تاند- د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي نن /دوشنبه/ د دې موسسې امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان د سولې بهیر ته بیا هیلې پیدا شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي په داسي حال کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه امنیت شورا ته معلومات ورکړل چې دې شورا په افغانستان کې د ملګروملتو ماموریت اوږد کړ.

د امنیت شورا ۱۵ غړیو په افغانستان کې د ملګروملتو (یوناما) ماموریت د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ تر شپاړسمې پوري وغځاوه.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي نیکولاس هایسم په خپلو څرګندونو کې د یو شمېر مهمو پرمختیاوو یادونه وکړه چې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو په شمول یې د سولې د فعالې پروسې لپاره هیلې غوړولي دي.

ده وویل:«دا مثبت انکشافات د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د هلوځلو نښې دي. د دوی تر مشرتابه لاندې هڅې د سولې د خبرو د پرمختګ، د انتخاباتي اصلاحاتو او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د بدلونونو د اجرا لپاره ضروري دي.»

ده د سولې د بهیر په اړه وویل چې حاضردمه د اعتماد رامنځته کولو لپاره هڅې کېږي چې په نتیجه کې به یې د سولې د خبرو لپاره چاپېریال برابر شي.

هایسم هیله څرګنده کړه چې ښکېلې خواوې به دا حقیقت درک کړي چې سوله د افغانستان لپاره یوازینۍ لار ده، له پوځي لارې ستونزه نه شي حل کېدای.

ده د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د کابینې، حکومت او دولت غړي وټاکي او د فساد پر ضد د اقداماتو په شمول اصلاحات ژر تر ژره پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *