تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ایران له دولتي ملاتړه برخمن تروریزم مخ په زیاتېدا دی.
ورځپاڼه وايي چې له امریکا سره مخالفت د ایران شیعه حکومت له سُني طالبانو سره لاس یو کولو ته هڅولی دی.
په راپور کې ویل شوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت مخ په پراخېدو دی، ایرانیانو په ارامه د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی چې د امریکایانو او د هغو د متحدانو وینې توی او لګښتونه یې ډېر کړي څو له افغانستانه ووځي.
د نیویارک ټایمز په راپور کې ویل شوي چې ایران طالبانو ته نه یوازې په دې سترګه ګوري چې د دوی د دښمن دښمنان دي بلکې د نیابتي جګړې د پرمخ بېولو لپاره ګټور ورته ښکاري.
د فراه والي محمد عارف شاهجهان، چې پخوا د ملي امنیت د ریاست جګپوړی مامور و، نیویارک ټایمز ته ویلي«د سیمې سیاست بدل شوی، دلته (فراه) تر ټولو غښتلي طالبان ایراني طالبان دي.»
فراه له ایران سره اوږده پوله لري او څه موده مخکې د دغه ولایت یو شمېر امنیتي چارواکو له ایران څخه طالبانو ته د وسلو او د سپاه پاسداران د سلاکارانو پر راتګ اندېښنې ښوولې وې.
نیویارک ټایمز د افغان چارواکو په قول افشا کړې «ایران افغانستان ته د وژونکو یوه ډله رالېږلې، په پټه په ځانګړي ډول د هیواد په لوېدیځو ولایتونو کې د ملي امنیت کارکوونکي، د حکومت مامورین او په حکومت کې شامل سیاستوال وژني.»
ورځپاڼه د افغان او لوېدیځو چارواکو په قول زیاتوي«ایران پټه لاسوهنه تشدید کړې چې اوس تر ډېره ټولو ته څرګنده شوې. ایران سیمه ییزو طالبانو ته وسلې، پیسې او تریننګ ورکوي. د طالبانو قوماندانانو ته یې پناه ورکړې او د هغوی پیک اپ موټرونو ته وړیا تېل ورکوي. دغه راز په ایران کې مېشت سُني کډوال هڅوي چې د طالبانو له لیکو سره یوځای شي.»
تېر کال د فراه په جنګونو کې د طالبانو په منځ کې یو شمېر ایراني قوماندانان هم ووژل شول.
نیویارک ټایمز پر فراه ښار د طالبانو د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د میاشتې حملې ته په اشارې لیکلي«افغان استخباراتي چارواکو وویل، د ګڼ شېر وژل شویو کسانو په منځ کې ۴ مهم ایراني قوماندانان شامل ول. د هغوی فاتحې د ایران په خاوره کې واخیستل شوې.»
تېر کال پر فراه وروسته له دې د طالبانو په نوم پراخې حملې وشوې چې د فراه د قومي مشرانو په یوه لویه غونډه کې حکومت د بخش اباد بند د جوړېدو پلان اعلان کړ. (تفصیل) د فراه د هماغه وخت والي اصف ننګ په ښکاره وویل چې طالبان په جګړه کې نوي ایراني راکټونه استعمالوي او په جګړه کې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي د ایران خاورې ته وړي.
د نیویارک ټایمز په تازه راپور کې هم د فراه د کلیولي مشرانو او ولایتي چاروک په قول ویل شوي«د طالبانو اکثره مړي او ټپیان بېرته له پولې هغې خوا (ایران) ته، چې دا کسان پکې جلب و جذب او روزل شوي ول، یووړل شول.»
نیویارک ټایمز دا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته له رامنځته شوې تشې څخه په استفادې په څو لسیزو کې په افغانستان کې د ایران تر ټولو د ښکاره او پراخې مداخلې ښکارندویه بولي.
ورځپاڼه وايي، د اسلامي دولت له شیعه دښمنې ډلې سره د ایران سختې دښمنۍ هم مرسته کړې چې دا هیواد طالبانو ته نژدې شي.
خو ایران د خپل متحد هیواد روسیې په شان د طالبانو د ملاتړ ادعاوې ردوي.
نیویارک ټایمز وايي، ایران له روسیې څخه د طالبانو لپاره د وسلو او پیسو د اخیستلو لپاره د روسانو او طالبانو د مخامخ خبرو اسانتیا برابره کړې او له دې مسلې پاکستان هم خبر دی. یعني پاکستان هم په دې معامله کې شریک دی.
د طالبانو یوه جګپوړي قوماندان د نوم د نه څرګندېدو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي، د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په موافقه له ایران څخه وسلې اخیستلې.
د کندهار د والي مرستیال او د ولسمشر سلاکار حاجي اغا لالی وايي، پاکستان د دې لپاره چې د طالبانو د مالي ملاتړ پېټی بې کم شي، طالبان هڅوي چې له ایران سره خپلې اړیکې زیاتې کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبان، ایران، پاکستان او روسیه د یوه هدف، یعني له افغانستانه د امریکا د متحدوایالتونو د ایستلو لپاره کار کوي.

لیکوالې او مشهورې ژورنالیستې کارلوته ګال (Carlotta Gall) پي بي ایس نیوز ته وویل«دوی (ایرانیان) نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې پوځیان او نفوذ ولري. دوی ته افغانستان د خپل نفوذ ساحه ښکاري، خو له دې سره سره غواړي چې په افغانستان کې د خپلو وفادارو یا لږترلږه د هغو ځواکونو په وسیله چې دوی پرې کنټرول لري، نیابتي جګړه پر مخ یوسي اوخپل نفوذ پرې خوندي او یقیني کړي. همدا علت دی چې ایران د یو شمېر طالبانو، چې د دوی پولو ته نژدې دي، مرسته کوي، دوی یقیناً هڅه کوي چې امریکا ته زیان واړوي او نهايي هدف یې دا دی چې د امریکایانو وینې وبهیوي او له افغانستانه یې وباسي.
د طالبانو یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د دې ډلې او روسیې د همکارۍ یوازینی علت دا دی چې امریکا له افغانستانه وایستل شي.
د امریکا پوځ له طالبانو سره د ایران، روسیې او پاکستان د اړیکو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
ایران په فراه کې د طالبانو لپاره اډه جوړوي
د بخش اباد بند د جوړېدو لپاره له فراهیانو د والي غوښتنه
پر فراه حمله د ګاونډیو هیوادونو دسیسه وه
کارلوته ګال بریتانیايي لیکواله او ژورنالیسته ده. دې د افغانستان او پاکستان په اړه ګڼ تحقیقي راپورونه د نیویارک ټایمز

ورځپاڼې لپاره لیکلي دي.
د دې په لاس کښل شوي کتاب (The Wrong Enemy) «غلط دښمن» په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او د طالبانو د ملاتړ د افشا کولو په برخه کې خورا مهم اثر ګڼل کېږي.
افغانستان دولت ته په کار ده چی د ایران سنیان د هغه شیطانی رژیم پرضد راپاڅوی، خو فکرنکوم چی هغوی دومره جاهل وی چی وکارول شی. داکار یوازی د جاهل ځناور طالب کسب دی چی خپل وطن ورانوی. طالب د افغانستان په غاړه طوق نالت دی
If Iran is supplying weapons to Taliban then why is Pakistan blamed on every thing being done by the Taliban?????