نیکه ناول

اوومه برخه

*     *     *

ترنګ شو، رباب وترنګېد، ګرګين د شرابو جام پر سر واړاوه، يودم يې چېغه کړه!

_بس که! په دې تکراري نغمه دې غوږونه را وخوړل.

د زوړ ربابي تورې ګوتې ولړزېدې، د رباب تارونه يې کش کړل، بله  نغمه يې ونيوله.

ګرګين پر څوکۍ کېناست، جام يې وټنګاوه، تر څنګ ولاړ سړي د شرابو سرايي کږه کړه، سره شراب د جام تر ژۍ راپورته شول.

يو عسکر راغی، تعظيم يې وکړ، ويې ويل:

_صيب! د کاکړو  د قبيلې هغې پښې ماليات راوړل چې دا څو کاله يې ماليات نه ورکول.  

ګرګين کېناست، عسکر ته يې په حيرانۍ وکتل.

عسکر وويل:

_صيب! سل اوښان او څلوېښت کچرې په غنمو او نورو خوراکي موادو  بار دي.

ګرګين ولاړ شو، زانګې وانګې برنډې ته ووت. له پورته يې لاندې وکتل،  له اوښانو او کچرو ډکې بوجۍ کښته کېدلې….

د مالياتو مسوول راغی، سترګې يې ځلېدلې….

په بېړه يې وويل:

_ټول د ميرويس خان برکت دی، دا قبيله يې د مالياتو ورکړې ته مجبوره کړې ده.

د ګرګين ټنډه تروه شوه، بېرته خپلې کوټې ته لاړ.

مياشت وروسته د اصفهان شاهي دربار ته دا خبره ورسېده چې ميرويس خان يوه بله داسې قبيله د مالياتو ورکړې ته مجبوره کړه چې څو کاله يې ماليه نه وه ورکړې.

*      *      *

يحيی خان په خواشينۍ وويل:

_وروره، ځينې خلک په غوسه دي.

ميرويس خان بېلچه ور واخيسته،د تاکونوله ډکې جووې يې اوبه واړولې، ورو يې وويل:

_پوهېږم!

چيغه يې کړه!

_بازګله!

د ونو له مينځه په ونه لوړ سړی را ووت. په بېړه راغی، ويې ويل:

_خان صېب! څه دې ويل؟

ميرويس خان وويل:

_د دې بېلچې لاستي  چاک کړی، د ورغوي غوښه نيسي.

سړي په بېړه وويل:

_خان صېب، ماته يې پرېږده، اوبه زه لګوم!

ميرويس خان وخندل:

_ستا له پاره وايم، لاس دې ژوبل نه کړي.

سړي بېلچه ور واخيسته، ويې ويل:

_خان صيب! له کوچنيوالي يواځې بېلچه پېژنم، بلد يم، له کلونو راهيسي ستاسو باغواني کوم.

ميرويس خان وخندل، څادر يې هوار کړ، کېناست.

يحيی خان وويل:

_ټول قومونه  باور درباندې لري، خو ځينې کسان په غوسه دي، وايي چې لا اوس هم صفوي حکومت ته ماليه راټولوئ!

ميرويس خان وويل:

_نو څه وايي؟

_وايي چې نور نو  د تورې وخت را رسېدلی دی. تېره ورځ هم څو کسانو د ګرګين پر يوه کلا حمله ور وړه!

ميرويس خان وويل:

_ کلا يې ونيوله؟

_نه، ټول تر تېغ تېر شول.

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست.  له خاورو يې يوه مړه غومبسه  را پورته کړه، د يوه تور مېږي تر مخې يې واچوله، ويې ويل:

_ورته وګوره!

يحيی خان ځمکې ته وکتل. مېږی راغی، تر غومبسې را وګرځېد، تر وزر يې کش کړه،  نه کېده،  غومبسه تر مېږي څو چنده غټه وه.

ميرويس خان ټيټ شو، تر غومبسې يوه لويشت لېرې څو نورو  روانو مېږيانو  ته يې ور پوه کړل، تور مېږيان پر خړو خاورو  ورغړېدل. يو پر غومبسه ولګېد، روان شو،خو بېرته راوګرځېد، غومبسه يې تر پښې ونيوله. نه کېده، دوو مېږيانو دومره لويه غومبسه نه شوای ورسره وړلای.

څو نور مېږيان راغلل، خو غومبسه درنه وه.

يحيی خان خپل ورور ته په حيرانۍ وکتل.

ميرويس خان وويل:

_حوصله وکه!

وخت ووت. پر غومبسه  خواره واره مېږيان راټول شول. غومبسه يې له ځمکې پورته کړه.

ميرويس خان وويل:

_صفوي حکومت د همدې غومبسې په شان دی، په څو کسانو يې نه شو پورته کولای.  

ميرويس خان غلی شو، ورور يې په حيرانۍ ورته کتل….

ميرويس خان وويل:

_لنډه منډه ګټه نه لري، له فکره پرته قوي دښمن ته غېږه ورکول، د ځان تباهي ده. موږ بايد له ارامو اعصابو کار واخلو، دښمن ته  ځان ور نږدې که، کار پکې وکه، له مينځه يې مات که.

يحيی خان غلی و.

ميرويس خان د خپل ورور پر اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:

په احساساتو او ځانځانۍ دې خدايکه شل کړه. دا غومبسه د خلکو  هوښياري او اتفاق، پورته کولای شي.

يحيی خان سړه سا وايسته:

ميرويس خان وخندل:

_ګوره! ګرکين هم کرار نه دی ناست، ځينې قبيلې يې پر ځان راټولې کړې دي، د خلکو په بې اتفاقۍ کې خپله بقا ويني، نه غواړي چې  په يوه خوله اووسي، خو ما له ډېرو قومي مشرانو سره خبرې کړي،په ډېرو کسانو کې د آزادۍ د اخيستلو احساس  را ژوندی شوی دی، مه نا امېده کېږه، بس، يو څه وخت نور هم صبر وکه!

يو ناڅاپه آس وشڼېد، درب شو، د باغ لرګېنه دروازه له دېوال سره ولګېده، آس پر جووه راغی، پښې يې په خټو کې ننوتې، پر آس سپور سړي ټوپ کړل.

يحيی خان خپلې تورې ته لاس ور وغځاوه، خو ميرويس خان تر مټ ونيو، ورو يې وويل:

_ساړه خوره! عبدالحميد دی.

سړی راغی، وار له واره يې چيغه کړه!

_د ابداليو مشر دولت خان يې وواژه!

يحيی خان ودرېد، خو د ميرويس خان په پښو کې د ولاړېدو سېکه نه وه پاتې.

راغلي سړي وويل:

_ګرګين د شپې لخوا په شهر صفا کې د دولت خان پر کور يرغل ور ووړ. دولت خان او د هغه زوی نظرمحمد خان، دواړه يې ووژل.

ميرويس خان په راوتلو رډو سترګو ورته کتل….

چوپه چوپتيا شوه، جووې ته د اوبو د تويېدو جورړا راتله….

د راغلي سړي په سترګو کې اوښکې راټولې وې. په غريو کې يې وويل:

_د شپې يې د کلا دروازه  ماته کړه،  دولت خان ونه تښتېد، مخې ته ورته راغی، خو د ګرګين عسکرو د تورې وار ورباندې وکړ، د دولت خان زامنو او د کلا ساتونکو جګړه وکړه، خو شمېر يې کم و، نظرمحمد خان يې په غشو وويشت، خو د دولت خان دوه نور زامن رستم خان او محمد زمان خان وتښتېدل….

يحيی خان خپل ورور ته وکتل، په غوسه يې وويل:

_اوس هم بايد صبر وکو؟

ميرويس خان ولاړ شو، څادر يې ور واخيست، شونډې يې وخوځېدې:

_هو! صبر وکړئ!

*     *     *

ګرګين په غوسه و، دی د اوږده سالون تر سره لاړ، بېرته راوګرځېد، د مېز  له سره يې د شرابو جام ور پورته کړ، چيغه يې کړه!

_څه پکې وايې؟

ميرويس خان غلی و.

ګرګين وويل:

_نه اورې! درته ومې ويل چې د ارغستان ابداليانو پاڅون کړی. يوه کلا يې نيولې ده.  

ميرويس خان ولاړ شو، ګرګين ته مخامخ ودرېد، د ګرګين د غټو سترګو په سپينو کې سره رګونه تېر ول.

ميرويس خان وويل:

_دا اور دې په خپله بل کړ!

ګرګين جام پر ځمکه و ويشت، لاړ، په خپله څوکۍ زړېدلی سر کېناست.

ميرويس خان وويل:

_تا د ابداليانو مشر وواژه!

ګرګين غلی و.

ميرويس خان وويل:

_له ارغستانه خپل عسکر راوغواړه!

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې!

_نه!

ميرويس خان وويل:

_او د دولت خان زوی رستم خان د ابداليو د قوم د مشر په توګه ومنه!

ګرګين ودرېد:

_امکان نه لري.

ميرويس خان د چايو پياله ورپورته کړه، ورو يې وويل:

 _بله لاره نه  لرې.

ميرويس خان له سالونه ووت. د جنګي کلا مخې ته يې ورور ولاړ و. دواړه پر آسونو سپاره شول. يحيی خان وويل:

_څه يې ويل؟

_د ارغستان د پاڅون په باره کې راسره غږېده.

_څه مشوره دې ورکړه!

_ورته ومې ويل چې خپل پوځيان راوغواړه او د دولت خان زوی د قوم د مشر په توګه ومنه!

د يحيی خان تندی تريو شو:

_دا مشوره به دې نه ورکوله، که نور نه وي، په ارغستان کې خو بايد د ګرګين له عسکرو سره وجنګېږو.

ميرويس خان وخندل:

_د غومبسې کيسه دې هېره شوه؟

*     *     *

تياره وه، تالنده وغړمبېده، د ولاړ سړي په سترګو  کې سپينې کږې  ليکې تېرې شوې.

سړی يوې اوږدې کوټې ته ننوت.  په دېوال کې  اېښودل شوې لمپې ژېړه رڼا کوله. ..

ګڼ کسان ولاړ شول. سړي ته يې غېږ ورکړه.  

سړي خپل لوند څادر پر تړلې بستره وغوړاوه. کېناست، يوه ځوان د چايو ډکه پياله ور ته کېښوده.

يوه بوډا وويل:

_ميرويس خانه! ناوخته شوې!

ميرويس خان وخندل، پر خپل لانده تندي يې لستوڼی تېر کړ، ورو يې وويل:

_حاجي کاکا! پخوا به تر خاکرانه په دوه ساعته کې را رسېدم، خو د نن لنده بل ته مې پام نه و، په  باران او چکړو کې  د آس پښو سم کار نه کاوه، دوه ساعته يې تر څلورو ساعتونو هم ور واړول.

غلی شو، شاوخوا يې وکتل، ويې ويل:

_اکرم خان نه ښکاري!

د کوټې له کونجه يوه غږ کړل!

_يواځې اکرم خان نه دی، ځينې نور قومي مشران هم نشته!

يوه بل وويل:

_ټول خبر ول. احوال مو ور لېږلی و، خو رانه غلل، جرګې ته يې په سپکه وکتل.

ميرويس خان د چايو غوړپ وکړ، ورو يې وويل:

_دومره ژر يو څوک مه ملامتوئ، شرايط خراب دي، يا به احوال نه وي ور رسېدلی، يا به يې باران د راتګ مخه نيولې وي.

ټول غلي شول.

يوه وويل:

_ميرويس خانه! ستا تر راتګ مخکې مو خبرې کولې،  بس! يواځې پر جنګي کلا د حملې ورځ راښيه!

يوه بل وويل:

_خو  زه په اوس وخت کې د جګړې مخالف يم!

درېيم په خبره کې ور ولوېد:

_ياره سيدال خانه، ( نه ) مه پکې وايه!

يوه بل وويل:

_سيدال خان ناصري سم وايي! تر اوسه لا کمزوري يو، ټول قومونه مو نه دي غږولي!

د کوټې له کونجه يو را مخته شو، ويې ويل:

_قومونه نو سپين وي که تور! دا دی، د اوو، اتو قومونو مشران شته. نور څوک غواړئ!

يوه بوډا وويل:

_ميرويس خانه! ته څه پکې وايې؟

ميرويس خان وويل:

_د هر چا نظر د قدر وړ دی، خو د ناصري صاحب خبره مې خوښه شوه!

غلی شو، د چايو پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:

_پر ګرګين حمله، وړه خبره نه ده.

يوه وويل:

_نو څه وکو؟

ميرويس خان وويل:

_د ليرې سيمو اوسيدونکي هم پرې را ګډ کړئ! که زما منئ، ان د هزاره ګانو مشران هم راوغواړئ!

يوه وويل:

_خو ځيني خلک له ګرګين سره جګړه ناروا بولي، وايي چې پر مسلمان به څنګه توره پورته کوو!

سيدال خان ناصري وويل:

_ميرويس خانه! د مکې د علماوو فتوا دې څه کړه؟

ميرويس خان د خپلې سدرۍ جېب ته لاس کړ، کاغذ يې را وايست. سيدال خان په بېړه کاغذ ور واخيست، ويې ويل:

_د باران اوبه ور رسيدلي دي، نم يې کش کړی، دا کاغذ ډېر ارزښت لري.

کاغذ ته يې ور پوه کړل، پر بالښت يې کېښود.  ورو يې وويل:

_له ځينو کسانو يې ښځې بوتلې، خو اور يې وانه خيست، دا فتوا به يې خولې ور بندې کړي.

ميرويس خان وويل:

_اوس نو يوې بلې جرګې ته هم ضرورت دی؛تردې لويې جرګې ته!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *