تاند- د نیپال مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر کمال تاپا نن /سې شنبه/ وویل، د نیپال حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستانه د هغو ۱۲ نیپالیانو د مړو د راوړلو لپاره کابل ته الوتکه واستوي.
وسله والو طالبانو پرون /دوشنبه/ په کابل کې د کاناډا د سفارت پر ساتونکو انتحاري حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د دغه سفارت ۱۴ ساتونکي، چې ۱۲ نیپالیان او ۲ هندیان ول، ووژل شول.
په دې برید کې ۷ نور نیپالي ساتونکي ژوبل شوي دي.
نیپال د طالبانو حمله غندلې او ویلي یې دي چې نیپالي اتباعو په جګړه کې برخه نه لرله بلکې د یوه دیپلوماتیک مرکز ساتونکي ول.
په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت نن تایید کړه چې د کابل په پرونۍ تروریستي حمله کې دوه هندي اتباع وژل شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د خپلو وژل شویو وګړو نومونه ګانیش نهاپه او ګویند سنګ ښودلي دي.