ګلزار د هندوستان مشهور شاعر دى. اصلي نوم يي سمپيورن سنګ دى. ګلزار د هندي فلمونو لپاره سندرې ليكي او په خپله يي هم يو شمېر فلمونه جوړ كړي دي. ده په ځوانۍ كې د ژوند چارې د موټر ميخانيك په توګه پيل كړې، خو وروسته يي د شوق له مخې فلمونو ته سندرې وليكلې او ډېر بريالى ثابت شو. د هندوستان د مشهور شاعر مرزا غالب په ژوند يي يو ټيلويزوني سيريال جوړ كړ، چې شاهكار بلل كيږي. ګلزار داسې تشبيهات كاروي، چې د ده شاعري ته يي يو ځانګړى رنګ او خوند وربښلى دى. د سليم ډاګ مليونر نومي فلم لپاره د ګلزار په قلم ليكل شويو سندور اوسكر جائزه وګټله. د همدې ګلزار د ليكلې لنډې كېسې ( نيم) پښتو بڼه ستاسي په وړاندې ده.

ژباړن

—————————————————————

ټولو به (( نيم)) باله. نه بشپړ او نه هم څه كم او زيات ، بس نيم…. او دا ځكه چې له ونې ډېر ټيټ و. خدايزده چا پرې دغه نوم اېښى و، خو كه مور پلار يي واى، نوسړي به ورڅخه پوښتنه كړې وه. تل يي له خلكو څخه د ځان لپاره همدغه نوم اوريدلى و. داسې هم نه وه، چې كله ځورېدلى وي، زړه يي بد شوى وي، بلكل هم نه، هر وخت به په خپلې مستۍ كې ورك و.

خټكو والا به ورغږ كړل، نيمه زما په دكان پام كوه، زه ډوډۍ خوړو ته ځم، نيم به په ژر لښته واخېسته او ناره به يي كړه، راشئ د شكرې ټوټې واخلئ!

كله به يي خټكي خرڅول او كله به يي خرماوې او كله به يي بيا انۍ ته له حكيم صاحب څخه د هاضمې درمل راوړل، د دريم پوړ د كشواني صاحب لور به يي ښوونځي ته بيوله او كه مادهو بنا به مزدور پيدا نه كړ، نو ده به ورسره د خښتو وړو راوړو كار هم كاوه. خو تر هر كار كولو زيات خوند يي د ورا له مخې په نڅا كولو اخېست.

ورا به كه د هر چا وه، خو ده به د خپلې نژدې يوۀ ميل سيمي تر پايه پورې د ورا مخې ته خپل كوچني لاسونه اړول، كوچنۍ پښې به يي رېږدېدې او نڅيدۀ به.

يوه ورځ د الياس وراباڼي تېرېدل، نو دى له عادت سره سم د ورا مخې ته په نڅا رهي شو. پنډت ورټۀ ويې ويل: اې نيمه، غرق شې د مسلمان په ورا كې ناڅې؟

په هوا كې لاس اړوونكي نيم ورغبرګه كړه: هو! ډول، خو د هندو مسلمان دواړو وهل كيږي او همداسې وهل كيږي.

نيم به چې له دوولس كلنو ماشومانو سره لوبې كولې، نو د هغو همزولى به معلوميدۀ. ښوونځي ته د ماشومانو له تلو ورسته به يي د ښار ګوټي له سپين ږيري ماليار سره د ونو وچې پاڼې ټولولې او د شپې به يي د پروفيسر صاحب له كوټې څخه ماچس را واخېست او پاڼو ته به يي اور ورته كړ.

يو وار پرو فيسر صاحب يو زړه كرتۍ وركړه. نيم بهر ته راو اېسته ويي كتله او ماليار كاكا ته يي وركړه. وايي، سلامت جوال يي د اغوستو لپاره راكړى، په دې كې خو به زما غوندې درې كسان ځاى شي.

خو هغه دوى ټول غلي كړل، پروفيسر په لوړ غوړ په انګڼ كې راټولو خلكو ته وويل: تاسي ټول نيمګړي ياست، نيم ياست او هغه چې تاسي يي نيم بولئ، وګورئ څومره بشپړ دى، څومره كامل انسان!

كه دا پرونۍ خبره هم وي، خو اصلي كيسه دوه كاله پخوا پېښه شوې وه. له اصلي كيسې مخكې يوه بله كېسه هم وه، چې هغه هم له اصلي كيسې ډېره كمه نه وه، خو د هغې كيسې په اړه ډېر لږ خلك خبر وو.

د چهر پور ښارګوټي تر ټولو ښاېسته نجلۍ رادا كملاني هغه ورځ د هير ګنج له سيمي راتله، چې دريو تنو بدمعاشانو يي لار ونيوله. يوه ورته سترګه ووهله، بل شپيلك واهه او دريم په مټ ديكه وركړه، نجلۍ وترهيده، لرې د كوڅې په بل سر كې يي يو سيورى تر سترګو شو، په زوره يي چيغه كړه… نيماااااااااااااااااا!

ده غږ واوريد، په منډه ورغى، نجلۍ تر لاس ونيو: نيمه ما خو تر كوره پورې ورسوه!!
نيم ژر په خبره پوه شو، زړه ور شو، د رادا په مټ يي لاس كېښود او وې ويل: ځه چې ځو، زه يم كه نه.

او د درې واړو بدماشانو له منځه يي رادا داسې را واېسته لكه د هوا څپه چې تېره شي، خو په هغه شپه نيم ته خوب نه ورته، لومړى ځل يي احساس وكړ، چې عمر يي اته وېشت كاله دى، تر لسو ورځو پورې يي د ښوونځي له هلكانو سره لوبې كول پرېښي و او كالي به يي هم له اوتو كولو وروسته اغوستل، خلكو هم دا بدلون وليد او رادا هم، خوهغه يوازې مسكۍ شوه وې ويل: څومره ښكلى.

نيم خو لكه په ژوند كې چې يو نوى كار وموند، د ساتونكي دنده، د باډي ګاډ كار، رادا هم خوشحاليده، هغه به تر پوهنځي پورې بيوله، كله نا كله به يي كتابونه هم ورسره واخېستل……..كله به ماښام ورغى، بېرته به هم ورسره ګډ راتۀ…..خو يوه ورځ يي رادا زړه ورمات كړ.

هغه به له جګديش سره ديدن ته هلته تله، چې نيم به بيوله…. د جګديش دا كار خوښ نه و.. چې اعتراض يي وكړ، نو رادا ورټۀ…. توبه، توبه …په هغه خواركي شك كوې؟ په هغه نيم ژواندي نارينه !!!!

بس له دې ورهاخوا يي په نيم كې د اورېدو توان نه و، څټ مخ شاته لاړ، له رسيدو سره سم يي په كوڅه كې پروت سپى وډباوه….. ډېر يي وواهه او داسې لكه پخپله چې زخمي وي، په خپله كوډله كې څملاست.

دويمه ورځ يي رويه بدله وه، خلك حيران وو، هر چابه چې د كوم كار ورته وويل، نيم به ورنه پوښتل: پېسې به راكوې؟

– پيسې؟ ته په پېسو څه كوې؟؟؟؟
– هرڅه مې چې پرې وكړل.

كرار، كرار د نيم په صندوق كې څو ډوله سكې او نوټونه جمع كيدل، دا له اصلي خبرې مخكې خبره ده او اصلي خبره داده، چې شپږ مياشتې وروسته رادا واده شوه….

په لوړ غږ ټيپ ريكارډونه غږېدل او له كونج څخه د بينډ باجو غږ راتۀ، نيم ته يي زغمل مشكل شو، نڅيدونكي لاس پښې يي په لړزه شول، چټك پاڅيد، له صندوق څخه يې ټولې سكې او نوټونه ټول كړل او د چهر پور ښارګوټي د( سي ) ودانۍ د ديارلسم اپارتمان دروازه يي وټكوله.

په ديارلسم اپارتمان كې سيه اوسيده، تنها او بدنامه…. د ښارګوټي ټولو خلكو غوښتل، چې سيه دغه كور پرېږدي، ځكه سهار او ماښام ناوخته يو شمېر خلك ليدل شوي وو، چې كورته ته يي ورتله او يا ورڅخه وتل، نيم هم دا خلك ليدلي وو، خو پټه خوله و.. مګر نن … … …

خدايزده په اپارتمان كې دننه څه تېر شول، خو نيم اووه ساعته وروسته د سيه له كوره ووت، هاغه وخت، چې د رادا ډولۍ وړل شوې وه. له دې وروسته نيم اكثر هلته تۀ. خلكو ته ډېره بده معلوميده، چې سيه له نيم سره هم له اړيكو ساتلو دريغ ونه كړ.

دوى دا هم نه شواى زغملاى، چې يوه ښځه چې دوى ورسره اړيكې لري، له نيم غوندي (لنډي) سره هم اړيكې وساتي، ولو كه هغه فاحشه هم وي، بس د سيه په ضد د ټول ښارګوټي اوسيدونكي فعال شول…يو دوو ځوانانو خو نيم سم و ډباوۀ….نيم له غوسې ليونى شو…د سيه كره ورغى، هغه په بستر پرته وه، شايد ناروغه وه، نيم په ساده باده انداز ورته وويل: سيه! زه غواړم واده درسره وكړم… سيه ورته وكتل…مممممم يي كړه او بل لور ته يي مخ واړاوه.

نيم له مټه ونيوله د ځان لور ته يي واړوله او ورڅخه يي وپوښتل: ولي ؟ له ماسره واده نه كوې، زه سړى نه يم ؟؟؟ ته مې هم …. نيم سړى بولې؟؟؟؟؟؟

سيه ورته يوه شيبه په غور وكتل، ورغبرګه يي كړه: نيمه پرېږده چې ويده شم، ناروغه يم !

د نيم له لاسه د سيه مټ خوشى شو: ښه ده، ومره! دوزخ ته لاړه شه!
همدومره يي وويل، تاو شو وريي په زوره په ځان پسې پورې كړ او په زينو كوز شو.

اصلي خبره دا هم نه ده، ځكه له دې وروسته هم نيم تر يوه كاله پورې په چهر پور ښارګوټي كې اوسيدۀ. د سيه په اړه ډول ډول اوازې هم ورته رسيدې…. د (سي) ودانۍ مخې ته اوس په قصد ډېر نه تېرېده. چا ورته وويل، چې د سيه زوى شوى دى او د ا خبره د چهر پور ښار ګوټي اوسيدونكو نه زغمله. په سيه پسې يي راواخېسته… ويې باسئ له دې ځايه….. اپارتمان پرېږده!!

خو په دې سربېره هم سيه شپږ مياشتې هلته تېري كړې.

او دا پرونۍ خبره ده، چې نيم د خپلو خوړو بوجۍ په شا ښار ګوټي ته ننوت. ويې ليدل، چې د (سي) ودانۍ لاندې د خلكو ګڼه ګوڼه ده، ده پوښتنه هم ونه كړه، خو چا ورته وويل، چې سيه زهر خوړلي دي…. نيم چټك پاس منډه كړه… دا هم ورنه هېر و، چې په شا يي د خوړو بوجۍ بار ده او دى كولاى شي هغه كښېږدي… خدايزده ولي خلكو هم لار وركوله… او بالاخره د ديارلسم اپارتمان دروازې ته ورسيد… ويې ليدل، چې د سيه مړى اوس هم په بستر پروت دى او د شپږو مياشتو ماشوم ورسره لوبې كوي.
په ټول ښارګوټي كې د پروفيسر غږ اورېدل كيده: دا ماشوم به له تاسي نه كوم څوك ومني ؟؟؟؟
تاسي دومره شرف خو لرئ، چې بسپنه وكړئ او مړى وسوځئ، خو … دغه ماشوم يي… زه پوښتنه كوم … څوك شته، چې ويې مني؟؟؟

ټول لكه بتان داسې ولاړ وو.

ناڅاپه د نيم له لاسه د خوړو بوجۍ وښويده.. ټولو په حيرانۍ ورته وكتل، كرار، كرار ورغى، ماشوم يي واخېست ، په اوږه پورې يي ونيو او بې له دې چې چا ته وګوري، د خلكو د ګڼې ګوڼې په منځ كې تېر شو او د ښار ګوټي له درازې بهر ته ووت.

د پروفيسر غږ اوس هم اورېدل كيده: تاسي ټول نيم ياست، نيمګړي… او هغه چې تاسي يي نيم بولئ، څومره پوره دى، بشپړ، كامل انسان!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *