څلورمه برخه
* * *
د سمڅې په خوله کې دوو ولاړو مسلح بلوڅو پر خپلو سينو لاسونه کېښودل.
شهسوار وويل:
_ميرويس خانه! سمڅې ته ور کښته کېږو!
په سمڅه کې تياره وه، ميرويس خان او ملګري يې ودرېدل.
شهسوار چيغه کړه!
_يو څه راوړئ!
د سمڅې په خوله کې سره رڼا را وګرځېده، يو څوک راغی، د لرګي په سر کې له تاو شوې غوړې ټوټې سرې لمبې پورته کېدلې.
ټول مخکې لاړل…
ميرويس خان ودرېد، په حيرانۍ يې وويل:
_دا دې څه کړي؟
مشعل يې ور واخيست. د ناستو کسانو پښو ته ځنځيرونه ور لوېدلې و، ټول څلور هډوکي ښکارېدل. ببرو ږېرو او سرونو يې د سمڅې پر ډبرو تېره سيوري جوړ کړي ول… د ټولو سترګې رډې راختلې وې…
شهسوار خان يو بندي په پښه پورې واهه، ځنځيرونه وشرنګېدل…
شهسوار خان وخندل:
_شل ورځې مې يواځې شړومبې ورکړې دي!
ميرويس خان مخکې لاړ، بنديانوپه حيرانۍ ورته کتل…
شهسوار وويل:
_راځئ! ساه مې بنده شوه، له دې سرکوزو د شړومبو تروش بوی لټېږي.
ټول د باندې ووتل.
ميرويس خان وويل:
_ما وګڼل، ټول اتلس کسان وو.
شهسوار وويل:
_څه يې کوې، همدا بوځه!
_خوګرګين راته ويلي و چې شل تنه دي، د دې عسکرو مشر د ګرګين نږدې ملګری دی.
شهسوار وخندل:
_راځه!
يوې وړې کندې ته کښته شول، ګڼ مچان والوتل.
شهسوار خپلې پزې ته لاس ونيو.
ويې ويل:
_دا يې هم شل.
ميرويس خان مخکې ورغی، د ډبرو په مينځ کې دوه کسان پراته ول، د يوه په ټټر کې لوی پرار ښکارېده.
شهسوار وويل:
_همدا چاغ سرکوزی يې مشر و، ډېرې چيغې يې وهلې، بس، حوصله يې راختمه کړه. هغه بل يو څه تازه دی، دوې ورځې يې نه دې وتلې، په سمڅه کې مار وچيچه.
دواړه بېرته پورته وختل.
شهسوار وويل:
_خو يوه خبره! د عسکرو ټوپک او آسونه به نه رانه غواړې!
ميرويس خان وويل:
_نو دا څلور هډوکي ګرجيان به دا دومره اوږده لاره څنګه وهي! په شړومبو دې کولمې ور سورۍ کړې دي، پلي هم نه شي تلای!
شهسوار وخندل:
_غم مه کوه! ښې مستې خرې به درکم.
ميرويس خان وخندل.
شهسوار په خندا کې وويل:
_يوه بله، د عسکرو د کوټونو پوښتنه به هم نه رانه کوې، اجب سره پنډ کوټونه ول، خرو ته مې ګلالۍ کتې ترې جوړې کړې!
* * *
ميرويس خان خپل لومړني هدف ته ورسېد، د ګرجي ګرګين شرط يې پوره او د هغه اعتماد يې تر لاسه کړ، دا خبره د اصفهان تر درباره پورې ورسېده چې يوه پښتون هوتک خان، اتلس ګرجي يرغمل عسکر راخوشي کړل…
ميرويس خان به کله کله په ارګ کې د نارنج ماڼۍ ته ورته، ګرګين او لوړو مقاماتو ته به يې مشورې ورکولې…ده د خپل شناخت او په خلکو کې د ګرانښت په برکت له ځينو هغو قومونو ماليې راټولې کړې چې د ماليو په ورکړه کې يې سستي کوله.
ميرويس خان د ګرکين د وسلو له مسوول سره وپېژندل، مېلمستيا يې ورته وکړه او په مختلفو سوغاتونويې ونازاوه…ميرويس خان ته مالومه شوه چې دا سړی د پيسو په مقابل کې تر هر څه تېر دی. يوه ورځ يې د وسلو د ډېپو مشر ته د سرو زرو پنځوس سيکې ورکړې، هغه هم د شپې په تياره کې دوه سوه نوي دهن پر ټوپک ورته راوړل…
آهنګر يو ټوپک ور واخيست، د ټوپک په خزانه کې يې پټاکۍ کېښوده، باروت او غټه چره يې د ټوپک له خولې ور واچوله، پر اوسپنيز سيخ يې تخته کړل، د ونې پر تنې يې ډز وکړ.
آهنګر خوشاله و، خو دا يې هم وويل چې تر انګريزې ټوپکو ښه نه دي.
ميرويس خان خپل ورور عبدلعزير کابل ته ولېږه، ورته ويې ويل چې په يوه چل د کابل له مغولي حکمران څخه انګريزي ټوپک واخله…
مياشتې ووتې…ميرويس خان او د هغه ملګرو به وسلې زېرمه کولې…
دی به د پخوا په شان د ګرګين مهمو جلسو ته ورته…په جنګي کلا کې يې محبوبيت ډېر شوی و، خبره يې چلېدله… ان د کلا ځينو لوړو مقاماتو به د ګرګين پر ځای له ميرويس خانه مشورې اخيستې…دې کار ګرګين په غوسه کړ، خو په خوله يې څه نه ويل، ګرګين پوهېده چې ميرويس خان په جنګي کلا او ان د اصفهان په دربار کې ښه نوم لري، ځکه يې له دليله پرته څه نه شوای ورته ويلی، خو په پټه يې د ميرويس خان د څارلو له پاره ځينې کسان وګومارل!
ميرويس خان هم پوهېدلی و، ده داسې ګام نه اخيست چې ګرګين ته ثبوت پرېږدي… خو يوه ورځ هر څه بدل شول… سهار يې کور ته د ګرګين عسکر ورغلل او ميرويس خان يې جنګي کلا ته بوت.
* * *
د ميرويس خان سترګې رډې راوختې، لينګي يې ولړزېدل، پر دېوال يې لاس کېښود.
آهنګر د لوی سالون په مينځ کې ولاړ و، له خولې يې وينې بهيدلې، لاسونو او پښو ته يې ځنځيرونه ور لوېدلي وو.
ميرويس خان د ګرګين په غږ جټکه وخوړه!
_ها! ميرويس خان! راځه، تاته ماتله وو.
ميرويس خان ورغی، تعظيم يې وکړ، شاوخوا يې وکتل، په سالون کې ولاړ ټول مقامات شناخته ول.
ګرګين وويل:
_وبخښه، په دې شنه سهار کې مو مزاحمت درته وکړ.
ولاړ شو، زانګې وانګې راغی، ميرويس خان ته مخامخ ودرېد، له خولې يې د شرابو بوی ته، بيا تر آهنګر راوګرځېد، ويې ويل:
_ميرويس خانه! دآسړی پېژنې؟
ميرويس خان آهنګر ته وکتل، سترګه يې تکه شنه وه….
ميرويس خان وويل:
_هو، زما ملګری دی!
ګرګين وخندل، لاړ او پر څوکۍ کېناست. جام يې پر سر واړاوه، ويې ويل:
_آهنګر مو له دېرشو ټوپکو سره ونيو!
د ميرويس خان زړه ولوېد.
ګرګين وويل:
_پوښتنه نه کوې چې څنګه؟
ميرويس خان غلی و.
ګرګين وخندل:
_تېره شپه زموږ ګزمې ونيو، خبره مالومه شوه، د ډېپو مشر خيانت کړی، پر آهنګر يې وسلې خرڅې کړې وې.
ميرويس خان وويل:
_ښه نو، خاين معلوم دی، د ډېپو له مشره پوښتنه وکړئ! زه مو…
ګرګين په خبره کې ور ولوېد:
_د هغه په اړه مې فکر کړی، خو دې سړي دا ټوپک تاته اخيستل.
ميرويس خان وخندل:
_ زه تجار سړی يم، په بېځايه شيانو پيسې نه ورکوم، له ټوپکو مې کرکه کېږي، همدا اوس راته وګورئ، د نوکانو د اخيستلو چاقو هم نه راسره ګرځوم.
_خو د ډېپو مسوول بل څه وايې. په دوو قمچينو يې اقرار وکړ چې دا وسلې يې پر تا پلورلې!
ميرويس خان وويل:
_د يوه نفر خبره ثبوت نه ده، تاسو ما پېژنئ چې صفوي حکومت ته صادق انسان يم.
ګرګين وخندل:
_اسانه ده، اوس به يې دوه نفره کړو.
لاسونه يې سره وجنګول، له وني ټيټ، تور سړی راغی، چاړې او امبورونه پسې ځړېدل.
ګرګين وويل:
_آهنګر په خبرو راولئ!
تور سړي په خواره خوله وويل:
_صيب! دا سړی له ډبرې جوړ دی، دوه غاښه مو ور وايستل، د کيڼ لاس ګوتې مو ور ماتې کړې، خو اقرار يې ونه کړ.
ګرګين چيغه کړه!
_احمقه! د ګوتو نوکان يې لا پاتې دي!
تور سړي د آهنګر نوک ته امبور ونيو، آهنګر چېغه کړه، ځنځېرونه وشرنګېدل، پر ملا تاو شو، کېناست. پر غولي سور نوک ولوېد.
ميرويس خان سترګې پټې کړې.
ګرګين آهنګر ته ورغی، تور سړي آهنګر تر وليو ونيو، آهنګرودرېد.
ګرګين چيغه کړه!
_ووايه! وسلې دې چاته اخيستې؟
آهنګر تو کړل، د ګرګين پر سره مخ سرې لاړې وبهېدې…
تور سړي آهنګر پر ژامه وواهه! آهنګر ولوېد، ويې ټوخل…
ګرګين پر خپل مخ لاس تېر کړ، ويې ويل:
_همدا نن يې توپ ته وتړئ!
تور سړي آهنګر تر وليو ونيو، دواړه له سالونه ووتل.
ګرګين وويل:
_ميرويس خانه! ته خاين يې!
ميرويس خان وويل:
_نه! زه صفوي پاچا ته صادق يم.
ګرګين چيغه کړه!
_دا خاين زندان ته يوسئ!
دوه عسکر راغلل، د ميرويس خان لاسونو ته يې کړۍ ور واچولې، له سالونه يې وايست.
چوپه چوپتيا شوه، ګرګين پر څوکۍ کېناست، له ډېرې غوسې يې سره ډبل برېتونه لړزېدل.
شېبه وروسته يې د جنګي کلا ټول مقامات راټول کړل، ګرګين او ځينو نورو ګرجي قوماندانانو ټينګار کاوه، ويل يې چې ميرويس خان خيانت کړی، بايد توپ ته وتړل شي، خو د جلسې ډېره برخه په دې باوري وه چې ميرويس خان ساده سړی نه دی، د هغه وژل به قومونه راوپاروي، په کندهار او شاوخوا سيمو کې به د ګرګين حکومت کمزوری کړي او کمزوری ګرګين به صفوي پاچا ته هم خوند ورنه کړي.
په پای کې ټولو پرېکړه وکړه چې ميرويس خان لاس تړلی اصفهان ته ولېږي.
* * *
اوږده زېرزميني له چيغو، نارو او زګرويو ډکه وه…دواړوو خواوو ته اوسپنيزې پنجرې ولاړې وې… تر پنجرو ور هاخوا بنديان پراته ول…
ميرويس خان پنجرې ته ور وښويېد. د پنجرو په پای کې پراخ ځای ښکارېده. په دېوالونو کې غټې شمعې بلې وې، له ميخونو پر ډکې څوکی يو ځوان تړل شوی و، ځوان چيغې وهلې…تر پايڅو يې سرې وينې روانې وې…
بل تن يوه بوډا ته ولاړ و… نوکان يې ترې ايستل…
له چته د دار حلقې را ځوړندې وې…
د زندان ډبله دروازه وچونګېده، رڼا راغله… په زينو کې يو چا چيغه کړه! ميرويس خان د زندان د مشر غږ وپېژاند.
د زندان مشر راغی، د زندان يوه ساتونکي په بېړه کيلې را وايسته، پنجره خلاصه شوه.
د زندان مشر وويل:
_ميرويس خانه! وبښه، دا احمقان ستا په قدر څه پوهېږې.
ميرويس خان ولاړ شو، د زندان له مشر سره پر زينو وخوت، لنډ راوګرځېد. د زندان يوه ساتونکي يو ور خلاص کړ. په وړه کوټه کې د پوزيو کټ، بالښت او د وړوکي لرګين خيرن مېز پر سر بله شمع ښکارېدله.
د زندان مشر وويل:
_په ټول زندان کې تر دې ښه ځای نه لرو.
ميرويس خان پر کټ کېناست. د زندان مشر ته يې وکتل، هغه د ده په ګوته کې د سرو زرو ګوتمۍ ته کتل….
د زندان مشر وويل:
_ستا راکړي سوغاتونه نه شم هېرولی، خو همدا مې په وس پوره ده، ډوډۍ او د اوداسه اوبه به مو پر وخت راځي!
ميرويس خان مننه ترې وکړه، له خپلې ګوتې يې ګوتمۍ را وايسته. د زندان مشر لاس ور وغځاوه، خو ميرويس خان خپل موټ ټينګ کړ، ويې ويل:
_وژني مې؟
د زندان مشر د کوټې دروازه پورې کړه، ورو يې وويل:
_نه! اصفهان ته دې بندې لېږي. خو فکر مه خرابوه، هلته مې ځينې ملګري شته، بس، مازې يو څه لاس ورته نيسه، هرې خبرې ته دې ولاړ دي.
ميرويس خان خپلې ګوتې خلاصې کړې، د زندان مشر په بيړه ګوتمۍ ور واخيسته، په ځير يې ورته وکتل، په سرو زرو کې غټه فېروزه ټومبلې وه.
ميرويس خان وويل:
_يو بل کار به هم راته کوې!
د زندان مشر وخندل:
_سمه ده، خو لږ مصرف لري.
_غواړم چې له خپل ورور سره ووينم.
درب شو. پر چت لوېدلي لرګي وچونګېدل، د شمعې سره لمبه ولړزېده…
د ميرويس خان په سترګو کې اوښکې ورغړېدې، ورو يې وويل:
_آهنګر و؟
_هو، توپ ته يې وتاړه.
ميرويس خان خپله شونډه په غاښونو کې ټينګه کړه.
* * *
په څلورمه ورځ د ميرويس خان ورو يحيی خان زندان ته راغی. ويل يې چې له ځينو قومي مشرانو سره مې خبرې وکړې، ستا د ازادولو له پاره مو څلور سوه سپاره او زر پلي کسان پر جنګي کلا حملې ته تيار کړي دي، خو ميرويس خان له دې کاره منع کړ، ويې ويل چې دا ځانوژنه ده، جنګي کلا په ديارلسو سوو کسانو نه نېول کېږي.
ميرويس خان خپل ورور زغم او حوصلې ته راوباله، ويې ويل چې اوس کمزوري يو، د حملې وخت نه دی… وروسته يې خپل ورور ته ور ياده کړه چې د آهنګر د کور مصارف پر غاړه واخلي او د راتلونکې له پاره وسلې ذخيره کړي، دا يې هم وويل چې پر کور او تجارت پام کوه…
دوی اوږدې خبرې وکړې. يحيی خان خپل ورور ته يوه وړه کڅوړه ورکړه او په ډکو سترګو له زندانه ووت.
ګرګين پوهېده چې د ورځې لخوا له جنګي کلا د ميرويس خان ايستل خطرناکه ده.
يوه شپه څو کسان راغلل، د ميرويس خان لاسونه يې ور وتړل او له زندانه يې وايست. د باندی په څلورو آسونو پسې تړل شوې سر پټې بګۍ (ګاډۍ ) ولاړه وه. ميرويس خان په بګۍ کې کېناست، د څلورو آسونو پښې وخوځېدې، شاته شپږ سپاره پسې روان شول.
بګۍ له ښاره ووته، د جنګي کلا په برجونو کې رڼاوې ښکارېدلې…پورته راڼه ستوري ولاړ ول…
يو وخت د بګۍ د څرخونو غنجا ودرېده، ميرويس خان سترګې رڼې کړې، سپېدې چاودلې وې.
ميرويس خان د يوه سړي په اشاره له بګۍ کښته شو، د شګو په ټيټو غونډيو کې ، په لسګونو پوځيان، اوښان، آسونه او کچرې ولاړ ول… ميرويس خان د يوه پوځي په اشاره يوې بلې سر لوڅې بګۍ ته ور وخوت.
شېبه وروسته کاروان حرکت وکړ.
نری باد چلېده، شګې پستې وې، د اوښانو، آسونو او د کچرو د پښو دربا نه خته، کله کله به يو آس وشڼېد، اوښ به غرمباړې کړې….
* * *
کاروان په اتلسمه شپه اصفهان ته ورسېد، تياره وه، ميرويس خان له رڼاوو وپوهېد چې اصفهان تر کندهاره لوی ښار دی.
ميرويس خان يې د ښار عمومي زندان ته بوت. د زندان هسک دېوالونه له ډبرو جوړ وو، په برجونو کې يې مشعلونه بل ول، په هر برج کې دوه وسلوال ښکارېدل.
ميرويس خان يې يوې وړې کوټې ته بوت. کوټه هسکه وه، پورته په ډبرو کې يوه وړه دريڅه ښکارېدله. په دريڅه کې پنډ سيخان ولاړ ول…
د ميرويس خان سر درد کاوه، اوږده مزل بېسېکه کړی و. تر يو څه وخته ويښ و، وروسته خوب يوووړ.
يو وخت يې سترګې رڼې کړې، له درېڅې ژيړې وړانګې رالوېدلې وې، په وړانګو کې د خاوور وړې زرې ګرځېدې…
د کوټې د اوسپنيزې درنې دروازې غنجا وخته، ميرويس خان په بېړه ور وکتل، يو څوک راغی، توره چايجوشه، ګيلاس او وچه ډوډۍ يې پر ځمکه کېښودل…ميرويس خان د مخ مينځلو اوبه ترې وغوښتې، خو سړی په پټه خوله له کوټې ووت.
ميرويس خان يوه اونۍ په همدې کوټه کې تېره کړه، يواځې اوداسه ته به د باندې ايستل کېده. په اتم سهار دوه پوځيان راغلل، سره کوټونه يې اغوستي ول، ميرويس خان ته يواځې د کوټونو پر سر دوې شنې پټې نوې ښکاره شوې.
ميرويس خان د باندې ووت. کلا لويه وه، له زيرزمينې چيغې راتلې…
يوه سر پټې بګۍ راغله، ميرويس خان پکې کېناست. د بګۍ دواړو غاړو ته وړې کړکۍ پرې وې، دوو عسکرو د کلا لرګينه درنه دروازه خلاصه کړه. ښار و، ګڼ خلک ګرځېدل…
پاو ووت، بګۍ بالا حصار ته وخته.
بالا حصار پر يوه ټيټه غونډۍ جوړ و، هسک ډبرين دېوالونه يې لرل، په عمومي لرګينه لويه دروازه يې د دوو تورو او يوه زمري انځورونه رسامي شوي وو.
ميرويس خان د بالا حصار په مينځ کې له بګۍ کښته شو، غولی پر هوارو ډبرو فرش و.
ميرويس خان پوه شو چې د بالا حصار دېوالونه پلن جوړ شوي دي، د دېوالونو پر سر عسکر ګرځېدل، ځای ځای به توپونه ولاړ وو.
يو ناڅاپه ډزې شوې، ميرويس خان په بېړه کيڼ لور ته وکتل، کتار ولاړو عسکرو د نښې ويشتلو تمرين کاوه.
په ونه لوړ پوځي راغی، ميرويس خان يې په اشاره پوه کړ چې په ده پسې روان شي.
ګڼی ودانۍ وې، يو ځای تورې تېرېدلې، بل ځای څو کسانو کړۍ او ځنځيرونه جوړل… بل ځای يوه لوی ګدام ته ډکې بوجۍ ور وړل کېدې…
ټول بالاحصار له عسکرو ډک وو.
ميرويس خان پر زينو وخوت، په ونه لوړ پوځي دروازه خلاصه کړه، کوټه ښکلې وه، دېوالونه يې سپين ول، پر کړکيو ورېښمينې پردې راځړېدلې.
ميرويس خان پر يوه څوکۍ کېناست. شاوخوا يې وکتل، د ښکلې مېز پر سر د صفوي حکومت د حدودو نخشه پرته وه.
دروازه خلاصه شوه، يو ډنګر سړی راغی، سور نوی کوټ يې پر تن و، پر ټټر يې څلور شنې پټې پرتې وې.
سړي ميرويس خان ته لاس ورکړ، ويې ويل:
_زه د شاهي ماڼۍ د ګارد مشر مين باشي علی خان يم.
ميرويس خان د مين باشي په مانا پوهېده، په صفوي حکومت کې يې مين باشي د زرو کسانو مشر ته ويل.
علی خان پر څوکۍ کېناست، په وره کې ولاړ پوځي ته يې د چايو د راوړلو امر وکړ!
د مېز پر سر واړه کاغذونه يې ور ټول کړل، ميرويس خان ته يې وکتل، ويې ويل:
_ميرويس خانه! تا تل له موږ سره مرسته کړې، پاچا هم خبر دی، خو…
علی خان د دروازې په خلاصېدو غلی شو. يو عسکر راغی، پتنوس يې پر مېز کېښود او د باندې ووت.
علی خان ميرويس خان ته اشاره وکړه، ميرويس خان له تورو چايو ډکه پياله ور واخيسته.
علي خان خپله خبره بشپړه کړه!
…خو له تا مو د صفوي حکومت پر وړاندې د خيانت تمه نه لرله.
ميرويس خان وويل:
_زه اوس هم پاچا ته صادق يم.
علی خان ګيلاس ور پورته کړ، ويې ويل:
_خو د ګرګين خان ليک بل څه وايي، پا چا ته يې ليکلي دي چې تاسو د کندهار له جنګې کلا وسلې ايستلې او د صفوي حکومت پر ضد مو بغاوت کاوه …
ميرويس خان وويل:
_ښاغلي ګرګين خان ته احترام لرم، خو دا خبره يې د منلو نه ده. هغه داسې کوم ثبوت نه لري چې ما خاين معرفي کړي.
علی خان په خبره کې ور ولوېد:
_لنډه به يې درته ووايم، دا د صفوي پاچا شاه حسين حکم دی، متاسفه يم! تاسو نور له بالاحصاره نه شئ وتلی. ګرګين پاچا ته ليکلي چې که ميرويس خان بېرته کندهار ته راشي، نو صفوي حکومت ته لويې ستونزې جوړوي.
ميرويس خان هڅه وکړه چې د ګارد له مشر سره خبرې وغځوي، خو علي خان وويل چې دی په شاهي ماڼۍ کې يوې مهمې غونډې ته ور غوښتل شوی دی.
علي خان له کوټې نه د وتلو په وخت کې وويل چې د شاه حسين له حکم سره سم، ستا ساتل زما مسووليت دی، فکر مې وکړ، بالاحصار تر ټولو سم راته ښکاره شو، د شاهي ګارډ يوه اون باشي ( د لسو کسانو مشر ) ته مې امر کړی چې پام درباندې وکړي، پوهېږم! هوښيار انسان يې، داسې څه به نه کوې چې ما او اون باشي خوابدي کړي.
له دې سره له کوټې ووت.
د شاهي ګارډ دوه عسکر راغلل او ميرويس خان يې د جنګي کلا يوه برج ته وخېژاوه!
په برج کې وړه، خو پاکه کوټه وه، دوې کړکۍ يې در لودې، يوه يې د ښار خواته پرې شوې وه، له بلې يې د بالاحصار مينځ ښکارېده، خو ښار ته پرې کړکۍ قوي اوسپنيز سيخان درلودل.
يو چا وخندل:
_په ټول بالاحصار کې تر دې ښکلی کوټه نشته.
ميرويس خان په حيرانۍ ور وکتل. په وره کې يو ګردی ځوان ولاړ و. پر سره کوټ يې درې شنې پټې پرتې وې.
ځوان راغی، ميرويس خان ته يې لاس ورکړ، په خوند يې وويل:
_ښاغليه! ماته اون باشي حسن قلي وايه!
د ښار خواته پرې شوې کړکۍ ته ودرېد، ويې خندل:
_دلته به خوشاله يې، ورته وګوره، ټول اصفهان ښکاري…
ميرويس خان غلی و.
حسن قلي وويل:
_د کندهار د زندان مشر څنګه سړی و؟
ميرويس خان وويل:
_بد مې نه دې ترې ليدلي.
حسن قلي يودم وخندل:
_بد به دې ولې ترې ليدل، پوهېږې؟ هغه زما تره دی، زموږ په ټوله کورنۍ کې بد سړی نه شته!
يودم يې د ميرويس خان غوږ ته خوله ور نږدې کړه!
_پوهېږې، تره مې اصفهان ته ستا تر راتګ مخکې ليک راولېږه، ليکلي يې و چې ميرويس خان ډېر سخي سړی دی، ځان ور نږدې که.
يودم يې وخندل.
_د خدای کارونه وګوره! پاچا ګارد ته وسپارلې.
غلی شو، ويې ويل:
_خو په ګارد کې مې دا خپل کمال و چې څنګه د ګارد د مشر نظر جلب کړم او له شاهي ماڼۍ څخه خاص تاسو محترم ته د خدمت له پاره را ورسېږم.
يودم يې چيغه کړه!
_هلی نو، ښاغلي ته چای راوړئ!
دا يې وويل او له کوټې ووت.
ميرويس خان خپل پټکی ليرې کړ، له خولۍ يې د کندهار په زندان کې د خپل ورور يحيی خان لخوا ورکړل شوې وړه کڅوړه را وايسته، سيکې يې وشمېرلې، د سرو او سپينو زرو اتلس سيکې وې.
غرمې ته يوه عسکر يو جوش شوی کچالو، د پنير وړه ټوټه او توده ډوډۍ راوړه.
ماسپښين حسن قلي راغی، په اصفهان کې يې د قيمتۍ خبرې کولې، ويې ويل چې د کال يواځې دېرش تومنه تنخوا لري، وړه لور يې ناروغه ده او د ښار مشهور طبيب يې د تداوي له پاره درې تومنه غواړي.
ميرويس خان د سپينو زرو يوه سيکه ورته ونيوله. حسن قلي خوشاله و، ويل يې چې په دې سيکه به خپله لور تداوي کړي او په پاتې پيسو به يې خپلې مېرمې نه نوې جامې واخلي.
ميرويس خان يوه بله سيکه هم ورکړه، ځانته يې مسواک، د ځان مينځلو کيسه، توليا او جاينماز راوغوښتل.
حسن قلي په بېړه له کوټې ووت. له باندې يې غږ راغی، يو چاته يې ويل چې ميرويس خان ته د ځان مينځلو له پاره تودې اوبه راوړئ.
ميرويس خان کړکۍ ته ودرېد. لاندې لوی ښار پروت و، کورونه له خټو جوړ ول، د ښار د لوی جومات مر مرينې منارې تر ټولو هسکې وې، ليرې کوږ _ووږ سيند پروت و…