تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د اسد د نیوزیلینډ لومړۍ وزیره جاسینډا آردرن وايي، دفاعي ځواکونه به یې افغانستان کې په دریو مواردو د ښځو حقونو خوندیتوب، سوله او امنیت تمرکز وکړي.
مېرمن آردرن د ناټو له سرمنشي سره لیدنه کې ویلي، هېواد به یې افغانستان ته د ناټو ماموریت سره خپل سرتېري واستوي او هلته به یې کار د ښځو د حقونو خوندیتوب، امنیت او سوله باندې راڅرخي: (( زموږ ځواکونه به هڅه وکړي چې افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ترلاسه شوي پرمختګونه وساتي.))
مېرمن آردرن وايي، د خپلو ځواکونو له ډلې به افغانستان ته خپل پوځي روزونکي واستوي چې د ناټو له غوڅ ملاتړ ماموریت سره به یو ځای کار وکړي: (( ټاکل شوې وه جون کې خپل ځواکونه افغانستان ته واستوو، خو ما دا پروسه ډسمبر ته وځنډوله، ومې غوښتل چې لومړی باید افغانستان کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ناټو ماموریت و ارزوم.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امریکايي چارواکو هم ویلي وو چې پنټاګون افغانستان ته د ملي ګارد ۴۰۰ سرتېري د سپټمبر په ۲۷مه له ټاکنو یوه ورځ وړاندې استوي.