تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د نیشنل انټرسټ په نوم ورځپاڼې د افغان جګړې په تړاو ځانګړې لیکنه کې ادعا کړې چې امریکا افغان جګړه بایللې او پاکستان ګټلې ده.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه هیڅ نوي څه نه لري، بلکې امریکا غواړي په دې بهانه چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله نه بدلېږي، خپله پښه له دې اوږدې جګړې باسي.

ورځپاڼه له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد هوکړه له ستونزو ډکه بولي او وايي، سوله هیڅکله له دوست سره نه کېږي بلکې له دښمن سره ترسره کېږي خو که څوک غواړي یاغیګري له منځه یوسي، نو باید له خپل دښمن سره شدیده جګړه وکړي.

ورځپاڼې د هیلري کلنټن له قوله لیکلي، د خلیلزاد هوکړه له طالبانو سره ځکه نوې نه ده چې طالبانو د سپټمبر له بریدونو وړاندې هم د کلنټن حکومت ته ژمنه ورکړې وه چې ترهګرۍ څخه به ملاتړ نه کوي، مګر د بن لادن په ساتلو یې ټینګار درلود او په دې ډول یې د هوکړې پر ځای یې له ترهګرۍ ملاتړ ته ترجیح ورکړه.

ورځپاڼه وايي، طالبانو شاید تغییر کړی وي خو د خلیلزاد سره د مذاکراتو په منځ منځ کې بریدونه ښيي چې د ټرمپ ادارې له مدرسې سره د جان کري ډیپلوماسي روانه کړې ده او هغه د دوه مخالفانو خطرناکه معامله ده.

ورځپاڼه وايي، تر ټولو مهمه ستونزه د پاکستان سره ده، ځکه له پاکستان پرته طالبان نشته او مهم طالبان یا زامن یې د پاکستان لخوا یرغمل دي.

ورځپاڼه وايي، د مشروعیت په برخه کې لویه ستونزه دا ده چې طالبان تروریزم توجیه کوي، ځکه دوی فکر کوي چې افغان دولت یا هم اشرف غني هیڅ مشروعیت نه لري، هر څه چې دي، دوی واقعیت دي، چې له کبله یې خلیلزاد له غني دوی سره اړیکه قطعه کړه او طالبانو سره یې مذاکرات وکړل خو منطقي مشکل بیا هم پر ځای پاتې شو: (( که طالبان فکر کوي چې د خلکو په نظر کې مشروعیت لري، نو بیا ولې وسلې ته لاس اچوي؟ ولې انتخابات نه کوي؟ ځواب اسانه دی ډیر افغانان طالبان د پردیو ګوډاګیان بولي، هیڅوک به دوی ته رایه ورنکړي.))

ورځپاڼه وايي، ټرمپ غواړي د افغانستان هغه جګړه ختمه کړي چې امریکا ته هر کال په ۳۰ ملیارده ډالر تمامېږي او دا د قدر وړ خبره ده خو په هغه ډول چې یې ختمول غواړي دا په افغانستان د پاکستان او ترهګرۍ بیا تحمیلول دي.

ورځپاڼه وايي، که داسې وشي طالبان، القاعده ډله بیرته په غېږه کې اخلي او له افغانستان څخه کډوالي زیاتېږي چې ګاونډیانو ته به ستونزې جوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *