تاند- د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو اوونیو کې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاري نیسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د حکومت دا اعلان د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو د هلوځلو لپاره یو مهم ګام وګڼل شو خو طالبانو دا خبره سمدستي رد کړه.
د ورځپاڼې پر اساس، د سختدریځو طالبانو ویندوی وویل چې دوی له افغان لوري سره تر هغو خبرې نه کوي چې د امریکا متحدایالتونه د خپلو پاتې ۱۴ زره سرتېرو د ایستلو مهالوېش اعلان نه کړي. شنونکي وايي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو دریځ له ډېره وخته څرګند دی، د افغانستان حکومت ولې له طالبانو سره په دوو اوونیو کې د مخامخ خبرو اعلان وکړ.
نیویارک ټایمز وايي چې دا مسله د افغانستان د سولې په پېچلې پروسه کې یو بل ابهام دی.
طالبان او امریکایان په قطر کې په خبرو کې موافقې ته نژدې شوي خو په دې خبرو کې د افغانستان حکومت څنګ ته پرېښودل شوی دی.
نیویارک ټایمز وايي، د قطر خبرې به ژر بشپړې شي او پر اساس به یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان شي.
د ورځپاڼې پر اساس باور کېږي چې د یو لړ شرایطو له مخې به امریکايي پوځیانو ته له افغانستانه د وتلو دوه کلن مهالوېش وټاکل شي.
خو امریکايي دیپلوماتان، چې په وروستیو کې جرمني او ناروې ورسره مرسته کوي، د سولې د پروسې د بل پړاو په پرمخ بېولو کې له یوې ستونزې سره مخامخ دي او هغه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان سیاسي راتلونکې ده. افغان او طالب مشرانو لا له یو بل سره کتلي نه دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکایانو او طالبانو پر خبرو شک لري ځکه چې د ده حکومت یې پکې له پامه غورځولی دی. د ولسمشر غني حکومت اندېښنه لري چې امریکا به په افغانستان کې په سختیو ترلاسه شویو بریاوو ته شا واړوي او په بېړه به له طالبانو سره داسې معامله وکړي چې یوازې به د دې ډلې په ګټه وي.
نیویارک ټایمز وايي، د سولې لپاره د افغانستان د حکومت نوي جوړ شوي وزارت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلولو اعلان وروسته له دې وکړ چې امریکايي چارواکو تېره اوونۍ له ولسمشر غني سره کوټلې خبرې وکړې څو د طالبانو او امریکایانو د ابتدايي موافقې په اړه د ده اندېښنې کمې کړي.
د سولې لپاره د افغانستان د دولت وزارت د شنبې د ورځې په خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د بېلابېلو پرګنو ۱۵ کسیز پلاوی جوړوي.