د افغانستان د اساسي قانون پرعملي کیدو د څارد خپلواک کمېسیون مشر قانونپوه ګل رحمان قاضي یو شمېر ملي او نړېوال ارګانونه له اساسي قانونه پر سرغړاونې تورن کړې اوویلي، هغه بهرنیان چې په افغانستان کې اوسیږي باید د افغانستان د قوانینو تطبیق پرځان ومني.

 ښاغلي رحماني دا څرګندونې د افغانستان د حقوق پوهانو د څلورمې مجمع په غونډه کې د وینا پروخت کړي.

هغه په یاده شوې غونډه کې له حقوق پوهانو څخه غوښتي،چې له خپلو مسلکي او رسمي صلاحیتونو څخه په استفادې سره دې د قانون دواکمنۍ لپاره هڅې وکړي.

عام واقعیت

په افغانستان کې د اساسي قانون نامکمل تطبیق یو عام واقعیت دی،چې هم افغانان اوهم بهرنیان ترې شکایت کوي او پرې قانع دي.

دا قانون حتی د حقوقپوهانو شبکې د تېرکلنې ارزونې او څېړنې له مخې خپله د ولسمشرکرزي او لوړ پوړو چارواکو لخوا یې په ځینو جدي برخو کې نقض شوی دی.

د دې قانون په نقض کې د بهرنیانو،زورواکو،ټوپکسالارانو،مافیایي کړیو،سیاسي ډلو او په عادي برخو کې ولس هم ملامت او ښکېل ګڼل شوی.

دا قضاوت له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې عام شوی او ډېرخلک د زیاتو ستونزو سبب همدا د قانون نه تطبیق او نقض یادوي.

شکایتي او انتقادي دریځ

په افغانستان کې چې د بیان ازادۍ له پراختیا سره یوه ستونزه له دې ازادۍ څخه په ناسمې استفادې سره زیاتیدونکې ده،په شکایتي او انتقادي ټولنې زموږ بدلیدل دي.

موږ ډېرو ته د زیاتو ستونزو په مقابل کې خپل نهایي مسولیت دا ښکاري،چې د رسنیو د مایکونو په مخکې نیوکه او شکایت وکړو،بل ملامت وګڼو او بس.

که په دې کارپسې حقوق پوهان قانوني مادې په غور وڅېړي او وپلټي ممکن دا هم له خپلو مسولیتونو څخه د تېښتې په بڼه یو جرم حساب او په دې ستونزه کې موږ ښکېل اکثریت خلک مجرمان ثابت شوو.

په دې ستونزه کې ښکېل خلک هم څوډوله دي،یوه ډله د ولس هغه بې وسه او ناتوانه حصه ده،چې له نیوکې،شکایت او فریاد څخه پرته بله لاره نه وي ورمعلومه.

دوی کیدای شي حق ولري،چې ترخپل توان او وسه پورې د نیوکو،شکایتونو او فریادونو له لارې په وطن کې د روانو ظلمونو خلاف غږ پورته او خپل مسولیت ادا کړي.

بله ډله د سیاسي کارپوهانو او مبصرینو په نوم ځینې اشخاص دي،چې د نیوکو او شکایت په کولو سره ځان مطرح کول غواړي،دوی هرڅه ته له منفي لیدلوري کتل ضرور ګڼي،یوازې په دې خاطرچې یوه منفي بافه رسنۍ یې پخپل ګردي مېزکې مېلمه او څېره یې په خلکو وویني.

ورپسې ډله چې ترټولو زیاته ملامته او بې ځایه غږیدونکې راته ښکاري،زموږ منقد او مبصرچارواکي دي.

په دې ډله چارواکو کې ځینې یې داسې دي،چې مخکې سیاسي مبصرین پاتې شوي،دوی که اوس پردولتي دندو هم کارکوي،د پخوا په شان نیوکې،شکایت او ادعاوې کول ورته د ځان رسنیزکولو په لاره بریښي.

د ښاغلي قاضي خبرې

د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې د خپلواک کمیسون مشرښاغلی ګل رحمان قاضي چې د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی پاتې شوی،هم له دغه ډول دولتي چارواکو څخه حسابیدای شي.

دا ښاغلی چې د یوې مهمې او باصلاحیته ادارې مشري ورپه غاړه ده،له عادي او شکایت حق لرونکو سره خپل توپېرنه کوي او لا هم دې ته لومړیتوب ورکوي چې له رسنیزو شکایتونو او نیوکو سره به یې د اساسي قانون په دفاع او څارنه کې جدي مسولیتونه حل شوي وي.

په داسې حال کې چې داسې نه ده او دی باید په مشخص ډول د افغانانو او بهرنیانو لخوا د افغان اساسي قانون د نقض موارد سره له دلایلو،اسنادو او مدارکو سره را ټول،دقیق او افشا کړي.

که دی او نورمسول چارواکي خپل مسولیتونه په دغسې ډول نه ترسره کوي،دا به خپله د اساسي او نورو قوانینو نقض وي.

د اساسي قانون پرتطبیق د څارد خپلواک کمیسون مشر دا خبرې ممکن په دې کړې وي،چې د مسولیتونو په ترسره کولو کې یې پرپاتې راتګ پرده واچوي،خو دا به ممکنه نه وي.

تراوسه که افغانان د اساسي قانون له احکامو سره سم نه وي اشنا یا د قانون ناقض چارواکي او ادارې افشا او مشخص او مستند شکایتونه نه ترې کیږی،په ټولو ملامتیو کې دا کمیسون شریک دی.

د چارواکو شکایتونه،نیوکې او ادعاوې که همداسې دوام وکړي،خلک به لا حیران او لارورکي شي چې دوی چا ته شکایت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *