تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د ملګروملتو یونسیف وايي، په سلو کې ۵۰ افغان نجوني د میاشتني عادت په اړه هیڅ راز معلومات نه لري.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن /سې شنبه/ د نجونو د لمانځنې په دوهم پروګرام کې وویل، په سلو کې ۳۰ افغان نجونې د میاشتني عادت په موده کې ښوونځیو ته نه ځي، په سلو کې ۱۲ د میاشتني عادت په موده کې صحي اسانتیاوې لکه پاک تشناب، پاکې اوبه، صابون او کوتیکس یا پډ نه لري. او په سلو کې ۷ نجونې د میاشتني عادت په مهال ځان نه مینځي.

په افغانستان کې اصلي ستونزه دا ده چې اکثره روغتیايي مسایل هم په تابو بدل شوي او حتي میندې او پلرونه هم له خپلو لوڼو سره په داسې مهمو او حیاتي مسلو خبرې نه کوي.

د عامې روغتیا وزیر هم دې ستونزې ته په اشاره وویل چې وزارت یې د نجونو د معلوماتو د زیاتولو لپاره څو ټوکه کتابونه چاپ کړي او همداراز یې د نجونو په ښوونځیو کې د وسپنې ګولۍ وېشلي دي.

د میاشتني عادت له کبله د نجونو وینه کمېږي او د وسپنې ګولۍ د وینې د کموالي له مخنیوي سره مرسته کوي.

په غونډه کې د هیواد لومړۍ مېرمن رولا غني وویل چې صحتمنې نجونې د سبا د ورځې صحتمنې میندې دي او د نجونو د بلوغ په دوره کې د هغوی روغتیا ته پاملرنه د هغوی د مور کېدو بهیر خوندي کوي.

دې له میندو، پلرونو او ښوونکو وغوښتل چې نجونو ته د بلوغ د دورې د بدلونونو په اړه کافي معلومات ورکړي.

له بلې خوا د ملګروملتو یونسیف وايي، د میاشتني عادت په اړه د نجونو بې خبري حتي په ځینو مواردو کې د دې سبب کېږي چې نجونې له ښوونځیو ووځي.

د دې ادارې په وینا په سلو کې ۷۰ افغان نجونې د میاشتني عادت په دوره کې حمام نه کوي، په سلو کې ۲۹ د میاشتني عادت په موده کې ځینې ورځې ښوونځي ته نه ځي او په سلو کې ۸۰ په دې موده کې زیارتونو، ودونو او د جنازې مراسمو ته نه ځي.

یونسیف دا هم وايي چې نیمايي افغان نجونې مخکې تر دې چې بلوغ ته ورسېږي له دې نه وي خبرې چې میاشتنی عادت هم شته او له همدې کبله د اکثرو لپاره لومړنۍ تجربه ډېره سخته او بېروونکې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *