په نیمروز ولایت کې د مرستیال او سرپرست والي سردار محمد همدرد په لاس په لومړي ځل د نیالګي کېنولو پراخه کمپاین پیل شو، چې د ښاروالۍ رییس مسعود چخانسوري، د زراعت رییس اکبر شریفي، د پوهنتون استادانو او یوشمېر نورو ځوانانو په کې برخه درلوده. 


د نیالګي کېنولو دغه کمپاین د نیمروز په پخواني هوایي ډګر کې د ننه له جوړیدونکي پارک څخه پیل شو او شاو خوا پنځه زره نیالګي په کې کېنول کیږي، چې په ټوله کې سږ کال د نیمروز ولایت لپاره څلوېښت زره نیالګي په نظر کې نیول شوي دي. 


مرستیال او سرپرست والي و ویل، چې د نیالګیو کېنول د نیمروز لپاره د پرمختګ او ابادۍ پیغام ورکوي او هیله یې وښوده، چې دغه اقدم د نیمروز لپاره نېک تمام شي. 


ښاغلي همدرد پر ټولو دولتي او غیر دولتي اداري مسوولینو غږ وکړ، چې په خپلو ادارو کې نیالګي کېنوي، څو د نیمروز ښار له پاکې هوا او طبیعي ښکلا څخه برخمن شي. 


د نیالګي کېنولو دغه کمپاین داسې مهال پیل کیږي، چې په نیمروز ولایت کې سرسبزي د نشتون په حساب ده او خلک یې ترې اغېزمن شوي دي.
د نیمروز مرستیال والي مطبوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *