منلي انجنیر صیب ستانه میرزهیر په م ک کې وړاندیز کړی وو، چې د علومواکادمي له خوا دې یوه ډله جوړه شي، چې دا نیولوجیزم Neologisms  زما په اند د څیړنې، پراخونې اوورسره بلدونې اوبلدېدنې کارمخ ته یوسي. زه داسې لږ پوهیدم، چې ګوندې دا خود نوو وینو سره  سر اوکار باید ولري، خوبیا مې هم وغوښتل، چې ځان داسې لږ څه پرې وپوهوم، نو د الماني ن ج له لارې مې دا لیکنه برابره کړه، چې له تاسوسره یې هم په مینه ګډوم.

دا لیکنه به دوه برخې ولري، چې لومړۍ به یې د نیولوجیزم سره ځان بوخت کړي او دویمه به یې نیولجیزم ته د پښتو اړتیا په هکله وي او په دې اړوند به دژبپوهانو کار څه وي او که نورې اړتیا به مو اړیینې وي. 

 که زما د لیکنو سره څوک داسې لږ بلد وي، نو دې ته به  یې هم پام شوی وي، چې زما په لیکنوکې پردې ویونه کم لیدل کیږي، پرته له هغه پوره اړیینویونو، چې پښتو انډول ورته نه پیداکیږي، چې هغه به هم زیات پیداېښتي ویونه نه وي او هغه به هم د هغې اړونده ژبې د ودې له مخې منځ ته راغي وي. 

یوه داسې ځوان پښتون راته لیکلي وو، چې ګوندې زما لیکنې یې لوستلي، خو ډېر ساده دي.

لومړۍ برخه 

نیولوجیزم:

یو نیولوجیزم  Neologismusپه یوې ژبټولنې کې په ټولیزه کارونه کې د مخه ترې تیرشوی یعنې د پرېښودو ژبني  ویونو بیا نوې کارونه ده، وایي

– یو نوی راپیدا کړی وی (نوی وی) په همدې توکه یو همداسې ویینه ( افاده) یا  

– یوه نوې مانا، چې د هغې سره  همدا اوس لرلی وی، په همدې توګه پخپله ویینه ( افاده) باندې سمبالیږي (نوې مانا)  یا دا نوې مانا ورته ورکولکیږي، یا هم دا وی په همدې توګه ویینه پخپله، چې نوې مانا غوره کوي. 

که دا دیوې ژبټولنې  په دننه کې پراخونه ومیندي یا دژبټولنې په دننه کې وزغلي، او د ژبویونو کتاب ( ډکشنري) یې را واخلي او  د دې ژبې ژبپانګه کې ځای ونیسي. د نیولوجیزم له پاره کرکتریستیک یا خويغوره-والی یا خويټاکونکی دۍ، چې ویونکی دا په یوه وختواټن کې د نوي په توګه خپلوي. کوم ویونه (لا) نیولوجیزم دي، په دې پورې اړه لري، چې له کوم وختټکي څخه سړی د یوې ژبې ویونپانګه (ویونو پانګه) په پام کې نیسي یا څیړي. د دې په څنګ کې  په ټولیز-ژبنیز ستاندارد ویونکتابونو( د ویونو کتابونو یا ډکشنري) رانیولشوي نیولوجیزمونو له پاره په ډېرو ژبوکې ځانګړي ویونکتابونه، چې دوي ځانله یا ټیک د همدې ویونپانګه( که ویونوپانګه؟) څیړي شتون لري. د نیولوچیزم وینې ( افادې) ته د زړې یوناني ویونه νέος neos „neu“  ،،نوی ،  او λόγος logos „Wort“ ،، وی،، بنسټ ته پراته دي، چې په پښتو یې نويوی (نووی یا نوی وی) بللی شو. 

 

د دې کلیمې جنجالپرابلم ته

دا د نیولوجیزم وی یا کلیمه په ژبپوهنه کې نه بیخې ساده  یوونوالی یا یواندوالی نه لري.

Hadumod Bußmann ( هادومود  بوسمن)  داسې پیژند ورکوي: نوې په کاراچولشوې یا نوې منځ ته راغلي ژبنیزې ویینې،،. داسې ویونه په ویجوړونې، ويپورونې یا د ماناوړونوالي له لارې منځ ته راځي. ځانله د نیولنګویستیک Neurolinguistik یا نیوژبپوهنه ( نوې ژبپوهنه)  کې د دې وی له پاره د دې وی یا کلیمې د نوي پیداېښت منل منځ ته راځي یا د دې وی منل منل کیږي.

هلموت ګلوک  Helmut Glück له یوې لور نیولوجیزم له نویپیداېښت سره برابر وټاکه یا کيښود او په چوخونی ،،وینویپیداېښت،، سره په حواله نیولوجیزم، دا ورکړلشوې بیلګې مګر ټیک د ویجوړونې، پورونې یا ماناوړنې حالتونه دي. د ژبپوهنې ورځنیوالي یا رواج کې که هرڅومره ناوخته نو د ۱۹-مې پیړۍ پای څخه  ،، ویپیداکونه/ پیلپیداکونې،، له یوې لورې او ،، ویجوړونې،، بلې لور ته توپیروي.

بیلونه

د ژوندۍ ژبې خبرېکوونکي هره ورځ نوي ویونه جوړوي یا پیداکوي، چې د هغوی سره دوي سملاسي  یا توکلي بلنتشیاوي یا نومونتشیاوې ډکوي یا بندوي. زیات له دې ویونو ټیک یوځل په کارلویږي. زیات وخت د دې ویونو موخه په دې کې ده، چې د هغه سره یو نومونحالت پوره کړي. 

د نیولوجیزم ډولونه

د نیولوجیزم لاندې ډولونه کیدی شي سره توپیر شي.

نوویونه(نوی ویونه)

ویینې او ماناوي نوې دي. د نوي ځوان وخت بیلګه یې د لنډخبرلیږل له پاره وتونوی simsen له SMS څخه دۍ. 

نوي ماناوي

یو زوړ وی ټیک یوه نوې مانا ( پسې یا بله مانا هم) اخلي. په دې توګه ګوندې له یوه زاړه وی د بیلګې په توګه موږک  Maus په یوه ،، تخنیکي الې، د شمیرونې ورشو،، کې هم ځای په ځای شي. 

نوي کمبینیشنونه یا نوي ګډوله لکینه:

دلته هغه کارونویونه سره یوځای کیږي ( Internetcafé انترنتکافی ,لپتاپ بکس Laptop-Tasche, انالوګ ساعت  Analoguhr).

نیولوجیزم او ژبنورم

که نوی وی کارونې ته ریشي، نو خبرېکوونکی زیات وخت د نورم د نه باورتیا سره مخامخ کیږي.

ویینه، مانا اوکیدی شي د ډېرماناوالي  

– ویینډول یې لومړی په ورځنۍ کارونه کې ساتل کیږي. په ځانګړي توګه پورویونو کې دا زیات پیښیږي، خو نه تل،  یوه د اعیارونې پروسه پیښیږي، چې د هغې سره د ترې پور شوې ژبې وینډول د فینومینسیستم سره سر وخوري. د دې له پاره بیلګه ډونلوډDownload دۍ   

په ژبه کې پردي ویونه ځای نیسي، ځکه چې په الماني همداسې پښتو ژبه کې ورته انډول نه پیداکیږي.  

Kunstwort مصنوعي وی یا هنري وی( هنروی)

د هنروي سره هغه وی په نخښه کوو، چې د یوې ژبې د ویجوړونې پیداېښتي الاتو سره جوړ نه وي او د یوې بلې ژبې څخه هم نه وي پور شوی. دا یوه نوې ريښه جوړوي اوزیات جګسومبولیک یا زیات نمونه-ییز ( نمونییز؟) دۍ. نوي جوړ شوي هنرویونه زیات وخت د نیولویجزمونو په حیث باوري وو.

د شعرونو ترتیب او بیتونوکې سړی زیاتوخت د هنرویونوسره مخامخ کیږي.  

جوړښتنومونه

د هنرویونو له پاره زیات جوړښتنمونه: د ویونپیلو ( د ویونو د پیل) یوځای راکښنه، یوځای ايښوونه، او د ګرافیمونو Graphemen د ګډوله کونې لنډونه. 

یوځایراکښنه:

په دې د هنرویونوکې دوه یا زیات ویونه و یوه وي ته راکښلکیږي (،، سره ویليکول،،)، چيرته چې سره یوبل باندې اوښتونې برخه لرې کیږي. د دې له پاره بلابیلې په نخښه-ونې شته، د بیلګې په توګه، یوځای راکښنوی، سره ویلیکولوی، ګډوله-وی….

بیلګې:

Teuro   له  teuer(ګران) او   Euro(یورو)

Demokratur   له Demokratie   او Diktatur

Grusical  له ډاروونکي Grusel او  Musical  موزیک څخه

Informatik  له  Information او  Automatik   (یا  Mathematik) څخه

اینفورماتیک په نامه پوهنځی شته اولوستل یې وایي چې له شمیرپوهنې ستونځمن دي. موږ د کمپیوترساینس په نامه پوهنځی لرو، نه پوهیږم، چې هلته به څومره د اینفورماتیک سره سراوکارلري، خوګومان مې دۍ، چې دومره ډېربه نه وي.

Mechatronik   له Mechanik او Elektronik  څخه.

دا یوه نوې د موټرو مسلکي زده کړه هم ده، ځکه د نویو موټرو ماشینونه ټول په همداسې الو سمبال دي، چې میښاترونیکان ورسره سر اوکارلري.  

Glokalisierung  له   Globalisierung او   Lokalisierung  څخه.

Zusammensetzung von Wortanfängen

د ویونو پیلې سره یوځای ایښوونه

دا هنرویونه د سیلبولنډویونوسره خپلوان دي:

بیلګې:

Modem  له  Modulator او  Demodulator څخه

Moped له Motor او Pedal څخه. دا د ډبډبي اوبایسکل څخه جوړ په پښووهن-الاتو ځې یا بیول کیږي. 

Chipitts له Chicago او Pittsburgh څخه  

Haribo له  Hans Riegel Bonn( هانس ریګل نوم دۍ، چې له بن وویا دۍ(؟) ) څخه. دا یوه خوږه دخوږوجوړه میوه ده، چې کوچنیان یې په مینه خوري.

Milka له Milch شودو او کاکو Kakao څخه  جوړ څه دي. خواږه خو هرومرودي. 

Abkürzungen لنډونې 

لنډونې هم کیدی شي هنرویونه وبلل شي
بیلګه:

„Nato“  د North Atlantic Treaty Organisation له پاره لنډونه.

دا لومړۍبرخه زموږله پاره دلته همدومره بسیا کوي او اوس راځو دې 

دویمې برخې ته:

د پښتو ستونځې اونیولوجیزم:

د پښتو د پوهنیزې ودې له امله  او که غواړۍ، د نه ودې له امله دپښتو ژبې ستونځې هم زیاتې دي. موږ اوتاسود دې لیکنې سره داسې لږ سر نیولوجیزم ته ورښکاره کړ او ومو لیدل، چې دا نیولوجیزم د یوې ژبې ویونکو د ودې سره هم سیده تړاو لري

هنرویونه او نیولوجیزمونه

ټول هنرویونه نیولوجیزمونه نه دي. یوه  ویکتابیزه ( د ډکشنري) نخښه یو اوږد وخت د نیولوجیزم په څیر ګڼل کیږي. د زیاتې پراخیدنې او د کارونې دوام سره د ټولژبنیز ویپانګې د ورسره ورځنې یا اري ژبې برخه ګرځي. 

دا چې په پښتو کې به نیولوجیزمونه کوم وي، زه ترې نه یم خبر اونه پرې پوهیږم، د دې دې ماته بخښنه وي، خو هغه ویونه چې موږ بدل کړي یا د نورو ویونو په ځای، چې ګوندې موږ یې پښتو کوو چې تاسوته به هیله ده زما د لیکنو معلومې وي- هغه – په پوره خواشینۍ باید ووایم –  چې له هره اړخه ناسمې دي لکه:

مایع ته اوبلن ویل اود سلمې په ځای سلنه کارول، د ستاندارد، سطحې سويي په ځای کچه کارول او داسې نور.

دلته ېه مې هم وړاندیزدادۍ، چې د نوروژبو په مرسته به هرې پوهنې ته وده ورکوو اوهلته په نورو ژبوکې زیاتوخت د پیداېښتې ویونو له پاره موږ په پښتو انډول پیداکولی شو اوکه نه ڼو بیا د همغې ژبې همغه وي لیکو اوکه په عربي انډول باندې یې پوهیدو، نوهغه هم له نوروښه دۍ.

یادونه: ځان پالنه دې نه وي، خو دا به ووایم، چې په نږدې څلوېښتو کتابونوکې، چې راټولونې اوژباړې دي، ما شمیرپوهنه په پښتو لیکلې، دا په دې مان، چې په پښتویعنې ټول مسلکي نومونه په پښتودي اودا ما جوړکړي نه دي، دا نیولوجیزمونه نه دي، دا موږ په ژبه کې لرلي ویونه دي، چې ما به  لومړي ځل ترې کار اخستی وي یا به مې لومړي څل په کاراچولي وي او له دې امله دزیاتو ګوتنیونو سره مخامخ هم یم، خوباورلرم، چې دا به هغه خپل ځای نیسي. ماته غوره دا برېښي، چې زما په اند ناسمون په کې نه شته اوکه وو، نوهغه به د راتلونکوځوانانو دنده وي، چې سم یې کړي. 

زموږلومړۍ دنده: کتابونه له نوروژبو په پښتو ژباړل، دا په دې مانا، چې مسلکي ویونو ته هم  د پښتو انډول پیداکول لکه د مشبوع له پاره موړ یا ماړه لیکل او د داسې کتابونو ډېرول.

بیا زما تل ځوانانو ته مشوره: که غواړو وپوهیږو اوپوهه مو نوروته ورکړی شو، باید په یوه پرمختللې د باندنۍ ژبه ښه وپوهیږو. 

3 thoughts on “نیولوجیزم | ډاکترماخان میږی شینواری”
  1. ښاغلی ډاکټر م شينواري،
    تاسې ته په ټول درناوي
    مايع ته اوبلن ويل اود سلمې په ځای سلنه کارول، د ستاندارد، سطحې سويي په ځای کچه کارول او داسې نور.
    [[اوبلن، سلنه، کچه]]
    زه ستاسې ليکنې زور پر زور له ډېر راهيسې لولم او تعقيبوم يې. ما ته له هغه وخت راهيسې پته ده چې پوهاند زيار يو وخت ستاسې پر يوې ليکنې نقد وکړ. ژبه يې لږه ستوغه وه او خدای شاهد دی چې ما هغه وخت هم ډاکټر صاحب ته وويل چې د ليکنې سبک دې لږ ستوغ ده نرم يې کړه.
    زه ستاسې پر پراخې مطالعې وياړم او دا لا پرمختګ او غوړېدو په هيله، خو له هغه وخت راهيسې تاسې يوه شينواري ګروه ((عُقده)) اخېستې او دا کار مه کوه. تاسې اوس د غوړېدو په حال (وده) کې ياست او هغه دا منزل لا وختي (مخکې) وهلی.
    ما تل ډاکټر صاحب ته ويلي او ورته وايم چې د ليکنې سبک دې بايد نرم وي.
    موږ پوهېږو چې ستا ستونزه په څه کې ده؟
    په درنښت
    سيد حسين پاچا

    عربي انګليسي فرانسوي جرمني
    مائع liquid liquide liquid
    في المئة percentage en pourcentage prozentsatz
    سطح superficial superficielle oberflächlich

  2. ډېر دروند او منلی پاچا صیب هاشمي.
    هیله ده، چې زما سلامونه اونیکې هیلې به ومنې.
    ما ته مو ستاسود لیکنې سره ډېر ویاړ راوباښه، لوي څښتن دې یې تاسوته اجرونه درکړي.
    زه ستاسو د ډاډ له پاره دا څو یادښتونه لیکم:
    لومړي: باوروکړۍ، چې زیار صیب راته پوره ډېر ګران دۍ اوزما له شپیته کاله د مخه استادوو، چې له همغه وخته ورته درناوی لرم او هغه کار چې پوهاند صیب زیار پښتو ته کړی، هغه ډېر ستر کار دۍ، چې زه یې ستاینې اړوند څه لیکلو ته ځان عاجز بولم.
    دویم: ريښه مې شمیرپوهنه ده، چې نورمې له لیکلواوژباړلو لاس اخستی، دا اړیین څه مې په پښتو لیکلي اوژباړلي، بسیا کوي.
    دریم: هغه د پښتو ناسمونونو ته مې هسې پام راګرځیدلی او اوس هم په ولاړ یم، چې ښه پوره مې په دلایلو روښانه کړي.
    څلورم: تاسو باوروکړۍ، چې زه د چاسره په زړه کې ګنډې نه لرم او بیا خوزما له استاد سره.
    پنځم:زما لیکنې خود چا له امله نه لیکم اود چا سره د مخامخوالي(تضاد) له امله خوسوچ بوچ دا کار نه کوم.
    زما خونوره بوختیا نه شته، نو له دې امله کله د ژبې او کله د فلسې څه له الماني راټولوم، چې د تاند درنې خپرونې څخه یې د خپرولو ډېره ډېره مننه کوم او له دې هم، چې ما همداسې هڅاند ساتي.
    زما د برېښناپته: [email protected]
    که له ما سره موزما په لیکنوکې مرسته کوله ډېر به ورته خوښشم.
    بیا هم ډېره مننه اوماته مو ډېرویاړراوباښه. ستاسوماخان.

  3. مننه ډاکټر صاحب،
    ما ته هم تاسې ډېر ګران او زړه ته رانژدې ياست.
    د خپلې خوږې ژبې د بډايتوب (غنا) لپاره په هر لوري کې چې هر څومره کار کيږي بايد وشي. د هر چا چې څه په توان کې وي بايد ونه يې سپموي.
    ستاسې د لا هڅونې لپاره بايد دومره ووايم چې نه يوازې د عربي ژبې لپاره، بلکې ان تر دې چې هغه ديني اړخ ته يې هم عجمو ډېر کار کړی. ژبه په کار کولو بډايه او سياله کيږي.
    همداسې د پارسي او اردو لپاره پښتنو زيات چوپړ کړی، نو ولې خپلې ژبې ته کار ونه کړو؟
    په دې هيله چې له دې وروسته خپلې هڅې لا ګړندۍ او دوه چنده کړئ. ستاسې د برياليتوب، لا پرمختګ او غوړېدو په هيله.
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *