د نیوزیلنډ په پارلمان ولاړ د دغه هېواد بیرغ په نیم ځوړند حالت کې

تاند- نیوزیلنډ یوه ورځ وروسته له دې چې  د کرکټ ټیم یې په نړیوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه، اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۱۱ ته راکموي.

د نیوزیلنډ د حکومت په دې پرېکړه کې، چې تصادفاً د افغانستان او نیوزیلنډ له مسابقې سره تقریباً هممهاله شوې، د پام وړ ټکی دا دی چې نیوزیلنډ په افغانستان کې خپل ۲ سرتېري کموي.

دا هیواد حاضردمه په افغانستان کې ۱۳ پوځیان لري او د هغو له منځه ۲ تنه باسي.

تر دې هم ښايي مهمه دا وي چې دا پرېکړه د نیوزیلنډ له صدراعظمې سره د دغه هیواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په هغه ځانګړې غونډه کې شوې چې په افغانستان کې د نیوزیلنډي ځواکونو د موجودیت د څېړنې لپاره جوړه شوې وه.

د نیوزیلنډ‌ صدراعظمې جاسیندا اردرن د خپل هیواد له دفاع وزیر ران مارک او بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیترز سره په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې په افغانستان کې د خپل هیواد د ګډون پر شمېر بیاکتنه وکړه.

دوی وویل، دې پرېکړې ته ورسېدل چې په افغانستان کې د نیوزیلنډي پوځیانو شمېر له ۱۳ څخه ۱۱ ته راکم کړي.

دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ، د امنیت ټینګښت، د سولې له پروسې سره له یوځای کېدو وروسته په ټولنه کې د وسله والو مخالفانو ادغام، په ټولنه کې د ښځو د رول پیاوړتیا او د افغان امنیتي ځواکونو روزنه د خپلو ۱۱ سرتېرو ماموریت وباله.

د نیوزیلنډ دفاع وزیر ران مارک وویل چې ۶ نیوزیلنډي پوځیان به د افغان ځواکونو په روزنیز مرکز کې، ۲ په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په قوماندانۍ کې او ۳ هم د ښځو د پیاوړتیا، د سولې د پروسې د ملاتړ او په ټولنه کې د ادغام مسوولیت په غاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *