لیکوال: جاوید بېګ –

له کومي ورځي راهيسي چي خبر سوم د رڼا مېړه مړ سوی ډېر خواشينی او   نارامه وم، بيخي ځمکي ځای نه راکاوه، نه پوهېږم چي دا به مینه وه او که زړه سوی؟ رڼا زما شاګرده وه او څو مياشتي کېدې چي پېژندلې مي وه. په ښځمنو  کي یوازي دا وه چي ما ډېري خبري نه سوای ورسره کولای او علت یې ماته هم نه  رامعلومېده، ښايي علت به يې دا و چي هغه زماډېره خوښېدله او یا به د هغې زه خوښېدلم.

یوه ورځ هغه ماته نژدې راغله او غوښتل یې یو څه راته ووایي، خو ما وار مخکي کړ  او ورته ومي وویل: ګوره رڼا ته یوازي زما شاګرده یې بس. رڼا راغبرګه کړه: زه پوهېږم، خو دا زما په وس کي نه ده او بل مینه کول یا خوښول خو بد کار نه دی. دا خبره سمه ده چي ته د خلکو له خبرو وېرېږې، خو زه باور لرم چي ته هم تر ډېره وخته پوري مينه په زړه کي نه سې پټولای او اخير به ته هم زما د ميني خبره وکړې.

دوه درې کاله وروسته مي د رڼا  د اکا زوی ولید. د رڼا پوښتنه مي ځني وکړه، ما ويل غواړم يو وار يې ووينم، خو له نېکه مرغه چي دا ارمان مي هم پوره سو او  رڼا مي په يوه واده کي وليده.کله چي مي پر هغې سترګي ولګېدې، نو نژدې ورغلم او مخ ته يې  ودرېدم.  هغه زما په ناڅاپه لیدو  ډېره حیرانه سوه. په خندا مي ورته وويل: څنګه دي داسي په خواشيني او زهير اواز  راته وويل چي ښه يم؟ خيريت خو به وي؟  و مخ ته مي يې ښه په ځير وکتل، هغه د پخوا غوندي خوشالي او تازګي نه پکښي ښکارېدله. په غمجن ډول مي ورته وويل: ستاسي سره چي څه وسوه خبر سوم، ډېر خواشيني سوم، بس دا نو د رب کارونه دي.

–  اوس چېري اوسېږې؟

–  هلته اوسېږم چي تا پرېښوولم

– واده دي کړی دی؟

– نه واده مي نه دی کړی، د واده لپاره مي مناسب څوک پيدا نه کړ.

رڼا حيرانه سوه، داسي فکر يې کاوه چي زه ټوکي ورسره کوم، په دې وخت کي د رڼا مور زموږ خوا ته راغله او زموږ  خبري هم دلته پاته سوې.

هغه شپه مي ټوله په ویښه تېره کړه، رڼا مي يوه شيبه هم له زړه نه وتله. ما څو کاله صبر کړی و او هغه مي هېره کړې وه، خو نه پوهېږم چي اوس ولي بيرته ناارامه سوم؟ زما په دې حالت زما انډيوال پوه سو، يوه ورځ يې راته وويل چي څو ورځي کېږي خواشينی معلومېږې، ما ته ووايه، څه خبره ده؟  ما غوښتل خپله خواشيني پټه کړم، خو هغه نه منله، اخير مجبور  سوم   چي ورته ووايم  له يو چا سره مینه لرم او د هغې بېلتون مي ځوروي، له داسي چا سره مينه لرم چي هغه تر واده يوه اوونۍ وروسته کونډه سوې ده. ملګري مي دا خبره له خپلي میرمني سره شریکه کړه او پرېکړه يې کړې وه چي زما په مرکه به ورځي. بس ما هم له خدايه دغه ورځ غوښتل، ځکه  نور مي د صبر کاسه ډکه سوې او زغم مي نه سوای کولای، غوښتل مي لږ تر لږه پوه سم چي رڼا اوس زما په اړه څه فکر کوي.

په کومه ورځ چي زما د انډيوال مېرمن د رڼا کره په مرکه ورغلې وه، هغه ورځ هيڅ نه تېرېده، ډېر ناارامه وم، ما ويل خدای خبر چي رڼا به څه ځواب ورکړي. د صبر دا شېبې هم پای ته ورسېدې او د رڼا د رد ځواب راغی. د دې خبري  په اورېدو ډېر ناهيلی نه سوم، ما ويل رڼا اوس په يوه خصوصي ښوونځي کي استاده ده، بايد وخت ورسره تېر کړم، کېدای سي د وخت په تېرېدو سره يې اراده بدله او واده کولو ته زړه ښه کړي.

یوه  ورځ زما د انډيوال مېرمني راته وويل چي هغه غواړي رڼا مېلمنه کړي.  له ځان سره مي وويل چي په دې پلمه به ما ته هم لاره خلاصه سي چي رڼا ته د واده خبره بيا ورياده کړم.  باالاخره هغه وخت هم راغی چي زه او رڼا سره مخامخ سولو. ما له مقدمې پرته د واده خبره ورياده کړه، د دې خبري په اورېدو د رڼا په سترګو کي اوښکي ودرېدې. ویل ما مخکي تا ته ويلي وه چي واده راسره وکړه، خو تا هغه وخت و نه منله، خو اوس هم له ما سره د ميني په خاطر نه، بلکي د زړه سوي له امله  واده کوې او غواړې چي په دې ډول خپله پخوانۍ غلطي جبران کړې، خو په ياد يې لره چي زه نه ستا او نه هم له بل چا سره واده کوم. د رڼا په دې خبره  مي  زړه هم مات سو، خو بیا مي هم د زړه په یوه کونج کي لږ  هیله پاته وه او فکر مي کاوه چي يوه ورځ به رڼا زما خبره ومني.

یوه ورځ  زه د رڼا په فکر  کي ډوب ناست وم چي تصادفا د هغې زنګ راغی، ويل زه اوس هم ستا سره مينه لرم او غواړم چي د ژوند پاته برخه ستا سره تېره کړم. د دې خبري په اورېدو سره مي زړه باغ باغ سو، له خوشاليه په کاليو کي نه ځايېدم، ځان مي د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان احساس کړ. په همدې خوشالۍ کي څو ورځي تېري سوې، غوښتل مي رڼا ته زنګ ورکړم او د خپلي خوشالۍ يادونه ورته وکړم، خو موبايل يې کار نه کاوه. اندېښنه راته پيدا سوه او د هغې د کور  خوا ته روان سوم، ګورم چي د رڼا دوی د کور مخ ته ګڼه ګوڼه او خورا ډېر خلک راټول سوي دي.

کله چي نژدې ورغلم، نو پر ځای هیښ پاته سوم،  زما رڼا په وینو کي لژند او تکه سره پرته وه او مور  یې سرته ناسته  او  په چیغو چیغو يې ژړل. د رڼا د وروستي ټيليفون دې خبري مي په غوږو کي ازانګه وکړه چي: (( زه اوس هم ستا سره مينه لرم)).  د رڼا دې خبري زما په ژوند کي يو ژور بدلون راوست او پرېکړه مي وکړه چي زه هم له بل چا سره واده نه کوم، بس زه يم او د رڼا يادونه دي او په دې ډول ژوند تېروم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *