جنرال نکلسن

تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، پاکستان له یوې خوا د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو هڅې کوي او له بلې خوا حقانیان لا هم په پاکستان کې پناهځایونه لري او له دغه هیواده په ازاد ډول حملو ته دوام ورکوي.

جنرال جان نیکلسن دا خبره انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې دا مسله ورته د اندېښنې وړ ده.

 په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت د دیارلس زره کسیز ځواک عمومي قوماندان همداراز وویل، په قبایلي سیمو کې د تروریستانو پر خلاف د ضرب عضب په نوم د عملیاتو له کبله د پاکستان پوځ او حکومت ستايي.

د جنرال نیکلسن په وینا د دغو عملیاتو په نتیجه کې د پاکستاني طالبانو په شمول ګڼ شمېر تروریستان افغانستان ته واوښتل چې افغان ځواکونه یې ځپي مګر «حقانیان افغانستان ته رانغلل» دوی لا هم مجبوره کړای شوي نه دي چې د پاکستان د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته واوړي. د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د افغان او امریکايي پوځیانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

جنرال نیکلسن دې ته ورته خبرې پرون /یکشنبه/ د امریکا این بي سي نیوز ته هم کړي دي.

نیکلسن وویل چې په کابل کې تر ټولو غټې حملې د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې تنظیموي.

د نیکلسن په وینا طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې پناهځایونه لري او لا هم اجازه ورکول کېږي چې له خپلو پناهځایونو په افغانستان کې حملې وکړي.

د ناټو قوماندان انډین ایکسپریس ته وویل چې په افغانستان کې د حقاني شبکه، طالبان، القاعده او لشکر طیبه سره مدغم کېږي او د دې معنا دا ده چې تروریستي ډلې  د افغانستان له خاورې د اډې په توګه د هندیانو او امریکایانو پر ضد د حملو لپاره کار اخلي.

له همدې کبله کانګریس په ۲۰۱۵ م کال یوه لایحه تصویب کړه چې په هغه کې یې له پاکستان سره د امریکا مرستې د حقانیانو پر ضد د پاکستان له اقدام سره مشروطې کړې.

جنرال نیکلسن وویل«د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر ته مې سپارښتنه وکړه چې د پاکستان له لوري د دغه هیواد په خاوره کې د حقاني شبکې پر پناهځایونو کافي فشار نشته.»

د حقاني شبکې، چې جلال الدین حقاني تاسیس کړې، اوسنی مشر سراج الدین حقاني دی. نوموړی د طالبانو د اوسني مشر هیبت الله اخوندزاده مرستیال دی. دا شبکه د پاکستان له استخباراتي ادارې (آی ایس آی) سره نژدې اړیکې لري.

دې شبکې په کابل او نورو ولایتونو کې ځیني لویې او وژونکې حملې کړي دي.

په ۲۰۰۸ م کال په کابل کې د هند پر سفارت حمله، چې د هند سفارت د پوځي اتشې او یوه دیپلومات په شمول ۵۶ تنه نور پکې ووژل شول، په ۲۰۰۹ م کال پر پارک مېلمستون حمله ، چې ۹ تنه هندیان پکې ووژل شول او په ۲۰۰۸ م کال د افغانستان پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د حملې هڅه د حقاني شبکې له لوري پلان شوي بریدونه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *