نیم هوښیار ذهن د قوت تر ټولو ستره کتابخونه ده. څومره پوهه، تجربې، نظرونه مو چې تر اوسه ترلاسه کړي، په دغه ذهن کې زېرمه کېږي. ستاسو دغه ذهن نږدې ټولې پېښې په یاد لري او دا وړتیا لري چې معلومات سره ترکیب او یو له بل سره مقایسه کړي.
پر خپلو غریزو باور وکړئ
د طبیعي علومو پوه پیټر اوسپنسکي وایي، نیمه هوښیار ذهن ۸۰۰۰ ځلې له هوښیار ذهن څخه تېز دی. د دویم ځل لپاره د یوه کس لیدل او په چټکۍ سره پېژندل د دغه ذهن یوه بېلګه ده. همدا چې یو کس د دویم ځل لپاره وینئ، نیم هوښیار ذهن مو نوي معلومات له زړو هغو سره مقایسه او په ډېرې چټکۍ سره یې پایله را وباسي.
تاسو په خپل ژوند کې له ګڼو او هر ډول کسانو سره مخ کېږئ او مخ شوي یاست چې له هغې جملې یې ځیني ستا له طبعې سره برابر دي او ځیني یې نه، د دغه څه پرتله کول، له څلورو ثانیو نه په کم وخت کې ترسره کېږي. د نیم هوښیار ذهن اصلي مسوولیت دا دی چې مخ بېلګې له کړنو سره مقایسه کړي. د نیم هوښیار ذهن بله ځانګړنه دا ده چې د بدن ژبه، د غږ ریتم، صلاحیتونه او وړتیاوې مو سره همغږي کړي.
