تاند- د نیپال د کار وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې افغانستان ته د خپلو کارګرو پر تګ بندیز پای ته رسوي.

نیپال نژدې ۴ میاشتې پخوا په کابل کې پر نیپالي کارګرو د طالبانو له انتحاري حملې وروسته افغانستان ته د خپلو کارګرو پر تګ بندیز ولګاوه.

د کابل په حمله کې ۱۳ نیپالي ساتونکي ووژل شول.

له کتمندو څخه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نیپال د کار وزارت ویندوی (ګوندا ماني بهورتل) وویل، مخکې تر دې چې د نیپال حکومت خپلو اتباعو ته د کار جواز ورکړي د نیپالیانو استخداموونکي به په افغانستان کې د دوی د امنیت لپاره امنیتي تدابیر غوره کړي.

ده رویټرز خبري اژانس ته وویل«موږ خپلو کسانو ته یوازې په هغه صورت کې افغانستان ته د تګ اجازه ورکوو چې د کابل په خوندي سیمه (زرغون زون) کې له بهرنیو سفارتونو او نړیوالو کمپنیو سره کار وکړي.

د دوی امنیت او خوندیتوب باید د ملګروملتو د موسسو، سفارتونو، امریکا، کاناډا او بریتانیا په شمول د ګوماروونکو له لوري تضمین شي.»

د نیپال د کار وزارت ویندوی همداراز وویل چې نیپالیانو ته لا هم اجازه نه ورکول کېږي چې د عراق، لیبیا او سوریې په شان په جنګ ځپلیو هیوادونو کې کار وکړي.

د سږ کال د جون په ۲۳ مه نېټه په کابل کې د کاناډا پر سفارت په برید کې ۱۳ نیپالیان او دوه هندیان ووژل شول.

نیپال، چې د نړۍ یو له ۱۰ تر ټولو بېوزلو هیوادونو څخه دی، په بهرنیو هیوادونو کې د خپلو اتباعو په کار ډېره تکیه کوي. اکثره نیپالیان په بهرنیو هیوادونو کې د ساتونکو په توګه کار کوي.

د دغه هیواد، چې ۲۸ ملیون تنه نفوس لري، تر ۴ ملیونه زیات وګړي د منځني ختیځ په عربي هیوادونو، جنوبي کوریا او مالیزیا کې کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *