جنرال نکلسن

تاند- د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د کندوز د خونړۍ پېښې په اړه تحقیقات کوي.

د تېرې پنجشنبې په شپه د کندوز په پېښه کې شاوخوا ۴۰ بېګناه ملکیان ووژل شول.

د ناټو عمومي قوماندان جان نیکلسن د دې پېښې په اړه وویل«زه دې ته له کتو پرته چې په څه ډول حالت کې دا کسان ووژل شول، د بې ګناه انسانانو پر وژل کېدو ژور خواشینی یم. موږ به له خپلو متحدانو سره څېړنې وکړو، حقیقت به معلوم کړو او د افغانستان له حکومته به وغواړو چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي.»

دولت وزیري نن یوې خبري غونډې ته وویل، موږ ته راپورونه رارسېدلي ول چې د طالبانو مهم قوماندانان الچین پله ته نژدې په بوز کندهاري کلي کې راټول شوي دي، وروسته د اردو خاصو ځواکونو عملیات پلان کړل چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. د جګړې په ترڅ کې ۳ خاص ځواکونه او ۲ امریکايي سلاکاران هم ووژل شول.

د شاهدانو په وینا د کندوز د بوزکندهاري په کلي کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول نژدې ۴۰ تنه ملکیان او همداراز یو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شول.

ناټو وايي، هوايی برید یې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه د هغوی د ملاتړ لپاره وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *