د تاریخ پرېکړه به زما په هکله دا وي چې دلته داسې یو سړی اوسېده چې خپله دنده یې په نړۍ کې سر ته رسولې ده. نېلسن منډېلا

سریزه

د جهانزبرګ ښار په لمنو کې هغه ترانې یو ځل بیا له ستر ویر سره یو ځای زمزمه شوې چې د جنوبي افریقا خلکو به د نژادي تبعیض سره د مبارزې او عدالت د تامین په لاره کې د اتل مبارز ښاغلي نېلسن منډيلا په ژوند زمزمه کولې خو نن یې منډیلا په منځ کې نشته او د تل لپاره یې رخصت ترې اخیستی دی.

1هو د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر ښاغلی نیلسن منډیلا د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ په ۱۶مه او د ۲۰۱۳ کال د دېسمبر په ۵ مه نېټه په محلي وخت ۸ بجې او ۲۰ دقیقې تر یوې اوږدې مبارزې څخه وروسته په داسې حال کې له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې عمر یې ۹۵ کلنۍ ته رسېدلی او په نړۍ کې یې د یوه ستر سوله خوښوونکي لارښود په نوم پېژندل شوی وو.

د مړینې اعلان

د ښاغلي نیلسن منډېلا د مړینې اعلان د جنوبي افریقا اوسني برحاله ولسمشر ښاغلي جیکوپ زوما له خوا په دې الفاظو سره و شو: ( درنو هېوادوالو! نن د جنوبي افریقا یو بهترین بچی، د ملت پلار، ستر رهبر او د دې هیواد د لومړي دېموکراتیک نظام بنسټ اېښوونکی ښاغلی نیسلن منډیلا مړ شوی او نور زموږ او ستاسو په منځ کې نشته دی. خو څرنګه چې نوموړي موږ ټول په یوه ګډ نظام کې سره یو ځای کړو، په همدې شکل به په ګډه توګه د هغه د ویر په مراسمو کې ګډون کوو او ما امر کړی دی چې د جنوبي افریقا بیرغ دې د نوموړي د جسد د  خښېدو د رسمي مراسمو تر اجرا کېدو پورې په نیم ځوړند شکل وي)

د نړیوالو مشرانو غبرګونونه

د ښاغلي نیلسن منډیلا تر مړینې وروسته د نړۍ زیاتره مشرانو د خپلو پیغامونو په وسیله چټک غبرګون و ښود او له غمرازۍ او تسلیت سره یو ځای یې د نړۍ د دې ستر شخصیت په هکله د جنوبي افریقا له خلکو سره خپله غمرازي څرګنده کړه.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په خپل پيغام کې ویلي دي: (نن نړۍ د یوه غوره رهبر په ویر ناسته ده، لوی تاوان یې ګاللی او یو ښه انسان یې د لاسه ورکړی دی. ښاغلی نیلسن منډیلا نه یوازې د خپل هېواد جنوبي افریقا بلکي د نړۍ د مظلومو او مستضعفو پرګنو لپاره یوه ښه بېلګه وه او په خپل حکمت او زغم سره یې د خپلو خلکو تر منځ داسې یووالی راووست چې سوله خوښوونکي ولسونه به ورڅخه تل الهام اخلي)

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس ښاغلي بارک اباما د خپل پیغام په لړ کې وویل: (نړۍ نن یو ستر رهبر، یو صادق، مهربانه او داسې انسان له لاسه ورکړ چې د نورو لپاره غوره بېلګه وو. ښاغلی نېلسن منډېلا له دې وروسته یوازې زموږ د وخت نه بلکي د زمانو انسان شوی دی او انسانان به ورپسې اقتدا کوي. ښاغلی نیلسن منډېلا هغه بې جوړې انسان وو چې خدایزده په نړۍ کې بیا د ده په څېر لوی انسان پیدا شي) همدارنګه ښاغلي اباما د یوه خبري کنفرانس په ترځ کې هم په همدې مناسبت خپل احساسات څرګند کړل.

په همدې شکل د امریکا د جمهور رییس مرستیال ښاغلي جو بایډن، پخوانیو ولسمشرانو لکه جیمي کارتر، بېل کلنټن، جورج بوش، آغلې هېلري کلنټن او لومړۍ میرمن مېشل آباما هم ورته پيغامونه خپاره کړي او د نیلسن منډیلا شخصیت ته یې درناوی څرګند کړی او هغه یې یو غوره انسان بللی دی.

د امریکا تصویري، صوتي او انټرنیټي خپرونو هم د خپلو پاڼو زیاته برخه په همدې ورځ د ښاغلي نیلسن منډېلا د ژوند او شخصیت د ښېګڼو بیانولو ته ځانګړې کړې وه او د واشنګټن پوست او نېویارک ټایمز د ورځپاڼو په شمول زیاترو خبري رسنیو د ښاغلي نیلسن منډیلا د مړینې خبر په لویو ټکو کې خپور کړی وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي بانکي مون د خپل پیغام په ترځ کې ویلي دي چې: (ښاغلی نېلسن منډېلا په نړۍ کې د عدالت او انساني هڅونې یوه غوره بېلګه وو)

د جنوبي افریقا پخواني ولسمشر او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي ښاغلي اېف، ډبلیو ډېکلارک ویلي دي: ( د جنوبي افریقا وګړو د ښاغلی نېلسن منډېلا په مشرۍ د لوی ملي اغېز او رنګارنګ وګړو په شتون د ملي یووالي لاسونه سره ورکړل، د کړکېچونو له ګردابونو څخه د یووالي په لوري یې ګړندی لاریون وکړ او په یووالي سره به دغه لوی شخصیت ته رخصت ورکوي)

د انګلستان صدراعظم ښاغلي ډېوېډ کامرون وویل: ( نن په نړۍ کې یوه داسې روښانه ډېوه مړه شوه چې د رڼا پلوشو یې نړۍ روښانه کړې وه) ښاغلي کامرون امر وکړ چې د انګلستان د صدارت پر ماڼۍ دې بیرغ نیم ځوړند وي. په همدې توګه د انګلستان پخواني صدراعظم ښاغلي توني بلېیر او د اپوزېسیون مشر ښاغلي میلېبنډ هم په دې مناسبت د تسلیت او غمرازۍ ورته پیغامونه خپاره کړي او ښاغلی نېلسن منډېلا یې یو خارق العاده مشر ګڼلی دی.

د هدایت امین ارسلا خاطره

د افغانستان د ولسمشریزو ټولټاکنو اوسنی نوماند او افغان سیاست پوه ښاغلي هدایت امین ارسلا د بي بي سي راډیو له نطاق نور محمد سعید سره د یوې مرکې په ترځ کې د ښاغلي نیلسن منډېلا په هکله ویلي دي: ( په ۲۰۰۲ میلادي کال کې چې زه د افغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي مرستیال وم د جنوبي افریقا د جهانزبرګ ښار ته مې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره سفر کړی وو او دا زمینه راته پیدا شوه چې د پرېتوریا ښار ته سفر وکړم او له ښاغلي نېلسن منډېلا سره و وینم. کله مې چې له نوموړي سره و کتل نو تر ټولو لومړی یې دا خبره راته وکړه (ښه شو چې دا پېښه په ولسمشر کرزي په خیر سره تېره شوه) زه یې په لومړي سر کې په خبره سم پوه نه شوم او د دې لپاره چې په سفر کې وم نو خبرونه مې هم نه وو اورېدلي. نو ښاغلي نېلسن منډېلا را ته وویل: ( شاید ته به خبر نه وې چې د افغانستان په ولسمشر ښاغلي حامد کرزي همدا نن په کندهار کې حمله شوې ده خو له نېکه مرغه چې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی او دا ډول پېښې په نړۍ کې پېښیږي، نو زما ښې خاطرې به د افغانستان ولسمشر ته رسوې) ما وروسته له کابل سره احوال و نیو او خوښ شوم چې پېښه په خیر تېره شوې وه. ښاغلي هدایت امین ارسلا د نېلسن منډېلا د شخصیت په هکله د بي بي سي د خبرنګار د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ( لکه څنګه چې ما مخکې فکر کاوه نو ښاغلی نېلسن منډېلا یو خیرخواه او عقلمن شخصیت وو، هېڅ ډول تکبر او غرور یې نه درلود، په سوله ایز حکمت سره یې په جنوبي افریقا کې د نظام بدلولو او تحول ته لاره پرانېستې وه. د افغانستان د پېښو په هکله یې پوره معلومات درلودل او په دې نظر وو چې موږ خو په خپل هېواد کې بدلون ته لاره پرانیسته تاسو هم  کولای شی چې د خپل هېواد شرایطو ته په کتو سره د واک سوله ایز بدلون ته لاره پرانیزی او تېر په هېر سیاست غوره کړی او بیا یې د همدې تحول بشپړه قصه راته وکړه. باید وویل شي چې د افغانستان حکومتونه په جنګي شرایطو کې یو پر بل پسې راغلي وو او د همدې تجربې یوه برخه د مجاهدینو د واک پر مهال تجربه شوه چې د پخواني رژیم عناصرو ته یې څه و نه ویل شول او عفوه ورته و شوه. ښاغلی نېلسن منډېلا په دې نظر وو چې د ۱۳۸۰ کال پېښې او له هغه وروسته حکومت جوړېدل ستاسو لپاره اولینه موقع ده چې زموږ له تجربو څخه په ګټه اخیستلو د خپلو خلکو لپاره یوه لاره پیدا او د سوله ایز ژوند لپاره زمینه برابره کړی.

د نېلسن منډېلا د شخصیت اروزنه

فقید نيلسن منډېلا د جنوبي افریقا د تورپوستو مشرانو له ډلې چې وو چې د عمر ډیره برخه یې خپلو خلکو ته د خدمت او په ټولنه کې د وګړو د مدني حقوقو د اعادې او غوښتلو لپاره په داسې سوله ایزه مبارزه تیره شوې ده چې خپلو موخو ته یې کار کړی او په کلک هوډ یې د بریالیتوب په طرف لاره پرانیستلې ده. ښاغلي منډیلا د خپلې مبارزې په لړ کې له هر ډول تاوتریخوالي او تشدد څخه ډه ډه کړې ده او په سوله ایزه مبارزه یې کلکه عقیده درلودلې.  همدارنګه نیلسن منډیلا د ډیرو ستونزو تر زغملو وروسته  خپلې هغې موخې ته ځان رسولی دی چې په جنوبي افریقا کې د اپارتایت یا نژادي توپیر په ضد مبارزه کې بریالیتوب او د دې هېواد تور پوستانو ته د هغوی د مدني او غصب شوو حقوقو اعاده ګڼل کیږي.

1 له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې په جنوبي افریقا کې د دې هیواد  سپین پوستان په داسې حالت کې واکمن وو چې د جنوبي افریقا د وګړو یواز  ۲۰ سلنه یې جوړوله او ۸۰ سلنه وګړي یې تور پوستان وو. کله چې سپین پوستان په جنوبي افریقا کې واک ته ورسیدل، نو پر تورپوستانو یې د یو لړ بندیزونو لړۍ پلې کړه چې ډیر مهم یې له سپین پوستانو سره د تور پوستان  پر ودونو بندیز، د دولت پر لویو چوکیو، کاري زمینو او یو لړ نورو برخو کې د بندیزونو علمي کول او  د تور پوستانو د سیاسي فعالیتونو مخنیوی ګڼل کیده. په همدې وخت کې د نیلسن منډیلا په نامه یو تورپوستی ځوان د مبارزې ډګر ته را وړاندې او د نظام په وړاندي یې مقاومت پیل کړ. د نیلسن مندیلا مبارزې په لومړي سر کې سیاسي رنګ درلود خو کله چې د نوموړي په مقابل کې ظالمانه مزاحمت زیات شو او سیاسي مبارزې یې د پام وړ بری له ځان سره نه درلود نو وسلې ته یې لاس کړ چې په همدې لړ کې څو څو ځله د وخت د رژیم له خوا زندان ته واچول شو او بالآخره په عمري بند محکوم شو.  د جنوبي افریقا پر حکومت او رژیم باندې نړیوال فشارونه د دې سبب شول چې نیسلن مندیلا له ۲۷ کلن زندان څخه وروسته په داسې حال کې آزاد کړي چې د سر ویښتان یې سپین شوي وو خو له خپلې مبارزې څخه لاس په سر شوی نه وو بلکي په اراده کې یې لا هم پوخوالی راغلی وو او په نوموړي هیواد کې یې د تورپوستانو لپاره د دوی د ټولو مدني حقوقو د ورکولو غوښتنه کوله چې موخو یې د یوه روڼ سهار زیری له ځان سره درلود.

ګران لوستونکي او مینه وال به د همدې لیکنې په راتلونکو برخو کې د یوه سوله ایز مبارز شخصیت په توګه د ښاغلي نیلسن منډیلا د وړکتوب، سیاسي فعالیت، سوله ایزې مبارزې، زنداني کیدو، له زندان څخه د آزادیدو، د ګانګریس مشري او د ولسمشر په توګه ټاکل کیدو، له سیاست څخه د لاس اخیستنې، ناروغتیا، مړینې او نړیوالو غبرګونونو په هکله لنډ معلومات و مومي.

کوچینوالی

ښاغلی نیلسن مندیلا په ۱۹۱۸ میلادي کال کې د جنوبي افریقا د کیپ ایالت په متاتا سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې او د پلار نوم یې ګاډلا وو چې په هنرمندۍ سربېره د جنوبي افریقا د سلطنتی شورا غړی هم ګڼل کېده. ښاغلي ګاډلا د ۴ میرمنو او ۱۳ اولادونو خاوند وو چې د اولادونو له جملې څخه یې ۴  زامن او ۹ لورانې وې. نیلسن مندیلا د ګاډلا دریم زوی وو او د خپل ماشومتوب زیاته موده یې په خپل پلرني کلي او ګاونډ کې تیره کړه او لومړنۍ زده کړې هم په یاده سیمه کې سر ته رسولې دي.

ښاغلی نیلسن منډیلا د خپل عمر په  ۱۹ کلنۍ یا  ۱۹۳۷  میلادي کال کې د لوړو زده کړو په موخه د فورت هار په پوهنتون کې شامل شو او دا هغه پوهنتون وو چې د سلطنتي کورنۍ غړو به پکې زده کړې کولې او نوموړي ته ځکه په دې پوهنتون کې د لوړو تحصیلاتو  شونتیا برابره شوه چې  پلار یې د سلطنتې کورنۍ سره نږدې اړیکې درلودې.  نیلسن مندیلا د پوهنتون په لومړي کال کې وو چې د دې علمي موسسې په وړاندې د ځینو کړنو په تور له پوهنتون څخه ویستلو ته اړ شو، له سلطنتي کورنۍ سره یې اړیکې ترینګلې او د خپلې میرمنې سره چې تازه یې واده ورسره کړی وو د جهانزبورګ ښارته وتښتید او په هغه ښار کې یې د خپل یوه ملګري ښاغلي والتر سیسولو په مرسته د یوه حقوقي شرکت د منشي په توګه دنده پیل کړه. له دې سره جوخت ښاغلي منډیلا د جنوبي افریقا په ویتوا ترسرند پوهنتون کې د لوړو زده کړو بهیر ته چې نیمګړې پاتې شوې وې ادامه ورکړه.

د سیاسي مبارزې ډګر ته راتلل

نیلسن منډیلا په ۱۹۴۸ میلادي د هغو ټولټاکنو مخالفت وکړ چې په پايله کې یې د  جنوبي افریقا سپین پوستانو زیاتې رایې ګټلې وې او دغه کار یې په ټولټاکنو کې یوه لویه درغلي و ګڼله. په همدې وخت کې ښاغلي منډیلا د خپلو ملګرو پر مټ یوه حقوقی ټولنه جوړه کړې وه چې خلکو ته به یې  وړیا حقوقې اسانتیاوې برابرولې. که څه هم چې نیلسن منډیلا په اصولو کې د عدم تشدد د مفکورې کلک پلوی وو خو بیا یې هم کله ناکله د وخت د واکمن رژیم په ضد په ځینو وران کاره او وسله والو اعمالو لاس پورې کاوه چې په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د واکمن رژیم له لوري هیواد ته د خیانت له نیول کیدو وروسته زنداني شو. د نیلسن منډیلا محکمې د ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۶۱ کال پورې دوام وکړ خو په پایله کې محکمې د منډیلا په شمول ټول هغه نیول شوې کسان له کوم جرمي ثبوت پرته خوشې کړل چې په دې لړ کې نیول شوي وو .

نیلسن منډیلا د جنوبي افریقا د وخت د حاکم نظام په وړاندې ځکه مقاومت کاوه، چې هغوی د اقتدار حق یوازي د سپین پوستانوګاڼه له همدې کبله د خپلې مبارزې په لړ کې نیلسن منډیلا په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د یو شمیرګوندونو د پلویانو او مشرانو په راټولولو لاس پورې او  د یوې چریکې وسله والې ډلې د تشکیل اعلا ن یې وکړ.  په همدې حال کې د جنوبي افریقا سپین پوست چارواکي چې د نژادي تبیعض یا اپرتایت پر بنسټ یې د هیواد د چارو واګې پر مخ بیولې، د نیلسن منډیلا غورځنګ په سخته اندېښنه کې واچول او نوموړی یې د خپل واک په وړاندې د یوه لوی خطر او ګواښ په توګه احساس کړ. له همدې کبله یې د ښاغلي منډیلا د نیولو هڅې پیل کړې خو نوموړی الجزایر ته په تېښته او هلته په پناه اخیستلو بریالی شو. منډیلا په الجزایر کې د جنوبي افریقا د ځینو نورو مخالفو مشرانو سره و کتل خو کله یې چې دې خبرې ته پام شو چې له نوموړي پرته مقاومت په جنوبي افریقا کې د ننه په ښه توګه پر مخ نه شي تللی نو د الجزایر سفر ته یې د پای ټکی کیښود او بیرته خپل هیواد ته راستون شو څو د رژیم په وړاندې و دریږي او د خپلو غصب شوو مدني حقوقو د لاسته راړولو لپاره مبارزه وکړي.

زندان ته د نیلسن منډیلا اچول

ښاغلي نیلسن منډیلا چې له وړاندې یې د خپل هیواد د حاکم رژیم په وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړې وه، په ۱۹۶۱ کال کې د ملت د نیزې په نامه یوه چریکي ډله چمتو کړه، چې د دې ډلې مخفف  نوم MS وو. منډیلا او ملګرو به یې د اپارتاید د حکومت په تاسیساتو او زیربناوو بریدونه کول. نوموړي د خپلې چریکې ډلې د روزلو او ځواکمنتیا لپاره د ځینو افریقایې هیوادونو څخه مرسته وغوښته، خو تر ۱۷ میاشتني وسله وال مقاومت وروسته ښاغلی منډیلا په۱۹۶۲ میلادي کال کې یو ځل بیا  ونیول شو او په جهانزبورګ ښارکې زنداني شو. منډیلا د وسله والې مبارزې په تور په پنځه کاله بند محکوم شو خو دوه کاله وروسته یانې په ۱۹۶۴ کال د جنوبي افریقا د ملي کنګرې د ګوند د غړیتوب په تور د نوموړي د بند موده نوره هم وغزیده.  کله چې منډیلا په زندان کې وو د هغه ډېر ملګري د دولت له لوري ونیول شول او زندان ته ولیږل شول .

که څه هم  چې د ښاغلي منډیلا وکیلانو ډیره هڅه وکړه څو نوموړی له زندان څخه را خوشې کړي خو محکمې په ۱۹۶۴ میلادي کال نیلسن منډیلا په عمري بند محکوم کړ. پر نوموړي دا تور وو چې د جنوبي افریقا د رژیم په ضد یې په ترهګرو او نظامې عملیاتو کې برخه اخيستې او د جنوبي افریقا د تخریب په خاطر یې د نورو هیوادونو څخه مرسته غوښتې ده چې منډیلا هم دا تورونه منلي وو .

ښاغلی نیلسن منډیلا د خپل ۲۷ کلن بند اتلس کاله په روبن جزیره کې تیرکړل  او په همدې حال کې یې د خپل ژوند په باب یو اثر تالیف کړ چې د آزادۍ اوږده لار نومیږي.

ښاغلی نیلسن منډیلا د جنوبي افریقا د ملې کنګرې سره  د زندان پرمهال اړیکې درلودې، همدغې کنګرې په ۱۹۸۰ میلادي کال د منډیلا یوه وینا هم خپره کړه چې مهم ټکي یې داسې وو: سره یوشئ، چمتو شئ ، جګړه و کړئ  او د اپارتاید اعمال د سندان په سر و ټکوئ.  موږ ته پکار ده چې د تبعیض د منځه وړلو په اړه قربانې ورکړو او هغه څه په لاس راوړو چې تر اوسه مو نه دې تر لاسه کړي.

د جنوبي افریقا د اپارتاید پر رژیم باندې د نړیوالو فشارونو او د افریقا د ملي کنګرې د بې پایانه هلو ځلو په پایله کې له زندان څخه د ښاغلي منډیلا د خلاصون اعلان په   ۱۹۸۵ میلادي کال په دې شرط و شو چې نوموړی به د جنوبي افریقا د رژیم په خلاف د وسله والې مبارزې څخه لاس اخلي له دې اعلان سره سره نوموړی پنځه کاله نور هم په زندان کې پاتې شو. ښاغلي نیلسن منډیلا بالآخره  د ۲۷ کاله زندان د تیرولو  وروسته د ۱۹۹۰ میلادي کال د فبروی په ۱۱ نیټه له بند څخه آزاد شو.

له زندان څخه تر آزادیدلو وروسته ولس ته نوموړي په خپله لومړنۍ وینا کې وویل: (هغه وسله واله مبارزه چې  په ۱۹۶۰ کال کې پیل شوې تر اوسه پای ته نه ده رسیدلې، موږ د خپلو حقونو د لاسته راړولو لپاره مبارزه کوو او دا مبارزه به تر هغه دوام مومي چې په دې هیواد کې تورپوستانو ته چې د هیواد اکثریت تشکیلوي خپل ټول حقوق نه وي ورکړل شوي او موږ له دې پرته بله لاره نه لرو او نه په بل څه راضي کیږو. نوموړي همدارنګه وویل: زه هیله من یم چې د سولې لپاره زمینه برابره او داسې پریکړې و شي چې د تل لپاره وسله والې مبارزې ته اړتیا پاتې نه شي)

په ټولټاکنو کې بری او ولسمشري

په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي افریقا په هیواد کې لومړنۍ آزادې او بې پرې ټولټاکنې تر سره شوې چې د هغه په ترځ کې یې د نیلسن منډیلا په مشرۍ د دې هیواد ملي کنګرې ګوند د رایو غوڅ اکثریت خپل او ښاغلي منډيلا د جنوبي افریقا  د لومړني تور پوستي ولسمشر په توګه غوره شو.  ښاغلي منډیلا د ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې د جنوبي افریقا د هیواد ولسمشر په چوکۍ پاتې شو. دا چې نوموړي په دې و توانیده چې په سوله ایز ډول د جنوبي افریقا نسبتا پرمختللي هیواد ته سوله راولي، دیموکراتیک سیستم پياوړی کړي او د تور پوستو او سپین پوستو ترمنځ د نژادي تبعیض څخه را ولاړې شوې ستونزې پای ته و رسوي د ګڼو جایزو په اخیستلو بریالی شو.

د نیلسن منډیلا کورنی ژوند

ښاغلي نیلسن منډیلا درې ځلې واده کړی دی لومړی میرمن یې نتوکومیس نومیده  چی د څلورو اولادونو مور وه او له ښاغلي منډیلا سره یې تر ۱۳ کاله ګډ ژوند تیرولو وروسته له نوموړي څخه جلا شوه چې لوی علت یې د ښاغلي منډیلا انقلابي کړنې او له مبارزې څخه ډک ژوند وو. د نیلسن منډیلا دویمه میرمن مادیکیزلا نومیده چې د څه وخت په تیریدو سره یې له منډیلا سره اړیکې ستونزمنې شوې او په ۱۹۹۶ میلادي کال ور څخه جلا شوه.

د ولسمشرانو مور او د ولسمشرانو مېرمن

د نوموړي دریمه او وروستۍ میرمن آغلې ګراکا ماچل نومیږي او د موزمبیک د داسې یوه پخواني ولسمشر میرمن ده چې د چورلکې د لوېدو په یوه پېښه کې وژل شوی وو او د دریم واده پر مهال د ښاغلی منډیلا عمر اتیا کلونو ته رسیدلی وو. د موزمبیک د پخواني ولسمشر او د ښاغلي منډیلا دریمه میرمن آغلې ګراکا ماچل هغه مېرمن ده چې د دوو ولمسشرانو لومړی مېرمن او د دوو ولسمشرانو مور ګڼل کېږي ځکه چې د نوموړې دوه زامن په نوبت سره د موزمبیک ولسمشران تېر شوي دي.

له سیاسي ډګر سره مخه ښه

ښاغلی نیلسن منډیلا په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال له سیاست څخه د ګوښه کېدو اعلان وکړ چې عمر یې ۸۴ کلونو ته رسېدلی وو. نوموړي وویل چې د سیا سي فعالیت څخه به لاس اخلي او یوازی ټولنیزو او بشري چارو ته به مخه کوي او د ښاغلي منډیلا د ټولنیزو خدماتو لړۍ به په ځانګړې توګه د ایډز په وړاندې مبارزې ته ځانګړې کېږي. دغې مهلکې ناروغۍ د منډیلا زوی ماکګا منډیلا په ۲۰۰۵ کال کې د ژوند له نعمت څخه محروم کړی او وفات شوی وو. همدارنګه د دغې ناوړه ناروغۍ څخه د جنوبي افریقا او په ټولیزه توګه د افریقا د لویې وچې میلیونونه وګړي ځورېږي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي. نوموړی همدارنګه نوموړي له اېډز سره پر مبارزې سر بېره د څلورو نورو ټولنیزو سازمانونو د بنسټ ډبرې هم اېښې دي چې له لوږې سره مبارزه، د کوچنیانو حقوق، له کلیوالي ناورغیو سره مبارزه او داسې نور پکې راځي.

ښاغلي نیلسن منډیلا په ۲۰۰۳ میلادي د امریکا پر ولسمشر ښاغلي جورج ډبلیو بوش باندې سختې نیوکې وکړې او تور یې پرې پورې کړ چې نوموړی ګواکي  د ملګرو ملتونو د هغه وخت سرمنشي ښاغلي کوفي عنان ته ځکه غوږ نه ږدي چې هغه یو تور پوستی دی.

نوموړی همدارنګه و توانېد چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې خپل هېواد جنوبي افریقا د فوټبال د نړیوالو لوبه کوربه کړي او د همدې لوبو د پای په مراسمو کې د خپل زېږون ۹۰ یمه کلیزه هم په نړیوالو شاندارو مراسمو سره و نمانځي.

 ګټلې جایزې او مډالونه

نیلسن منډیلا له واک څخه د مخه او د واک پر مهال په ملي او نړیواله کچه ګڼ شمیر جایزې، مډالونه، ستاینلیکونه او تقدیرنامې لاسته راوړې دي چې ټولټال ۲۵۰ ته رسېږي د ځینو نومونه دلته په لاندې ډول اخیستل کیږي:

  1. د نوبل جایزه په ۱۹۹۳ کال کې
  2. د لینن د صلح نړیواله جایزه په  ۱۹۹۰ کال کې
  3. د ولسمشرۍ نړیوال مډال
  4. د بښنې د نړیوال سازمان د وجدان جایزه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې
  5. دجورج ډبلیو بوش جایزه
  6.  د مهاتما ګاندي مډال
  7. د جهانزبورګ دښار له لوري د ازادۍ جایزه
  8. دکاناډا له لوری افتخاري دوکتورا

د نېلسن منډېلا د شخصیت بریاوې

د ښاغلي نېلسن منډېلا شخصیت ګڼې بریاوې لري چې په تفصیل سره د ټولو را اخیستل او څېړل د یوې لیکنې له حد څخه وتلې خبره ده خو په  دې ځای کې د نوموړي د بریالي ژوند د څو بریاوو نومونه اخیستل کېږي:

  1. د نژادي تبعیض له منځ وړونکی؛
  2. د سیاسي روغې جوړې په لاسته راوړلو کې د بریا حاصلول؛
  3. تېر په هېر سیاست حاکمول او د خپلو مخالیفینو او دښمنانو بخښل؛
  4. د جنوبي افریقا او حتی نړۍ د تور پوستانو د سیاسي حقوقو اعاده کوونکی او هغوی ته د عدالت تامینوونکی
  5. د بخښنې لاره تر ټولو ښه ګڼل؛
  6. د ګډ نظام جوړولو ته د خپلو مخالیفینو رابلل او د هغوی د ملاتړ جذبول؛
  7. په دېموکراسۍ باور درلودل؛
  8. د زغم کلتور ته وده او په پخلاینه باور درلودل.

نېلسن منډېلا په نړیواله کچه مشهور و، د هغه په هکله له ډېرو څیزونو څخه خلک خبر دي خو پنځه داسې شیان شته چې ښايي ځیني ترې خبر نه وي.

لومړی: د سپورت مینه وال

ښاغلی نېلسن منډېلا د سوک وهنې مینه وال و او نوموړ په خپلې ځوانې کې له سوک وهنې او اوږد واټن له ځغاستې خوند اخیست. هغه په ۲۷ کلن بند کې هم هره ورځ سهار سپورت کاوه.

دویم

د ښاغلي نېلسن منډېلا اصلي نوم نېلسن نه و او نېلسن یې روحاني او انګریزي نوم دی چې په نهه کلنۍ کې د ښوونځي یوه ښوونکي پر هغه انګلیسي نوم نېلسن کېښود.له دود سره سم ښوونکي پر هغه عیسوي نوم کېښود.په سوېلي افریقا کې دود دی چې پر هر چا یو انګلیسي نوم هم ايښودل کېږي څو بهرنیانو ته یې تلفظ اسانه وي.سره له دې چې د ښاغلي منډیلا انګلیسې نوم په نړیواله کچه مشهور دی په کور دننه ډېر ځله په مودابی هم یادېده.

دریم

کله چې نېلسن منډېلا له زندان نه خوشې شو په زندان کې یې خپلې عینکې هېرې کړې وې.ښاغلی منډېلا د ۱۹۹۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه له زندان نه خوشې شو.له زندان نه له خلاصېدو سمدستي وروسته هغه باید ګڼ شمېر ټولو شویو خلکو ته وینا کړې وای، کله چې هغه وینا کولو ته ځان چمتو کړ پام یې شو چې عینکې یې په زندان کې هېرې کړې دي.

څلورم

د دې لپاره چې د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د امنیتي مقاماتو له نظره بچ پاتې وي نېلسن منډېلا په څو نومونو ځان معرفي کړی لکه تور ګل، موټروان، باغوان او مشر.له دې کاره یې هدف دا و چې په آزاده توګه وکولای شي چې په هېواد کې سفر وکړي.تر ډېره پورې څوک نه پوهېدل چې نېلسن منډېلا د پردې ترشاه سیاسي فعالیتونه کوي.

پنځم

نېلسن منډېلا د وکالت یو ځانګړی دفتر درلود خو ډېر کلونه وخت یې ونیوه چې هغه د وکالت دیپلوم ترلاسه کړي.نېلسن منډېلا په ۵۰ کلونو کې د وکالت دیپلوم ترلاسه کړ.هغه په تقریباٌ نیمايي کورسونو کې ناکام شوی هم دی.د هغه د پوهنتون پر دیپلوم سربېره د وکالت دوه کلن ديپلوم هغه ته د وکالت د تمرین کولو زمینه برابره کړه.نېلسن منډېلا او اولیف ټامبو په سوېلي افریقا کې په لومړي ځل د تورپوستانو د وکالت دفتر پرانیست.منډېلا د وکلات ديپلوم په زندان کې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې ترلاسه کړ.

پر ښاغلي نېلسن منډېلا نیوکې

انسان که د خپل ژوند او مبارزې په لړ کې هر څومره زیات مثبت ټکي لري نو هرو مرو به یو شمېر داسې ټکي هم لري چې د انتقاد وړ به وي. له ګڼو مثبتو ټکو سره یو شمېر داسې ټکي هم شته دي چې د هغه په وسیله په ښاغلي نېلسن منډېلا د نیوکو په شکل را څرګندېږي لکه:

لومړی: د نظامي ډلې مشرتوب

یوه لویه نیوکه چې په ښاغلي نیلسن منډېلا کېږي هغه د څه وخت لپاره د خپل ملي مقاومت په ترځ کې د داسې نظامي ډلې مشري ده چې په ځینو ځایونو کې یې چاودنې کړې او په نظامي افرادو سربیره یې یو شمېر بې ګناه کسانو ته هم زیانونه رسولي دي. خو د هغه وخت یو قوماندان په خپله مرکه کې له بي بي سي سره دا خبره څرګنده کړې ده چې ښاغلي نیلسن منډېلا به دوی ته ویل: (که چېرې د جنوبي افریقا حکومت د دوی خبره و مني او د دوی حقوق ورته ورکړي نو دوی به نظامي یرغلونه پای ته رسوي او وسله وال مقاومت به ختموي)

دویم: له اېډز سره په مبارزه کې پاتې والی

دویمه لویه نیوکه چې په ښاغلي نېلسن مانډیلا کېږي هغه دا ده چې د نوموړي مبارزه له اېډز سره په مبارزه کې بریالۍ نه وه او له همدې کبله زیات شمېر وګړي له دغې مهلکې ناروغۍ څخه کړېږي. سره له دې له سیاست څخه تر ګوښه کېدو وروسته هم ښاغلي منډېلا د اېډز له ناروغۍ سره د مبارزې په لاره کې یوه ټولنه هم تاسیس او خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ خو پرېکنده پایله یې نه درلوده.

دریم: له جنوبي افریقا څخه د سپین پوستانو مهاجرت

کله چې په جنوبي افریقا کې تورپوستان واک ته و رسېدل، سره له دې چې تېر په هېر سیاست یې پلی کړ او ټولو هېوادوالو ته یې د مساویانه حقوقو په درلودولو سره د ژوند زمینه برابره کړه خو بیا هم یو زیات شمېر سپین پوستان له جنوبي افریقا څخه وتلو ته زړه ښه کړ او حکومت په دې بریالی نه شو چې د هغوی مخنیوی وکړي.

څلورم: بېکاري

بېکاري هغه لویه ستونزه ده چې جنوبي افریقا ورسره لاس په ګرېوان ده او د دې هېواد د ۲۵ کلنو هستوګنو په منځکې بیکاري ۶۰ سلنې ته لوړه شوې ده چې ډیره لوړه شمېره ده او د بېکارۍ ستونزه اوس هم په خپل ځای پاتې ده.

پنځم: د طبقاتي ژوند ادامه

په جنوبي افریقا کې د خلکو تر منځ اوس هم هغه طبقاتي ژوند ادامه لري چې له مودو راهیسې رواج وو او په دې هکله د جنوبي افریقا د سپین پوستانو او تور پوستانو هغه ښارونه یې غوره بېلګې دي چې تر منځ یې ۲۰ کیلو متره فاصله ده او د تورپوستانو د واک په ۲۰ کلنه دوره کې یې هېڅ راز بدلون نه دی موندلی او یوازې تشې وعدې ورسره کېږي په ټولیز توګه د نوموړي هېواد د هستوګنو تر منځ د ژوند پراخ طبقاتي بدلون لېدل کېږي.

پایله

ښاغلی نیلسن منډیلا د نړۍ د مشهورو کسانو په ډله کې د ځان لپاره ځای موندلی، نوموړي ځکه دومره شهرت تر لاسه کړ چې د نژادي تبعض په وړاندي یې پراخه، سوله ایزه او هراړخیزه مبارزه په داسې حال کې په بریالیتوب سره سر ته و رسوله چې له تاوتریخوالي یې ډه ډه کوله. که څه هم نوموړي تر یوه وخته وسله واله مبارزه هم کوله خو د عمر ډېره برخه یې د سوله ایزې مبارزې پر مفکورې ولاړه وه. د نیلسن منډیلا د مبارزې څخه د نړۍ د زیات شمیر هیوادونو مشران په لږ یا زیاته پيمانه اغیزمن شوي او د منډیلا نقش قدم او  لاره یې د خپلو سوله ایزو موخو په لاسته راوړلو کې بریالۍ ګڼلې ده. له زیاتې مودې راهیسې ښاغلی نېلسن منډیلا د سږو د خرابوالي په ناروغۍ اخته وو او روغتیایې وضعیت یې د ورځې په تیریدو سره د خرابوالي په لور خوځېده خو له دې سره سره کله ناکله د ځینو مهمو پیښو په ترځ کې د تلویزیون په پرده را څرګندېده او نړیوالو ته به د سولې، ښه ژوند او له بې عدالتۍ سره د سوله ایزې مبارزې پیغامونه خپرول چې د یوه ستر نوم تر پرېښودلو وروسته اوس د تل لپاره له فاني نړۍ څخه کوچېدلی دی.

اخځلیکونه:

۱.د بي بي سي راډیو پښتو خپرونه، د نیلسن منډېلا د مړینې د ورځې پروګرام

۲.همدرد، محمد شفیق، د نیلسن منډیلا ژوند، د لروبر پښتو برېښناپاڼه

۳.احمدي وردګ، ګل آغا، شخصي یادښتونه، د نېلسن منډېلا برخه

۴. http://en.wikipedia.org/wiki/Nelson_Mandela

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *