تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د پنجشنبې په ورځ /فبروري۹/ وویل چې روسیه او ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د امریکا او ناټو ماموریت ته د ګوزار ورکولو په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي.
جنرال جان نیکلسن د امریکا د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو پوځي او لوژیستیکي ملاتړ کوي.
نیکلسن، چې د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د سوال او ځواب په غونډه کې څرګندونې کولې، وویل، تهران همداراز افغان شیعه ګان په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د جنګولو لپاره استخداموي او له دې سره دا بېره زیاته شوې چې دا وسله وال به افغانستان ته له بېرته راتګ وروسته خپل هیواد بې ثباته کړي.
د روسیې مداخله
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نیکلسن د روسیې د لاسوهنې په اړه وویل چې په تېر کال کې په افغانستان کې د روسیې مداخله لاسخته شوې ځکه چې مسکو هڅه کړې چې طالبان په زغرده مشروع کړي.
ده زیاته کړه، روسي چارواکي د دې لپاره چې طالبانو ته اعتبار او مشروعیت ورکړي استدلال کوي چې طالبان د اسلامي دولت پر ضد جنګېږي خو د افغانستان حکومت د دې ډلې پر ضد هیڅ هم نه دي کړي.
نیکلسن وویل«اوس په افغانستان کې روسیه، ایران او القاعده د پام وړ رول لوبوي، څو کاله پخوا داسي نه و. ره باوري یم چې د دغو اقداماتو یو هدف د امریکا او ناټو تخریبول او بل له افغانانو او سیمې سره زموږ د غښتلي شراکت مخنیوی دی.»
په دسمبر کې روسیې په مسکو کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د جګپوړو استازو په ګډون په افغانستان کې د داعش د زیاتېدونکي ګواښ د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړه.
د مسکو غونډه، چې افغانستان ورته نه و بلل شوي، د افغان ولسمشر اشرف غني له انتقاد سره مخامخ شوه.
نیکلسن وویل، د مسکو له غونډې د افغانستان د ایستلو هدف دا دی چې د سولې د موافقې په برخه کې د افغانستان حکومت ته د ناټو او امریکا له لوري د بشپړ واک ورکول مشکوک شي.
ده تاکید وکاوه چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه به تر هغه بهیره، چې د بهرنیانو له خوا وي، پایښتي وي.
په افغانستان کې زیاتو سلاکارانو ته اړتیا ده
جنرال نیکلسن د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته همداراز وویل چې د طالبانو پر ضد جګړه له ولاړ حالت سره مخامخ شوې او څو زره نورو امریکايي او ايتلافي ځواکونو ته اړتیا ده څو افغان امنیتي ځواکونه د جګړې انډول د ځان په ګټه بدل کړي.
وسله والو طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه.
جنرال نکلسن وویل«موږ په ولاړ حالت کې یوو. اضافي ځواکونه به د افغان ځواکونو سلاکاران زیات کړي.»
د کانګریس ځینو غړیو، په ځانګړي ډول د جان مکین په شان د جمهوریپال ګوند غړیو پر اوباما کلکې نیوکې کولې چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د شمېر په برخه کې سخت محدودیتونه لګولي دي.