معصومیت او ناهیلي یې په سترګو کې له ورایه ښکارېدل.  زه ورته نږدې وم، په مخامخ ښوونځي کې د ماشومانو شور ماشور و.

ماشوم ته ورنږدې شوم. د رنګه قلمونو ګېډۍ یې په لاس کې وه. تر څنګ یې ودرېدم. سترګې یې راپورته کړې. قلمونه یې را وړاندې کړل خو ما ترې و پوښتل:

  • ښوونځي نه وايې؟

ماشوم سترګې ټېټې کړې، په لاس کې یې د قلمونو ګېډی واړوله را واړوله. پورته یې را وکتل په نري غږ یې وویل:

  • نه تر څلورم ټولګي مې لوستی اوس یې ونه وايم.
  • ولې؟

ستوني له ژړا ډک شو،  په ژړغوني غږ یې ځواب راکړ.

  • وږي یو، د خوړلو لپاره په کور کې څه نه لرو. پلار مې څه وخت مخکې په چاودنه کې وژل شوی. په کور داسې څوک نه لرو چې کار وکړي. دا قلمونه مې خپلوانو را ته ډالۍ کړي و، اوس یې پلورم، چې ډوډۍ پرې واخلم.
One thought on “نیمګړې هیلې/ لیکوال: حسیب نورمل”
  1. ښه لنډکۍ کیسه ده، خو مکالمه د یوه نالوستی ماشوم نه بلکې د یو لوستي لیسانسه شخص ده، هغه هم د داسې کس چې د پښتو سوچه والي ته ژمن وي.
    د دې مکالمې په ځای – تر څلورم ټولګي مې لوستی اوس یې ونه وايم
    ښه به دا وه چې داسې لیکل شوي وی – تر څلورم صنف مې ویلی اوس یې نه وایم
    بله مکالمه هم ورته ستونزې لري.
    وږي یو، د خوړلو لپاره په کور کې څه نه لرو. پلار مې څه وخت مخکې په چاودنه کې وژل شوی. په کور داسې څوک نه لرو چې کار وکړي. دا قلمونه مې خپلوانو را ته ډالۍ کړي و، اوس یې پلورم، چې ډوډۍ پرې واخلم
    ماشوم نه د ډالۍ له کلیمې او له هم د پلور له لفظ سره اشنا وي او نه دا ویلي شي چې( په کور کې داسې څوک نه لرو.) زما په نظر دغه لاندې مکالمه به غوره وه.
    وږي یو، په کور کې خواړه نه لرو. پلار مې په په چاودنه کې مړ شوی. په کور د کار بل څوک نه لرو . دا قلمونه مې خپلوانو را ته اخیستي، چې خرڅ یې کړم، په پیسو یې ډوډۍ اخلم
    هیله ده زما په دې کره کتنه به لیکوال خوابدی نه شي.
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *