سپین ږیري پلار د ځوان زوی جنازې ته اوږه ورکړه او په ډېر تکلیف یوڅو ګامه ترجنازې لاندي روان دی.
سید کریم د پلار ځوان زوی و، چي د سړک غاړي په یوه بمي چاودنه کي شهید سوی او اوس يې د قبر خواته جنازه وړي.
سید کریم په هیڅ خبر نه و، سهار وختي د مېلې لپاره له ملګرو سره په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي د (دهلې بند ) ته، چي یو ډېر منظري ځای دی په موټر کي روان سو.
نوموړی د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل اود خدای ورکړی لوړ استعداد له مخي پر ټولګیوالو سربیره پر استادانو هم ګران و.
د پوهنځي ټول استادان په دې باور وو، چي سید کریم به ترفراغت وروسته زموږ ترڅنګ ځوان ډاکټران روزي او دی کولای سي، چي خپله پوهه نورو ته په ښه ډول انتقال کړي.
سید کریم د جمعې په ورځ له ملګرو او ځینو ټولګیوالو سره د مېلې په نیت په موټر کي روان سو، خو نن يې فکر د مخکنیو میلو په ډول سم نه دی او د ملګرو په مجلس کي پوره ونډه نه اخلي.
که څه هم په موټر کي د یارانو خندا او لوړي موسیقۍ شور جوړ کړی دی، خو سید کریم بیاهم داوږدو فکرونو په سیلاب کي غرق ناست دی.
موټر د ارغنداب ولسوالۍ تر کوتل یوڅه هاخواته له دوکانونو سره ودرید، په موټر کی سپاره ملګري یو یو د میلې لپاره سودا رانیولو ته له موټر څخه راکښته سول.
دسودا رانیولو پرمهال هم ملګري له یو اوبل سره ټوکي کوي، خو سید کریم بیاهم هغسي چوپ او د مخکنیو ورځو په ډول نه ږغیږي.
د میلې لپاره د خوښي وړ خوراکي شیان اماده سول، ټولګیوال او ملګري د پيسو په ورکولو کي هڅه کوي،چي دوکاندار ته مخکي پيسې ورکړي، په دې وخت کي سید کریم د دوکاندار د ترازو په پله کي د زرافغانیو نوټ ور وغورځاوی او په لوړ ږغ يې وویل(والله که يې بل څوک ورکړي، همدا زری بس ده که نوري پیسې هم درکړم؟ )
دوکاندار شمله شاته واړول او په خندانه لهجه يې ورته وویل، نه یاره په ماپسي مو لا یوڅو پیسې پاتیږي.
ټولو یارانو له جیبونو څخه راکښلي پیسې بیرته خپلو جیبونو ته کړې او په موټر کي د مېلې خواته روان سول.
بیاهم په موټر کي د یارانو ږوږ دی، خو سید کریم د پخوا په ډول څه نه وايي.
موټر وار په وار تیزیږي، دادی تر سرکاري باغ، او خواجه ملک ولي بابا هم تیر سو، که څه هم سړک ډېر پراخ نه دی، خو پر پوخ سړک موټرځغلول د ځوانانو شوق دی.
نیم ساعت نورهم موټر مزل وکړ، ناببره د یوې لويې چاودني ږغ سو، د ځوانانو ږوږ، لوړه موسیقي او خنداوي یودم چوپ سوې .
هغه ځوانان، چي یو ګړی ترمخه يې تک سپین کالي او د مېلې لپاره چمتووالی نیولی وو، په وینو کي لت پت یوې اوبلي خواته پراته دي.
د چا غبرګي پښې یا غبرګ لاسونه مات دي، د چا سر دوه ځایه دی، څوک نیمايي نه سته او څوک د پېژندلو نه دي.
سړک بند سو، له نورو موټرونو څخه خلک د مرستي لپاره راغلل، د ځوانانو په راټولولو لګیا سول.
د سید کریم پر ځیګر یوه لویه اوسپنه لګېدلې ده او ترملا يې وتلې ده، سترګی يې یخي پاته او خوله يې لکه خاندي چي داسي معلومیږي.
سید کریم د پلار یوه دانه زوی و، له پلار سره يې قو ل کړی و، چي داځل له کلنيو ازموینو وزګارسم، نو عمري ته به يې لیږي او، چي له پوهنتون فارغ سي، نو بیابه واده کوي.
دایوازي د سید کریم پلار نه دی، چي ارمانونه يې نیمګړي سول، بلکي په دوه زره پنځلسم کال کي د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د نظارت او څېړني د څانګي د مسؤلینو د اطلاعاتو له مخي په دغه ولایت کي د بیلا بیلو پيښو پرمهال ۴۹۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي او ۲۵۵ ټپیان دي، چي په دې ډله کي یوازي ۱۰۷ نارینه، ۲۴ میرمني او ۳۷ کوچنیان د سړک غاړي په ماین چاودونو کي وژل سوي او ددې ترڅنګ ۱۷۸ نارینه، ۳۳ میرمني او ۳۷ کوچنیان د سړک غاړي ښخ سویو ماینونو ټپیان کړي دي.
دلته موږ یوازي شمیرې لولو یایې لیکو اصلا همدومره کورنۍ د غم پر ټغرکښېنستلي دي، چي دا یو لوی بشري ناورین دی او ددې بشري ناورین مخنیوی یوازي په ريښتنې سوله کي نغښتی دی.
په دې هیله، چي نوی ۲۰۱۶ کال مو له غمونو لیري کال وي.
۰۱ – ۰۱ – ۲۰۱۶