د بدلون اوونیزې لیډینګ ستوري –

زموږ ټولنه له ډېرو اړخو څخه د افسوس او زړه سوي وړ ده خو په هغه اړخ کې بېخې د سړي زړه ور ته خوړل کيږي، د بدبختۍ عوامل، چې ښه پوره څرګند وي خو بیا هم څوک توجه نه ور ته کوي؛ مثلاً: د ښځو د حقونو په برخه کې زموږ ټولنه له یوې لویې انساني فاجعې سره لاس و ګرېوان ده؛ د ملګرو ملتو سیاسي څانګې (یوناما) د ښځو د نړیوالې ورځې (مارچ ۸- مه) په مناسبت ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغاني ښځو په وړاندې ظلم و تاوتریخوالی ۳۵٪ زیات شوی او د افغانستان لویې څارونوالۍ ویلي چې د ښځو د مسایلو په باب له دوی سره لس زره دوسیې پرتې دي.

دا ډېر دردوونکي ارقام دي؛ په سطحې فکر سره سړی پوهېږي، په افغاني ټولنه کې چې هیڅ ښځه خپلو حقونو ته د لاسرسي توان نه لري او بیا هم په څارنوالي کې لس زره دوسیې پرتې اوسي نو دا اټکل اسانه کېدای شي چې ممکن زموږ لسګونه زره ښځې به نورې هم په ورته شکل له مشکلاتو سره لاس و ګرېوان وي مګر زموږ د ناانساني دودونو له امله به حقوقي مراجعو ته د رسېدو توان نلري او په دې هم پوهېدلای شو چې د ښځو پر ضد د خشونت فیصدي به حتماً د یوناما تر هغې ډېره زیاته وي.

افغانه ښځه هم د یو شمېر افغاني دودونو ښکار ده، هم د حکومت د پراخ فساد له امله، نه یوازې یې ستونزې نه حلېږي بلکې له مجبورۍ څخه یې نوره هم ناوړه ګټه اخیستل کیږي، د ښځو پر ضد د طالبانو له ضدیت، حساسیت او خشونت څخه خو ټوله دنیا خبره ده او عیان ته د بیان ضرورت نشته.

دا وضعیت د نننۍ نړۍ په علمي چاپېریال کې ډېر د شرم وړ دی، هغه ملت چې د ننګ و غیرت دعوې کوي، بیا یې د غیرت په نوم ښځه له ټولو انساني حقونو محرومه کړې وي او ګزارشونه یې په غونډه دنیا کې خپرېږي نو که په واقعي معنا غیرت وجود ولري اصلاً دا د یوې لویې بې غیرتۍ حالت دی.

زموږ ټولنه چې همېشه وروسته پاته، په جنګ کې ښکېله، پردیو ته محتاجه او له انساني ژونده محرومه ده نو باید ومنو چې یو تر ټولو لوی علت یې زموږ له خوا زموږ له ښځو سره ډېر بد ناانساني چلن او له بشري حقونو څخه یې بې برخې کول دي؛ ځکه ښځه چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او موږ په لوی لاس د خپلې ټولنې نیمه برخه فلج کړې یعنې زموږ ښځي په هیڅډول اجتماعي فعالیتو کې د برخې اخیستو حق نه لري نو د نړۍ تجربې ته په پام سره هیڅ امکان نلري چې په دغسې وضعیت کې دې زموږ ټولنه له هر اړخیزو بدمرغیو څخه وژغورل شي.

که چیري موږ پر دا یوه مثال لا هم سم غور سره وکړو ممکن په ذهن کې مو لوی نقلاب راشي، داسې چې: موږ دا شرم او بې غیرتي بولو چې په خپله ښځه مکتب و پوهنتون ووایو خو دا بیا بې ننګې نه راته ایسي چې همدغه ښځه مو د مریضۍ په وخت کې پردي نارینه ډاکتر ته په عملیات خانه کې تنها او لڅه- لغړه پرته وي، آن داسي کیسې هم شته چې یو شمېر داسي ضدي خلک هم شته چې د مرګ تر بریده خپله ښځه ډاکتر ته نه ور ولي.

هیله ده چې نور نو موږ د جهالت په تیارو کې د غفلت له خوبه را ویښ او د علم و فرهنګ په رڼا کې د انساني او پرمختللي ژوندانه ډګر ته ټول نارینه او ښځي په یوه بسم الله او یوه ږغ سره راووزو! که مو دا انساني کار وکړ نو باور ولرئ چې له هر ناورین او بحران څخه به خلاص شو.

د افغانو ښځو د انساني حقونو د تامین په هیله دې د مارچ اتمه انساندوستو هیوادوالو ته مبارک وي!!!

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۷ مه / پرلپسي ۶۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۱۹/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *