی آسمان ها در گِرِه

او په دې ډول ئې ټول غزل بشپړ او په دې مقطع ئې وتاړه :

یاد مژگانش غنیمت چاکها در دل فِگند

تا بکی باید نهان کـــردن سنانها در گِرِه

میرزا سرخوش ورته را ولاړ سو ، په غېږ کې ونیو او د مجلس په غړو کي ئې ځای ورکړ. د خاورو کنډولی ئې د سپینو زرو په طلاکاره جام ور الیش کړ او خیرنه گودړۍ ئې په ښکلو جامو ور بدله کړه. د غنیمت خولۍ په غوړو کي سوه او نور ئې ژوند په آرامۍ او سکون کي کاوۀ .

د مولانا غنیمت په آثارو کي پر نیرنگ عشق برسېره یو د شعر دیوان دئ چي د مصطفی علی او محمد تیغ بهادر په اهتمام په لکهنو کي چاپ سوی دئ. بل چاپ ئې د پنجاب اکاډمۍ له خوا د پروفیسر غلام رباني عزیز په تصحیح په لاهور کي چاپ سوی دئ. له دغه چاپ څخه ما د غنیمت د ژوند پېښو په برخه کي استفاده کړې ده. ویل کېږي چي د (انشاء غنیمت) په نامه ئې یوه بله مثنوي هم سته. علامه رشاد په یوه یاداښت کي کښلي دي چي ” د تاشکند په کتابخانه کي د ( رقعات غنیمت) په نامه یو خطي اثر سته چي د محمد اکرم کنجاهي د دیارلسو خطونو مجموعه ده. د مرسل الیه نومونه ئې نسته. ښایي دغه مجموعه هماغه ( انشاء غنیمت) وي چي دده په آثارو کي ئې نوم ضبط دئ. یوه بله مثنوي ئې ( قضا و قدر )نومېږي چي خطي نسخه ئې د علی گړهـ پوهنتون په خطي کتابخانه کي سته”.

تذکره لیکونکو د مولانا غنیمت د وفات کال تر ۱۱۵۸ هـ ق وړاندي گڼلی دئ، ځکه میرزا سرخوش ئې په دغه کال یادونه د ماضي په صیغه کړې ده چي ټول بیان به ئې که د خدای رضا وه، د میرزا سرخوش د پېژندگلوۍ په برخه کي وکاږم. د غنیمت مزار د کنجاه کلي جنوبي لور ته د ” باغ دیوانان” په نامه یوه ځای کي واقع دئ او دوه درې منجاور سر و کال پر ناست وي. زیارت ته ئې عام و خاص ورځي.

د مولانا محمد اکرم غنیمت په معنوي او مادي روزنه او پالنه کي چي مو د ځینو کسانو او مشایخو نومونه واخیستل، بده به نه وي چي د هغو په باب هم لږ و ډېر وږغېږم.

نواب مکرم خان ، او دا چي دی د عزیز پلار وو که نه؟

نواب مکرم خان د اورنگزېب په وخت کي د لاهور نواب او د پاچا له ډېرو معتبرو اُمراوو څخه وو. ځینو څېړونکو د نیرنگ عشق داستان اتل د همدغه نواب مکرم خان زوی بللی دئ. ددغه حدس و گومان استناد ئې د داستان پر دغو لاندي بیتو کړی دئ :

سر و سرخیل مجلس نو جوانی

به علـــــــم عشقبازی نکته دانی

برنگ فکر خود صاحب تمیزی

چو نام خویش در دلـــها عزیزی

……………….

مهین فــــــــرزند والاشان امیری

سکندر شوکت افلاطون وزیری

( صـ ۱۰ ــ  ۱۱ چاپ لاهور)

د فارسي نیرنگ عشق د لکهنوچاپ ( دسمبر ۱۹۲۵ع) په ۱۸ مخ کي ئې په دغه بیت کي د راغلي امیر د پېژندني له پاره په حاشیه کي کښلي دي : ”  امیر، مراد از نواب معلی القاب مکرم خان بهادر است که در عهد معدلت مهد حضرت اورنگزیب غازی رحمة الله علیه از اکابر امرای شاهی بود و عزیز فرزند کلان و ولیعهد آن والاجاهی بود و من ارشد تلامذه افخرالشعراء مولانا غنیمت علیه الرحمه والغفران بوده و سلسلۀ ارادت هم بصدق عقیدت بخدمت آنحضرت داشت و مولانا آن ذی تمیز را بنظر محبت تام و الفت تمام میدید….”

داسي ښکاري چي محشي دا معلومات د محمد افضل سرخوش پر کوم اثر باندي د” مولوی حامدعلیخان حامد شاه آبادی” له شرح څخه رااخیستي دي. محمد افضل سرخوش چي د مولانا غنیمت معاصر او هم مجلس دئ او ما ددې څېړني په سر کي د دوی دوو د معرفت په باب یو لړ خبري کښلي دي، د کلمات الشعراء په نامه یوه تذکره لري (کلمات الشعراء د علیرضا قزوه په کوشش په تهران کي چاپ سوی دئ ـ ۱۳۸۹هـ ش). په دې تذکره کي ئې د مولانا غنیمت په باب یو دوې کرښي او د کلام نمونې راوړي دي. ده کښلي دي :

” از خاکیان هند غنیمت بوده طبع درست ذهنی رسا داشت. دیوان مختصر دارد و مثنوی نیز فکر کرده.”.

له دې څخه ښکاري چي د نیرنگ عشق د لکهنو چاپ د محشي ماخذ د مولوي حامدعلیخان شرح ده چي زما سره ددغي شرح په باب د ویلو څه نسته او لیدلې و کتلې مي نه ده.

د نیرنگ عشق په دا پورتنیو بیتو کي (عزیز) د وزیر زوی بلل سوی دئ خو د نواب مکرم خان صراحت پکښې نسته. نواب مکرم خان د لاهور هماغه واکمن وو چي خوشحال خان خټک (۱۰۸۶ ـ ۱۱۰۰ هـ ق) ئې د خاپښ د جگړې په بیان کي نوم راوړی دئ .

شپږم جنگ مکرم خان شمشیر خان دواړه

چي ایمل کـــــړل په خاپښ کښي تار په تار

( مرغلري ـ ص ۵۹۳)

د مکرم خان نوم میر محمد اسحق او د شمشیر خان دا میر محمد یعقوب وو. دوی دواړه سره وروڼه ول پلار ئې  شیخ میر نومېدئ او اکا ئې سید امیر خان خوافي وو. (وگ : د تاریخ مرصع تعلیقات ـ ۱۱۴۷ مخ ـ چاپ ۲۰۰۶ع). د ( کمالات الشعراء) مؤلف میرزا افضل سرخوش دغه شیخ میر د عالمگیر پاچاد “سپه سالار” په لقب یاد کړی دئ (کمالات الشعراء ـ صـ ۱۱۵).

د خاپښ جنگ د ۱۰۸۶هـ ق کال په ربیع الاول = جون ۱۶۷۵ع کي پېښ سوی دئ. خوشحال خان ئې نېټه داسي ویلې ده :

د درېیمي خور اول کال د “غفو” وۀ

ما چي وې په برموله کښي دا اشعار

( ص ۵۹۴)

په دې جنگ کي مکرم خان او شمشیر خان د ایمل خان او دریا خان له لاسه ماته وخوړه. شمشیرخان سر هم پکښې وخوړ خو مکرم خان باجوړ ته ځني وتښتېد.

نواب مکرم خان وروسته له سرکاري دندې څخه لاس واخیست او د سلوک لار ته ئې مخ کړ. مفتي غلام سرور لاهوري د خزینة الاصفیا په لومړي ټوک ۶۶۵ مخ کي ددغه نواب مکرم خان په باب کښلي دي :

” از مقبولان ربانی و عاشقان یزدانی و اجل خلفای شیخ معصوم مجددی بود …. اول در زمرۀ امرای نامدار عالمگیری بجاه و حشمت اتصال داشت بعد ازان جذبۀ عنایت جاذب حقیقی در رسید و بخدمت شیخ محمد معصوم حاضرشده مرید شد و بتوجه موجه شیخ بمراتب اعلی و درجات معلی فائز گشت”.

شیخ محمد معصوم مجددي نقشبندي ( ۱۰۰۹ ـ ۱۰۸۰ هـق) د حضرت مجدد الف ثاني زوی وو. په خزینة الاصفیا ( صـ ۶۴۰) کي ئې کښلي دي چي اورنگزېب پادشاه هم د شیخ محمد معصوم مجددي مرید وو.

نواب مکرم خان ډېر اوږد ژوند وکړ او په ۱۱۴۸ هـ ق کال مړ سو. د مرگ پر وخت ئې عمر تر ۱۲۰ کالو زیات وو. خو ده په دې اوږده عمر کي یوازي څلور کاله پر ژوند شمېرل . وایي کله چي ئې د دنیا جاه و جلال پرېښودل،یوه ورځ عالمگیر پادشاه ځني وپوښتل چي ” د څو کالو به یې؟” ده په جواب ورته وویل :” د څلورو کالو!”.پادشاه ومسل. ده ورته وویل : ” خانده مه! هر څونه عمر چي مي د خپل بزرگوار پیر او مرشد په خدمت کي تېر کړی دئ، هغه مي اصلي عمر دئ. نور پاته کلونه مي چي ستا په خدمت کي تېر کړي دي ، هغه مي د آخرت وبال دئ”. (خزینة الاصفیاء ـ صـ  ۶۶۵)

مفتي لاهوري ئې د وفات نېټه داسي کښلې ده :

دوستدار حق مکّرم خــــــــــان ولی

شـــــد چو از دنیا بجنت جــــــایگیر

سال وصل او به “سرور” شد عیان

از ولی حق مکــــــــــــــــرم دستگیر

له دې بیانو څخه داسي ښکاري چي نواب مکرم خان ته د نیرنگ عشق داستان  داتل (عزیز) د زوی واله نسبت شکمن دئ او دا شک بیاهغه وخت نور قوت هم اخلي، کله چي څوک د مآثرالامراء د مؤلف صمصام الدوله شاهنواز خان په قلم د نواب مکرم خان ژوند لیک ولولي. صمصام الدوله شهنواز خان ( ۱۷۰۰ ــ ۱۷۵۸ع) د هند د مغلیه دورې مورخ ، شاعر او وزیر وو. اصل نوم ئې عبدالرزاق حسین وو او وایي چي دغه لقب ورته د نظام دکن نواب ناصرجنگ (۱۷۴۸ ــ ۱۷۵۰ع) ورکړی وو. دده مشر نیکه د جلال الدین محمد اکبر ( ۱۵۴۲ــ ۱۶۰۵ع) په زمانه کي د خراسان له خواف څخه  هندوستان ته مهاجر سوی او د اکبر په پاچهي کي ئې ” شاهي ملازمت” تر لاسه کړی وو. شهنواز خان پر دکن باندي د فرانسوي ایسټ اینډیا کمپنۍ د یرغل پر وخت په جگړه کي شهید سوی دئ ( ۳ رمضان ۱۱۷۱ هـ ق).

شهنواز خان پر مآثرالامراء سربېره د فارسي شاعرانو یوه تذکره هم کښلې ده چي خطي نسخې ئې د حیدرآباد دکن په آصفیه کتابتون کي خوندي دي. ( اردو ویکیپیډیا).

مآثرالامراء په هند کي د جلال الدین محمد اکبر له زمانې څخه راوروسته د مشهورو اُمراوو او د هغوی شرح حال ته ځانگړی سوی دئ. د کتاب ژبه پاړسي ده. د کتاب د ترتیب و تالیف پیل شاهنوازخان را نښولی ، میر غلام علي آزاد بلگرامي پسې غځولی او د شاهنواز خان زوی میر عبدالحي خان تر دوولس کاله زیار او کړاو وروسته بشپړ کړی دئ ( ۱۱۹۴هـ ق = ۱۷۸۰ع). میر غلام علی آزاد بلگرامي (۱۷۰۴ ـ ۱۷۸۶ع) د هند مشهور شاعر، ادیب او مورخ وو. په فارسي، اردو او عربي ژبو د خورا ډېرو آثارو څښتن دئ. په مذهب حنفي او په طریقت کي چشتي وو.

بلگرام (Bilgram) د هند په شمالي ایالت اوترپرادېش کي د یوه ښار نوم او د آزاد بلگرامي زېږنځی دئ.

دغه بشپړ سوي متن  واردواره د بنگال ایشیاټیک سوسایټي له خوا د مولوي عبدالرحیم په تصحیح په درو ټوکو کي په کلکته کي چاپ سوی دئ ( ۱۸۸۸ع).اردو ژباړه ئې د پروفیسر محمد ایوب قادري له خوا سرته رسېدلې او په ۱۹۷۰ع کال د لاهور د مرکزی اردو بورډ له خوا په درو ټوکو کي چاپ سوې ده. ددغي اردو ژباړي په دریم ټوک ( ۵۷۵ ـ ۵۷۹ مخونو) کي د ” مکرم خان میر اسحاق” ژوندپېښي بیان سوي دي چي کاپي ئې همدا اوس زما مخ ته پرته ده . په ۵۷۷ مخ کې د مکرم خان د بازماندگانو په باب کښلي دي :

” وہ [مکرم خان] لاولد تہا ۔ عبیداللہ خان نام ایک شخص اس کا لی پالک مشہور ھی ۔ سید حشمت اللہ خان کہ جو اس زمانی (1161 ھ) میں آصف جاہ کے جانب سے بادشاھی دربار میں وکالت پر متعین ھے، اس ( عبیداللہ خان) کا لڑکا ھی “.

ژباړه : ده [ مکرم خان] اولاد نه درلود. د عبیدالله خان په نامه ئې یو څوک په زوی والي نیولی وو چي مشهور دئ.سید حشمت الله خان چي په هغه زمانه ( ۱۱۶۱هـ) کي د آصف جاه له خوا د پادشاهي دربار پر وکالت ټاکل سوی وو، ددغه عبیدالله خان زوی دئ.

لوستونکو ته به اوس څرگنده سوې وي چي یوه بې اولاده چاته د نیرنگ عشق داستان اتل (عزیز) منسوبول،څومره د اعتبار وړ کېدلای سي؟

ددې شک ماشوړه (غوټه) موږ ته د (سفینۀ خوشگو) په نامه د فارسي تذکرې لیکونکی بندرابن داس پرانیزي . ددغي تذکرې په ۲۲ مخ کي ئې د مولانا غنیمت د پېژندني په ترڅ کي لیکلي دي :

ترجمه ـ” … څه عمر ئې د سیالکوټ د فوجدار میرزا ارتق بېگ سره تېر کړ. په دغو وختو کي د میرزا ارتق بېگ زوی میرزا عبدالعزیز پر شاهد نومي هلک باندي چي په گډا او ساز و سرود کي ئې نوم درلود، مین سوی وو. غنیمت ته ئې چي د میرزا عبدالعزیز له ملگرو او همزولو څخه وو، ددغي معاشقې د نظم کولو امر وکړ او غنیمت هم په دغه باب نیرنگ عشق …. په ۱۰۹۶ کي منظوم کړ.”

بندرابن داس خوشگو د میرزا عبدالقادر بیدل، میرزا محمد افضل سرخوش ” معاصر او معاشر” وو. پلار ئې شیورام داس “حیا” د اورنگزېب په شاهي لښکرو کي خدمت کاوه. ده د (سفینۀ خوشگو) په نامه د شاعرانو یوه تذکره په فارسي ژبه په ۱۱۴۷ هـ ق = ۱۷۳۴ع کي کښلې ده. که د مولانا غنیمت مړینه تر ۱۱۵۸ق کال لږ وړاندي ومنو، نو سفینۀ خوشگو د غنیمت د ژوند په وروستیو کلونو کي لیکل سوې ده. دا تذکره څلور فصله لري او په هر فصل کي ئې نه یوازي د شاعرانو ژوندلیک کښلی دئ ، بلکي د هغو شعر ئې هم نقد کړی او د ژوند پېښو په باب ئې د نورو تذکرو تېروتني سمي کړي دي. سفینۀ خوشگو په هند کي د فارسي شاعرانو په تذکرو کي د اعتبار وړ تذکره بلل سوې ده .  

له دې تفصیل څخه څوک ویلای سي چي د نیرنگ عشق داستان د اتل په باب د(سفینۀخوشگو) روایت ځکه د منلو وړ دئ چي لیکوال ئې د مولانا غنیمت د عصر سړی او د هغه له مصاحبینو سره محشور سړی دئ او په دې ډول ویلای سو چي نواب مکرم خان ته د (عزیز) د زوی والي نسبت کمزوری او خوشي هوایي روایت ښکاري. (عزیز) د سیالکوټ د فوجدار میرزا ارتق بېگ زوی وو.

حاجي محمد نوشه گنج بخش څوک وو؟

لکه په تېرو کرښو کي چي مو ولوستل، د مولانا غنیمت پلار نذر محمد او اکا(تره) شیخ ابوالبقاء د سیدالعارفین حاجي محمد نوشه گنج بخش مریدان او وروسته ئې خلیفه گان سول. ددغه ستر عارف لقب په زیاترو کتابو کي (نوشاه گنج بخش) ښوول سوی دئ. دده په باب مفتي غلام سرور لاهوري داسي کښلي دي :

” از عظمای خلفای شاه سلیمان قادری، ولی مادرزاد، صاحب جذب و صحو و سکر و محبت و عشق و شوق و ذوق و زهد و ریاضت و تقوی، صاحب ولایت، والی ولایت، اهل خوارق و کرامت، امام و مقتدای طریقۀ نوشاهیۀ قادریه است… پدر عالیقدر وی حاجی علاؤالدین عابد بزرگ و هفت حج گذارده بود. والده ماجده وی بی بی جیولی در موضع ککهیانوالی سکونت میداشتند…. چون نوشاه به عمر هفده سالگی رسید ترک دنیا و صحبت اقربا نمود و در نیستان ساندل باز بجائیکه ویرانه عظیم بود تشریف بردند و بزهد و ریاضت مشغول گشت. والدین بعد جستجوی تمام درآنجا رسیدند و بهزار مشکل نزد خود آورد و بموضع نوشهره بخانه یکی از بزرگان وقت کدخدا نمودند و سکونت خود در موضع نوشهره اختیار کرد….” (خزینة الاصفیاء ـ ج ۱، صـ ۱۸۰ ـ ۱۸۱)

مفتی لاهوري ئې د وفات کال د تذکرۀ نوشاهي په حواله د اورنگ زېب عالمگیر د پاچهۍ پر وخت په ۱۱۰۳ هـ ق کي بللی دئ. مفتی ئې د وفات نېټه په ” زهی نوشاه ذیجاه” کي موندلې ده.

تذکره نوشاهی د حاجي محمد نوشاه گنج بخش کړوسي محمد حیات لیکلې ده.     

سید محمدصالح گیلاني

سید محمد صالح د حضرت حاجي محمد نوشاه گنج بخش له سترو خلیفه گانو څخه وو. د وفات کال ئې مفتي غلام سرور لاهوري د تذکره نوشاهي له خولې ۱۱۱۸هـ ق لیکلی دئ او وایي چي د کوچني گجرات په چکساده کي ښخ دئ. د وفات نېټه ئې په ” شیخ الاولیا صالح” کي موندلې ده. (خزینة الاصفیاء ـ ج ۱، صـ ۱۹۸)

میرزا سرخوش

میرزا محمد افضل سرخوش د اورنگزېب د وختو مقتدر شاعر او د مولانا غنیمت همعصراو هم مجلس وو. وایي چي په بدیهه گویي کي ئې خاص مهارت لارۀ. دده او مولانا غنیمت د پېژندگلوۍ او مصاحبت بیان ما په تېرو مخونو کي کښلی دئ. سرخوش په ۱۰۵۰ هـ ق کال زېږېدلی دئ او د زېږېدو تاریخي ماده ئې ” افضل اهل زمانه” ده. د وفات کال ئې ځینو منابعو ۱۱۲۶هـ ق او ځینو نورو ۱۱۲۷ هـ ق کښلی دئ. په سفینۀ خوشگو( ج۳ ص ۷۶) کي راغلي دي چي د سرخوش کلیات ۴۵ زره بیته دئ. په نورو آثارو کي ئې د ( نور علی نور)، (حُسن و عشق)، ( ساقي نامه)، (قضا و قدر)، ( جنگنامۀ محمد اعظم شاه) نومونه یاد سوي دي.

سرخوش د کلمات الشعراء په نامه د فارسي  ژبو شاعرانو یوه تذکره په فارسي لیکلې ده. ددغي تذکرې کال ( کلمات الشعراء) دئ چي ۱۰۹۳ هـ ق ځني راوزي. د کلمات الشعراء هغه چاپ چي د محمد حسن محوی لکهنوي له ترتیب او په ۱۹۵۱ ع کال د مدراس یونیورسټۍ له خوا خپور سوی، ددغو کرښو د لیکلو پر وخت ماته پروت دئ. په دغه تذکره کي د ۱۶۹ تنو شاعرانو شرح حال راغلی دئ. د تذکرې مؤلف د خپل کار په باب له تصلفه ډک نظر لري او کښلي ئې دي :

داخل اهل سخن نیست به پیش دانا

آنکه نامش نبود در کلمات الشعراء

د کلمات الشعراء سریزه په اردو ژبه لیکل سوې ده او په پای کي ئې یو مخ یادوَنه په انگرېزي ژبه ده.

( د دوهمي برخي پای)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *