تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له لومړنیو قسمي پایلو داسي ښکاري چې دا ټاکنې دوهم پړاو ته اړتیا پیدا کوي خو دا مسله هم د پام وړ ده چې د درغلۍ د سلګونو جدي قضیو راپورونه ورکړای شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې پر شکایتونو د غور موده ښايي اوږده کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، افغان چارواکي (د انتخاباتو د کمیسیونونو) د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو په وړاندې خبرداری ورکوي او حتي د رایو له شمېرلو داسي ښکاري چې ممکن دا انتخابات به دوهم پړاو ته وغځېږي.

ورځپاڼې د لس فیصده رایو د پایلو او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د رایو د فیصدۍ له یادولو وروسته لیکلي چې ممکن درغلۍ پر انتخاباتو او د هغو پر نتیجې ژور او دراماتیک اغېز وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې د درغلۍ ۸۷۰ مهمې پېښې یې ثبت کړي چې د انتخاباتو پر پایلو د اغېز لپاره کافي دي.

د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې د درغلۍ ۸۱۵ شکایتونه شوي ول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس احمد یوسف نورستاني د یکشنبې په ورځ وویل:«موږ جعلي رایې په غور څېړو، قوي احتمال شته چې یو شمېر رایې به باطلې شي.»

ټاکل شوې ده چې ټولې رایې د اپریل تر ۲۴ وشمېرل شي او که دوهم پړاو ته اړتیا پېښه شوه نو د مې په ۲۸ به دوهم ځلي انتخابات وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر یا یوناما او د امریکا سفارت د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لس فیصده پایلو د اعلان هرکلی وکړ خو په عین حال کې یې وویل چې دا  د شاوخوا ۷ ملیونه افغانانو د رایو د یوې وړې برخې نتیجه ده او دوی هیله لري چې ټولې پایلې به اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *