تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له لوري د پکتیا پر جانیخېل سرحدي ولسوالي برید او د هغې نیول د طالبانو له لوري د یوې نوې جبهې پرانستل بللي دي.
ورځپاڼه وايي، دا برید په داسي سیمه کې شوی چې یو وخت نارامه وه خو په وروستیو کلونو کې نسبتاً ارامه سیمه ګڼل کېده.
نیویارک ټایمز د چارواکو له قوله وايي چې د جمعې په شپه پر جانيخېل ولسوالي برید د حقاني شبکې له لوري وشو چې له ډیورند کرښې هاخوا په پاکستان کې دېره ده.
د جانیخېل ولسوال عبدالرحمن زرمتي وویل چې په دې ولسوالي کې امنیتي ځواکونه له ۹ ورځو راهیسي محاصره ول تر دې چې د جمعې په ورځ ناوخته ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.
ښاغلي زرمتي وویل ولسوالي وروسته له دې د طالبانو لاس ته ورغله چې د امنیتي ځواکونو مهمات تمام شول او هیڅ کومکي ځواک ورونه رسېد.
ده د ټېلفون له لارې نیویارک ټایمز ته په مرکه کې همداراز وویل«زموږ د ځواکونو شمېر ۹۰ تنه و خو له ۱۲۰۰ طالبانو سره مو جګړه کوله. زما ۲۷ کسان ووژل شول. په پیل کې ځیني ټپیان شوي ول او کله چې مو عمومي سړک ته یووړل، ماین وچاودېده او ټپیان پکې ووژل شول، موږ ۱۳۰ دښمنان ووژل.»
د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ريیس جنت خان څمکني وویل چې یاغیانو (طالبانو) د پکتیا ولایت له ټولو سیمو څخه خپل جنګېدونکي کسان راټول کړل، او له پاکستانه یې هم یو شمېر پلویان راوستل څو پر جانیخېل یوځای حمله وکړي.
ده دغه راز وویل چې ۱۵۰ تنو افغان امنیتي ځواکونو ته په داسي حال کې، چې هوايي ملاتړ یې هم نه درلود، مقاومت ګرانه و.
ښاغلي څمکني وویل چې د جانیخېل ولسوالي له نیولو وروسته د طالبانو تمرکز د څمکنو او پټان ولسوالیو پر نیولو دی.
د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال دغه راز وايي چې د دښمن هدف دا دی چې د حقاني شبکه بېرته افغانستان ته راوړي.
تر دې مخکې په ګڼو راپورونو کې ویل شوي و چې پاکستان پر طالبانو فشار زیات کړی چې هلمند ولایت ونیسي او د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي.
د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ښاغلی څمکنی وايي چې د جانیخېل ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ طالبانو ته یو شمېر دولتي رینجرونه او وسایل هم په لاس ورغلي دي.
نیویارک ټایمز د حقاني شبکه تر ټولو خونړۍ او په عین حال کې د پاکستان له استخباراتو سره تر ټولو نژدې بولي.