تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پر دې غور کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات څو میاشتې وځنډوي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ د حمل په ۳۱ /د ۲۰۱۹ د اپریل۲۰/ وشي.

د نیویارک ټایمز پر اساس په خپل وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدا د افغانستان د نړیوالو مرستندویانو لپاره سره کرښه بلل شوې وه؛ په تېره بیا په دې خاطر چې د ولسي جرګې انتخابات څلور کاله ځنډول شوي او دا یوه ناکامي ګڼل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس ځینې سیاستوال او کتونکي وړاندیز کوي چې که انتخابات وځنډېږي نو ممکن له طالبانو سره د سولې له خبرو سره مرسته وکړي او که نوی ولسمشر د ۵ کلونو لپاره غوره شي ښايي طالبان روغه ونه کړي.

نیویارک ټایمز وايي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون درو چارواکو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو پر امکاناتو بحث روان دی، خو دوی وویل چې تراوسه پورې په دې برخه کې پرېکړه نه ده شوې.

ورځپاڼه په عین حال کې د یوه بهرني چارواکي په قول وايي چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون له وړاندې څخه پرېکړه کړې چې د ولسمشرۍ انتخابات په خپل ټاکلي وخت نه شي کېدای.

ورځپاڼې د دغه بهرني نوم نه دی یاد کړی ځکه چې پرېکړه د انتخاباتو د کمیسیون له لوري لا اعلان شوې نه ده.

ده همداراز ویلي چې د اکتوبر له شلمې (حمل ۳۱) پرته پر بېلابېلو نېټو بحث روان دی.

نیویارک ټایمز وايي چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو د ځینو افغاني رسنیو له لوري دا خبر تایید نه کړ چې د ولسمشرۍ انتخابات تر ټاکل شوې نېټې ۳ میاشتې وروسته؛ یعني په جولای میاشت کې کېږي.

3 thoughts on “نیویارک ټایمز، د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ انتخابات څو میاشتې ځنډوي”
  1. د انتخاباتو مخکنۍ نيټه۱۳۹۸ کال د حمل ۳۱ اود میلادی کال د اپریل له ۲۰ سره سمون خوري نه له اکتوبر سره دلته اشتباه سوی ده…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *