تاند- د کرکټ د ۲۰۱۵ کال نړیوالې اتلولۍ د نیوزیلنډ او سریلانکا په لوبه پیل شوې.
د ۲۰۱۵ د نړیوال جام لومړنۍ مسابقه د نیوزیلنډ او سریلانکا ترمنځ وه چې کوربه هیواد نیوزیلنډ په ۹۸ منډو وګټله. او استرالیا انګلنډ ته ۳۴۳ منډې هدف ټاکلی دی.
په دغو اتلولیو کې، چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې کېږي، د لومړي ځل لپاره افغانستان هم ګډون لري.
د افغانستان لومړۍ مسابقه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له بنګله دېش سره وي. افغانستان تر دې پخوا یو ځل بنګله دېش ته په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته ټېلفون وکړ او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
ولسمشر په استرالیا کې د افغانستان سفیر ته وویل چې له افغان ټیم سره همکاري وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
په دې مسابقو کې ۱۴ تیمونه برخه لري.
لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي. له افغانستان سره په الف یا اې ګروپ کې استرالیا، نیوزیلنډ، بنګله دېش او انګلنډ، سریلانکا او سکاټلنډ یوځای دي.
له سکاټلنډ او بنګله دېشه پرته، چې احتمال شته افغانستان ترې لوبه وګټي، نور د نړۍ لومړی درجه او خورا پیاوړي ټیمونه دي.
د تېر نړیوال جام اتل هند په بي ګروپ کې له پاکستان، جنوبي افریقا، ویست انډیز، آیرلنډ، متحده عربي امارات او زیمبابوې سره یوځای دی.
د دې اتلولیو وروستۍ پایلوبه به د مارچ په نهه ویشتمه د استرالیا په ملبرن کې وي.