Networking

نیټورکینګ نه یوازي ددې لپاره دی چې خلک پکې دیوبل سره معلومات شرېکوي، بلکې یوه مهمه پروسه ده چې دخلکو ترمنځ داړېکو ټینګولو او د نوو ملګروپیدا کولو سبب ګرځې، او همداشان دمسلک په پرمختیا کې هم مهم رول لوبوي. نیټورکینګ په مختلیفو ټولونو  پوري اړه لري، مسلا– د ښوونځې ملګرو ترمنځ پیاوړي اړېکې، د اوسیدو چاپیریال کې دخلکو سره راشه درشه، او همداشان دتجارانو سره ملګرتیا دا  او دې ته ورته اړېکې دانسان په شخصیت جوړونه کې مهم رول لوبوي.

څنګه کولی شوو چې خپل نیټورک (Network )  پراخه کړو

لکه څنګه چې پوهیږو نیټورکینګ دیوشخص په ژوند کې ترټولو مهم رول لوبوي، که موږ وغواړو چې خپل نیټورک لاپسي پراخه کړو نو باید د 6 میاشتو لپاره د 100  کسانو پیدا کولو یو (ټارګیټ) وټاکو. باید کوشش وکړو چې هره ورځ یو کس په خپل ټارګیټ کې وراضافه کړو. اولله ځان لپاره یوه کتابچه ځانګړی کړئ اوهغه کسان پکې  ولیکئ چې تاسې یې په فکر کې یاست، دهرشخص نوم ولیکئ او ترڅنګ ورسره دهغه ټول اړین معلومات، لکه وظیفه، مسلک، د اوسیدو ځای او داسې نور اړین معلومات. کوشش وکړ ئ ترډېره داسې خلک له ځان سره یاداشت کړئ چې ستاسې او دهغه مسلک یوشان وي. او یا هم داسې کسان پیدا کړئ چې تاسو دهغې دمسلک وړتیا په خپل ځان کې هم وینئ، ښای یوه ورځ خپل مسلک ته تغیر ورکړئ او یو داسې شخص ته اړشئ چې په همدغه مسلک کې معلومات یا تجربه ولري. وروسته په دي هڅه کې شئ چې دغه هرکس چې تاسي په خپل پلان یا یاداشت کې له ځان سره نیولی باید ملاقات وکړئ، اول مستقیم کوشش وکړئ چې ورسره ووینئ. که بیا هم درته ستونزمنه وه، نو بل ملګري په واسیطه ورسره کینۍ. هرکله چې دیاد شخص سره په ناسته بریالې شوئ، نو په جرآت ورسره خبري وکړئ خپل پلانونه او موخې ورسره شرېکې کړئ. او په اخیره کې تري مننه وکړئ. مهمه نده چې هم هغه شخص دې بیاـ ستا کورته راشې دروازه دروټوکې او له تاسره کیني. نه! هیڅ کله تري دا تمه مه لرئ. خو ته کوشش وکړه چې دغیري مستقیمې لاري ورسره اړېکه ټینګه کړي. مثلا کله کله ورته یو لیک واستوئ، دصحت پوښتنه یې وکړئ، یا یو کتاب ډالئ کړئ مقصد داسې کار وکړئ چې تاسې دهغه ذهن کې ثبت شئ. په هم دې ترتیب مخکې لاړشئ او اړېکې ورغوئ. که په عاجل وخت کې په سلو 100 کسانو غږ وکړئ هتمن دوه یا دري دې ته چمتو کیږي چې لاس درکړي، او له ځانه سره مو را ولاړ کړي.

ژوند وکړئ مینه وکړئ اړېکې غښتلي کړئ او مخکې لاړشئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *