د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي هغه شپږ تنه،چې د قبر سپړلو پر مهال نیول شوي وو،د دغه ولایت استناف څارنوالې ته ور وپېژندل شول .

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د سلیمان فارس چارکه په سیمه کې هغه شپږ تنو،چې دوه شپې د یوه قبر ( خان بابا زیارت) په سپړنه باندې کار کړی وو او د امنیتي ځواکونو له لورې د روانې میاشتې په ۱۳ مه نیټه نیول شوي وو،نن (سې شنبه ) د دغه ولایت استناف څارنوالې ته ور وپېژندل شول .

یادو کسان د قبر سپړنې پر مهال نیول شوي دي .

دوی پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې ده،چې د قبر سپړنې څخه یې موخه د اثارو راویستل وو،خو په سپړل شویو قبرونو کې یواځې هډوکې موندل شوي دي .

د یادونې وړده، یاد قبر،په سیمه کې د خان بابا زیارت په نوم مشهور دی

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *