د شرابو پر تش ګیلاس یې شونډې کیښودې. په رستورانت کې یو میز ورها خوا د زیړو ویښتو او کمه رنګه ابي سترګو نجلۍ داسې ورته وایسیده لکه نیمګړې رسامی. نجلۍ سترګې ښکته واچولې. ده پر دیوال د خزنده و د راځوړند تصویر لور ته سترګې پورته کړې. په انځور کې خزنده پر ګردیو ګردیو ډبرو لک وو، شاته اوبه بهیدې. لرې لغړه ونه باد ته کږه شوې وه.

ناڅاپه پاڅید، پیسې یې پر میز واچولې، له رستورانته ووت. نه پوهیده چې د  کم رنګه ابي سترګو نجلۍ په کوم لور وتلې. چپ لاس ته تاو شو. پر دیوال یې لاس تکیه کړ، نژدې پرتلی و. د رستورانت دا بله خوا پسې رهي شو. د موټرڅراغونو ته یې سترګې وبریښیدې، ټکسي و، ورپورته شو، سیخ خپل کور ته ولاړ.

 په تشناب کې د څراغ له لګیدو سره میږیو پر سپینو کاشیو یوې خوا بلې خوا منډې کړې. ده د خزنده و د وژلو سپرې ورته ونیوله. پر یو ځای یې د میږیو د غار ګومان راغی، هلته یې ډیره دوا وشیندله. څراغ یې مړ کړ، دباندې د باران غږ شو. بیرته یې څراغ ولګاوه، میږي نه ښکاریدل. د سپرې پر ډبی د مچ سترګې غټې او د ماشي پښې جګې ورته ښکاره شوې، ویې خندل، بوتل یې پوزې ته ونیو  د دوا داسې بوی ته لکه د ودکا. د رستورانت د نجلۍ ښویه ویښته تر سترګو تیربیر شول.

د تشناب څراغ یې مړکړ، د خوب په کوټه کې یې ځان پرتخت واچاوه. په اړخ واوښت راواوښت. بهر د باران د دانو میده میده ټکا وه.  بالښت یې پر سر کیښود، کړکۍ یې پورې کړه، پښې یې راټولې کړې، راپاڅید، د تشناب څراغ یې ولګاوه. میږیان په کتار وو، پښه یې پرې کیښوده څو دانې یې تر پښې لاندې کړل، څو په غار ننوتل، څو یې پر پښه لک شول. سپرې یې  ورته ونیوله میږیان د ده له پښې ښکته شول، تر ټپ لاندې خپل غار ته ننوتل.

ده سپرې له ورسۍ بهر واچوله، د  څراغ سویچ یې په څپیړه وواهه خو له بهره د بریښنا رالویدلې رڼا ته د سترګو په رپ کې تشناب روڼ شو، تیاره شو، روڼ شو او له تپې تیارې  سره د باران شُر شو. ( پای )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *