تاند- له افغانستان او آیرلنډه وروسته نیپال او متحده عربي امارات هم د کرکټ د نړیوالې شورا یا (آی سي سي) د شلو اورونو نړیوالو اتلولیو ته بریالی شول.

د نیپال ټیم پرون د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، هانګ کانګ ته په پنځو ویکټونو ماتې ورکړه.

په بله سیالي کې متحده عربي اماراتو هالنډ ته په لسو منډو ماتې ورکړه.

متحده عربي امارات وروستی ځل په ۱۹۹۶ میلادي کال د کرکټ د شلو اورونو د نړیوالو اتلیو جام ته بریالی شوی و.

خو د نیپال لپاره دا په ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې د شلو اورونو نړیوال جام ته لاره مومي.

د شلو اورونو د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۴ کال په بنګله دېش کې ترسره کېږي.

د افغانستان لپاره دا درېم ځل دی چې دغو سیالیو ته لاره مومي.

سږ کال تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د پنځوس اوریزو سیالیو جام ته بریالۍ شوه. د پنځوسو اورونو د نړیوالو اتلولیو جام لوبې په ۲۰۱۵ م کال په استرالیا او نیوزیلنډ کې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *