تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د ولسمشر بارک اوباما له لوري د دوی د ځواکونو د اختیاراتو زیاتېدا کېدای شي پر جګړې لوی اغېز وشیندي.
جنرال جان نیکلسن پرون /شنبه/ کابل ته نژدې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، د اوباما پرېکړه به افغان امنیتي ځواکونه وهڅوي چې لا ډېر تهاجمي حالت غوره کړي.
نیکلسن وویل«دښمن هغه وخت بریالی کېږي چې په تهاجمي حالت کې وي.»
اوباما تر دې پخوا په افغانستان کې امریکايي پوځیان له استثنايي حالتونو پرته په جګړه کې له برخې اخیستو او د طالبانو پر ضد له حملو راګرځولي وو، خو تېره میاشت یې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د طالبانو پرضد هوايي او نورې حملې کولی شي.
جنرال نیکلسن اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل«د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا او ظریفت هغه مهال زیاتېږي چې دوی په تهاجمي حالت کې وي ځکه کله چې دوی ابتکار په لاس کې واخلي، بریالي کېږي.»
اوباما په وروستیو کې اعلان وکړ چې د خپلې دورې تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري پرېږدي.
د اوباما د ولسمشرۍ دوره په جنورۍ کې پای ته رسېږي.
حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۹۸۰۰ ته رسېږي.