تاند، چهارشنبه، د ثور ۳ مه: په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ سازمان ملکي استازي نیکولاسکي یو ځل بیا پر ښکیلو اړخونو غږ کړی، چې باید ژر تر ژره د بندیانو د ازادولو پروسه په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي ویلي، د زندانیانو ازادول د دواړو لوریو په واک کې دي؛ خو د کورونا بحران ته په کتلو سره د بشري حقونو غوښتنه ده چې بندیان ازاد شي.
هغه له سولې پروسې څخه د ملاتړ په څرګندولو سره زیاته کړه، د بندیانو د ازادولو بهیر باید چټک او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
د ناټو ملکي استازي همداراز وویل، افغان حکومت ته د خپلمنځي سیاسي ستونزو د حل یو ښه فرصت په لاس ورغلی چې باید ګټه ترې واخلي.
تر اوسه طالبانو او افغان حکومت د نیکولاس کي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د ملي امنیت شورا وایي، تازه یې د ولسمشر غني د فرمان په اساس او له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې ۷۱ طالب زندانیان د حکومت له زندانونو څخه خوشې کړل.
تر دې وړاندې هم ۳۶۱ طالب زندانیان د هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه خلاص شوي وو او طالبانو هم شپېته تنه زندانیان په کندهار، لغمان او بغلان ولایتونو کې ازاد کړي.